له میانماره هند ته تښېدلي پولیس

له میانماره هند ته تښېدلي پولیس

د ميانمار پوليس چې له پولې بله غاړه هند ته وراوښتي، بي بي سي ته ويلي د پوځ امرونو له ردولو وروسته تښتېدلي.

د ميانمار تر ټولو لوی ښار ينګون کې امنيتي ځواکونو، د اورګاډي کارکوونکوو پر استوګنيزې سيمې چاپه وهلې، چې د ډيموکراسۍ په پلوۍ يې کاربنديز کړی دی. هغو فعالانو چې د دې چاپې انځورونه او ويډيوګانې يې پر ټويټر خپرې کړې، وايي پوځ يې تر وسلو لاندې بېرته کار ته ستنېدو ته اړ کوي.

د اورګاډو چلن حکومتي کارکوونکي، د دغه هېواد لروبر سرکښۍ غورځنګ سره مله شوي، چې د دغه هېواد ځينو برخو کې یې ټرانسپورتی چلن خورا ورو کړی دی. پرون د ملګرو ملتونو امنيت شورا، د يوې اعلاميې په اړه سره سلا ونه شوی کړی، چې پتېيل شوې وه، کودتا وغندي، او له پوځه يې د زغم ساتلو غوښتنه کوله، سره دې چې خبرې روانې وي.

پر همدې مهال د ميانمار یو شمېر پوليس افسرانو له بي بي سي سره ځانګړو خبرو کې ويلي، دوی وروسته له هغه له پولې هند ته په تېښته وراوښتي، د کودتا له لارې واک ته رسېدلي، پوځ امرونو له منلو يې ډډه وکړه. بي بي سي سره لومړي ځل خبرو کې، دغو پوليس افسرانو، چې اوس تښتېدلي ګڼل کېږي، ويلي، دوی ځکه دندې پرې آيښي، چې وېرېدل، د ملکيانو وژلو يا زيان وراړولو ته به مجبور کړی شي. د بي بي سي جنوبي اسيا خبرياله رجېني وايډياناتن يې نور حال راکوي.