امریکا لا هم نړۍ کې د وسلو تر ټولو لویه صادروونکې ده

A United States Air Force F-15 Strike Eagle fighter jet

د عکس سرچینه، PA Media

سویډن کې د یوه نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ موندنې ښيي چې امریکا تېرو پنځو کلونو کې د وسلو په نړیوالو صادراتو کې خپله ونډه ۳۷ سلنه لوړه کړې ده. دغه څېړنیز مرکز وايي امریکا، فرانسې او جرمني د روسیې او چین لخوا د وسلو د صادراتو د کمېدو تشه ډکه کړې ده.

که څه هم د کورونا وېروس وبا اغېزو د وسلو نړیوال صادرات او واردات یو څه اندازه بدل کړي، خو اوس هم تر دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو لوړې کچې ته نږدې پاتې دي.

د وسلو تر ټولو ډېر صادرات د منځني ختیځ هېوادونو ته شوې دي.

د سټکهولم د سولې په نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ کې مشر څېړونکی پیتر وېزېمن چې دغه مالومات یې راټول کړي، وايي: "اوس په دې اړه څه ویل تر وخت وړاندې ده چې تېرو دوو لسیزو کې د وسلو د انتقال د چټکې ودې دغه موده پای ته رسېدلې که څنګه."

نوموړی زیاتوي "د کوویډ -۱۹ وبا اقتصادي اغېزې د دې لامل کېدای شي چې ځینې هېوادونه راتلونکو کلونو کې د وسلو واردات وارزوي. خو دا په داسې حال کې ده چې څو هېوادنو ان په ۲۰۲۰ کال د کورونا وبا د اوج پر مهال د غټو وسلو ستر تړونونه لاسلیک کړل."

د سټکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ وايي د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ تر دې د وړاندې پنځو کلونو پرتله د وسلو نړیوال خرڅلاو باثباته پاتې و.

د امریکا د وسلو نږدې نیم (۴۷سلنه) صادرات منځني ختیځ ته تللي او یوازې سعودي عربستان د امریکا د وسلو د صادراتو ۲۴ سلنه پېرلې دي.

متحدو ایالتونه د تېرو پنځو کلونو موده کې د وسلو نړیوالو صادراتو کې د خپلې ونډې په لوړولو سره، دمګړۍ پر ۹۶ دولتونو وسلې پلوري.

فرانسې د خپلو غټو وسلو صادرات ۴۴ سلنه او جرمني ۲۱ سلنه لوړ کړې دي.

پر دوی سربېره اسراییل او سویلي کوریا هم د وسلو صادرات د پام وړ ډېر کړي خو دغه هېوادونه لا هم د وسلو د صادراتو برخه کې کوچني رول لري.

منځني ختیځ ته د وسلو د صادراتو لوړوالی

منځنی ختیځ له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ کال پورې تر دې مودې د ۵ مخکېنیو کلونو پرتله د ۲۵ سلنه ډېرو وسلو په واردولو سره اوسمهال وسلو لپاره د چټکې ودې په حال کې بازار دی.

د سعودي عربستان لخوا د وسلو د وارداتو (۶۱ سلنه) د مصر لخوا (۱۳۶ سلنه) او د قطر لخوا (۳۶۱ سلنه) ډېروالی د دې لامل شوی چې منځني ختیځ ته د وسلو لېږد ډېر شي.

اسیا او اوقیانوسیه د وسلو د نړیوالو صادراتو د ۴۲ سلنې په انتقال سره د غټو وسلو تر ټولو عمده واردونکې سیمه وه.

هند، استرالیا، چین، سویلي کوریا او پاکستان دې سیمه کې د وسلو تر ټولو ستر واردونکي وو.

د چین او روسیې لخوا د وسلو سوداګرۍ کمېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیه او چین که څه هم د افریقا د صحرا سویل ته د وسلو تر ټولو ستر صادرونکي پاتې دي، خو د وسلو نړیوال صادرات یې کم کړې دي.

روسیې د وسلو صادرات ۲۲ سلنه کم کړي، او عمده لامل یې دا دی چې هند ته یې د وسلو صادرات ۵۳ سلنه کم شوي دي.

د سټکهولم د سولې نړیوال انیسټیټیوټ بل څېړونکی الکساندر کويموا وايي: "که څه هم روسیې په دې وروستیو کې ځینو دولتونو سره د غټو وسلو نوي تړونونه کړي او له مخې به یې راتلونکو کلونو کې صادرات کرار کرار لوړ شي، خو دغه هېواد د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د امریکا له سختې سیالۍ سره مخامخ دی."

د چین لخوا چې نړۍ کې د وسلو پنځم ستر صادرونکی دی، د وسلو صادرات ۷ اعشاریه ۸ سلنه کم شوي دي.

پاکستان، بنګله دیش او الجزایر د چیني وسلو تر ټولو ستر واردونکي دي.