د ماشومانو خوندیتوب اداره: موزمبیک کې وسلوالو له ماشومانو سرونه پرې کړي

دغه کورنۍ له هغه وروسته له کلي وتښتېده چې له مشر زویه یې توندلارو سر غوڅ کړ

د عکس سرچینه، Rui Mutemba/Save the Children

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره "سېف دې چلډرن" وايي توندلارو وسله والو د موزمبیک د شمال په کابو دېلګاډو ولایت کې له ۱۱ کلنو ماشومانو سرونه پرې کړي. یوې مور دې ادارې ته ویلي مجبوره وه چې د خپل ۱۲ کلن زوی د وژل کېدو ننداره وکړي.

هغې ویلي دا پېښه هغه ځای ته نږدې شوې چې ‍دې پکې له خپلو نورو ماشومانو سره پناه اخیستې وه.

په کابو دېلګاډو ولایت کې په ۲۰۱۷ کال د تاوتریخوالي له پیلېدو راهیسې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي او ۷۰ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دلته جنګېدونکي وسله وال له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره اړیکي لري.

سیف دې چلډرن په خپل رپوټ کې ویلي چې له ګازو له دغه بډایه ولایت څخه بې ځایه شویو کسانو ورته د زړه بوږنوونکو صحنو کېسې کړې دي.

یوې مور چې د خوندیتوب لپاره یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي له مشر زوی یې هغه ځای ته نږدې سر پرې شوی چې دا پکې له خپلو نورو ماشومانو سره پټه شوې وه.

هغې ویلي:

"په هغې شپه مو پر کلي برید وشو او کورونه وسوځول شول. چې کله برید کېده له خپلو څلورو ماشومانو سره کور کې وم. هڅه مو وکړه نږدې ځنکلي سیمې ته وتښتو، خو هغوی مې مشر زوی ونیو او سر یې ترې پرې کړ. هېڅ مو هم نشو کولی، ځکه کېدای شول موږ هم ووژل شو."

یوې بلې ښځې ویلي د هغې زوی هم د اورپکو لخوا داسې حال کې ووژل شو چې دا له خپلو درېو نورو ماشومانو سره تېښتې ته اړ شوه.

هغه وايي "د ۱۱ کلن زوی تر وژل کېدو وروسته پوه شوو چې کلی مو نور اوسېدو لپاره خوندي نه دی. موږ بل کلي کې زما د پلار کور ته وتښتېدو، خو څو ورځې وروسته هلته هم بریدونه پیل شول."

موزمبېک کې د سیف دې چلډرن ادارې مسئول چانس بريګز ویلي:

"د بې ځایه شویو خلکو پنډغالو کې د کړېدلو مېندو کیسو زموږ کارکوونکي وژړول."

د صحرايي محکمو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر موزمبېک کې د اورپکو کړنې "د نه ویلو وړ وحشتناکې" بللې دي.

موزمبېک کې جنګېدونکي اورپکي څوک دي؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د موزمبیک نژدې ۱۸ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي.

دغه وسله وال په الشباب مشهور دي، خو سومالیا کې پر همدې نوم له فعالې جهادي ډلې سره څرګند تړاو نه لري. دوی په زغرده له داعش سره بیعت اعلان کړی دی.

اسلامي دولت ډلې هم موزمبیک کې د ځینو بریدونو مسئولیت منلی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه اورپکې ډله ترهګر سازمان اعلان کړی دی.

دې ډلې د خپلو انګېرنو، مشرتابه او غوښتنو په تړاو ډېر کم څه ویلي دي.

تېر کال د دې ډلې یوه وسله وال په یوه ویډیو کې وویل:

"موږ [دا ښار] د دې لپاره نیسو چې وښیو اوسنی حکومت عادلانه نه دی. دوی بېوزله تر پښو لاندې کوي او ګټې یې شتمنو ته رسېږي."

چانس برېګز د بي بي سي نړیوال سرویس سره خبرو کې ویلي د دغه تاوتریخوالي تر شا د اهدافو مالومول ستونزمن دي:

"موزمبیک د نړۍ اتم بې وزله هېواد دی. کابو دېلګاډو د موزمبېک تر ټولو بې وزله ولایت دی، خو پراخې طبیعي سرچینې لري او د ځینو ترمنځ دا انګېرنه هم شته چې دا سرچینې په برابر ډول نه شریکېږي، او داسې ښکاري چې همدې جګړه زېږولې ده".

کابو دېلګاډو کې نور څه تېرېږي؟

دا لومړی ځل نه دی چې له دې سیمې د سر پرې کولو رپوټونه ترلاسه کېږي. تېر نومبر د موزمبېک دولتي رسنیو د کابو دېلګاډو د فوټبال لوبغالي کې له ۵۰ کسانو د سر پرې کېدو رپوټ ورکړی و.

تر هغې وړاندې تېر اپرېل کې هم پر یوه کلي برید کې له لسګونو کسانو سرونه پرې او یا په ډزو وژل شوي وو. د بشري حقونو مدافع ډلې وايي امنیتي ځواکونو هم دغه ولایت کې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

د اورپکو خلاف د عملیاتو پر مهال دغو ترسره شویو سرغړونو کې خپلسرې نیونې، ربړونې او وژنې شاملې دي. د موزمبیک حکومت د دې توندلارۍ د ارامولو لپاره نړیواله مرسته غوښتې.

دغه هېواد کې د امریکا د سفارت چارواکو د دوشنبې پر ورځ وویل چې امریکايي ځواکونه به د موزمبیک سرتیرو ته د "روغتیايي او ارتباطي تجهیزاتو" د مرستې ترڅنګ دوه میاشتې روزنه ورکړي.