الاسکا کې ناسته؛ چین او امریکا پر یو بل توندې نیوکې وکړې او تورونه یې ولګول

Opening session of US-China talks in Anchorage, Alaska, March 18, 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د چین او امریکا جګپوړو چارواکو واک ته د جو بایډن راوروسته د لومړنۍ لوړې کچې ناستې پر مهال توندې نیوکې او تورونه تبادله کړي دي.

دغه ناسته په الاسکا کې روانه ده.

چیني چارواکو پر امریکا تور پورې کړ چې ګواکې هېوادونه "پر چین برید" ته لمسوي او امریکايي چارواکو وویل چین د ناسمې لپاره نمایشي په مخ روان دی.

د دغو دواړو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ اړیکي له اوږدمهاله ترینګلي دي.

امریکا ژمنه کړې چې په دې ناسته کې به سینکیانګ کې له اویغور مسلمانانو سره د چلن لانجمنه موضوع هم راپورته کوي.

د امریکا لخوا پکې بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن او د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان او د چین له اړخه پکې بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د واکمن کمونیست ګوند د بهرنیو اړیکو مسئول یانګ جیچي برخه اخیستې ده.

یوه امریکايي چارواکي ویلي نورو خبرو لکه څنګه چې پلان شوې وه، دوه ساعته د بندو دروازو تر شا "په حقیقي، جدي او مستقیم ډول" دوام وموند.

ښاغلي بلېنکن د بندو دروازو تر شا له خبرو وړاندې په یوه صریح بیان کې وویل چې امریکا به "د چین د کړنو له اړخه د سینکیانګ، هانګانګ، تایوان په امریکا د سایبري بریدونو او له اقتصادي اړخه زموږ د متحدانو د ګواښلو په ګډون په خپلو اندېښنو خبرې وکړي."

هغه وویل:

"له دې هر عمل پر قوانینو ولاړ نظم او د نړیوال ثبات دوام ګواښي."

په ځواب کې ښاغلي یانګ واشنګټن تورن کړ چې له خپلې مالي برلاسۍ او پوځي ځواکمنتیا د نورو هېوادونو د ځپلو لپاره ګټه اخلي.

هغه وویل امریکا د "عادي سوداګریزې راکړې ورکړې د انقطاع لپاره د ملي امنیت په اصطلاح له ادراک څخه ناوړه ګټه اخلي او ځینې هېوادونه پر چین برید ته لمسوي."

ښاغلي یانګ زیاته کړی په امریکا کې بشري حقوق تر ټولو ټیټې کچه کې دي او تور پوستي امریکایان وژل کېږي.

ښاغلي سلیوان وویل واشنګټن له چین سره جګړه نه غواړي خو زیاته یې کړه:

"موږ تل د خپلو اصولو، خپلو خلکو او خپلو ملګرو لپاره درېږو."

چین او امریکا ګډ کار کولی شي؟

د نړیوالو رسنیو پر وړاندې د دغو د نیوکو او تورونو تبادلې تر یو ساعت ډېر دوام وکړ. دا د تېر کال جون کې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره له ناستې راهیسې د امریکا او چین ترمنځ د لوړې کچې لومړنۍ ناسته ده.

امریکايي پلاوي وروسته چین تورن کړ چې دواړو خواو ته د دوو دقیقو د پرانیستونکو څرګندونو پروتوکل یې نقض کړی دی.

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي د چیني پلاوي د غړو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي: "اغراق امیزه دیپلوماتیکه ننداره تر ډېره د کورنیو مخاطبانو د جلب لپاره وي" او دا چې امریکا به له پلان سره هم خبرو ته دوام ورکړي.

چیني چارواکو وروسته د دولتي رسنیو له لارې څرګندونو کې وویل چین نه، بلکې امریکايي اړخ د پرانیستونکو څرګندونو په اوږدولو سره له هغه پروتوکول سر غړولی چې توافق پرې شوی و.

دوی امریکا تورنه کړه چې "د چین په کورنیو او بهرنیو پالیسیو یې بې بنسټه بریدونه" کړې دي.

د ښاغلي یانګ څرګندونو کې یو مثبت ټکی دا و چې ویې ویل "د امریکا - چین اړیکو کې تېرې جدي ستونزې باید دوام و نه کړي."

د چین - امریکا د اختلاف وړ مسایل څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

امریکا په چین تور پورې کوي چې په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو نسل وژنه روانه کړې ده

دا مسایل ډېر دي. د ساري په ډول سوداګري. امریکا چین تورنوي چې د صنایعو د سبسایډۍ، د فکري ملکیت د پټولو، د خپل پولي واحد د ارزښت په ټیټ ساتلو، او سوداګرۍ پر وړاندې د خنډنو د جوړولو په څېر ناعادلانه چلن کوي.

په ځواب کې چین غواړي چې د ډونلډ ټرمپ د ادارې پر مهال له چین څخه په وارداتي توکو لګول شوې لوړې تعرفې لمنځه یوړل شي.

چین پر امریکا دا تور هم لګوي چې د هواوي په څېر د ټکنالوجۍ برخه کې بریالۍ چیني کمپنۍ ځپي.

بشري حقوق او دیموکراسي د دواړو خواو ترمنځ د اختلاف بل مورد دی.

امریکا په چین تور پورې کوي چې په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو نسل وژنه روانه کړې ده او هانګ کانګ کې یې د وروستي امنیتي قانون په معرفي کولو سره دېموکراتیک حقوق محدود کړي دي.

بیجینګ بیا دغه دواړه خپل کورني مسایل ګڼي او له امریکا غواړي چې مداخله دې پکې نه کوي.