جو بایډن د الوتکې پر زینه وښویېد, خو سپینه ماڼۍ وایي "ولسمشر ښه دی"

بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن مریلنډ کې الوتکې ته د ختلو پر مهال ځینه یا پوړۍ کې درې ځلې تمبېږي.

له بایډن سره ښی لاس چې د ځینې پر میله یې اېښې او چپ لاس چې پر اړکیو یې ږدي له غورځېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.

نوموړی له خپلو ساتونکو له همکارۍ غوښتلو پرته الوتکې ته پورته کېږي او د ځینو له سره سلام کوي.

د نوموړي دغو تمبېدو ته پراخ غبرګون وښودل شو.

خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند رسنیو ته ویلي، ولسمشر جو بایډن سل سلنه ښه دی.

۷۸ کلن جو بایډن د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو بوډا ولسمشر دی.

تېر مني کې یې هم له خپل سپي سره د لوبې پر مهال پښه ماته شوې وه.

نوموړي تېرو ټاکنو کې جمهوریپال سیال ډونلډ ټرمپ ته ماتې ور کړه او د امریکا ۴۶ ولسمشر شو.