پاکستان: لومړی وزیر عمران خان پر کورونا وېروس اخته شوی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په کورونا وېروس اخته شوی دی. د ښاغلي خان روغتیاپال ډاکتر فیصل سلطان په یوه ټویټر پیغام کې تایید کړې، چې لومړی وزیر په کورونا اخته شوی او په کور کې یې ځان قرنطین کړی دی.
د یادونې ده چې لومړي وزیر خان دوې ورځې مخکې پر پنجشنبه د کورونا ضد واکسین کاروولی، خو ماهرین وايي، د واکسین له لوري د بدن مدافعت قوت یا انټي باډیز پیدا کېدل به څو اونۍ وخت واخلي.
د چین له لوري چمتو شوي ساینوفام واکسین لومړی ځل له لګولو ۲۱ ورځې وروسته باید دویم ځل هم وکاروول شي.
پاکستان کې دا مهال شپیته کلونو کسانو ته د کورونا مخنیوي واکسین ورکول کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې لومړی وزیر خان څنګه پر دې وېروس اخته شوی، خو د یادونې ده، چې نوموړي په غونډو کې هم ګډون درلود.
ښاغلي خان له دې مخکې له بهرنیو مېلمنو سره هم لېدنې درلودې او څو ورځې مخکې یې د پرمختیايي چارو څارنې لپاره خیبر پښتونخوا ایالت ته هم سفر کړی.
عمران خان د پنجشنبې پر ورځ د کورونا ضد واکسین ولګول
د پاکستان فدرالي وزیر اسد عمر وايي، هغه وخت چې لومړي وزیر واکسین وکاروول له دې مخکې پر وېروس اخته شوی و.
د ښاغلي عمر په خبره د وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره بندیزونه پلي کېږي.
بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر سلاکار له خلکو غوښتي چې 'احتیاط ' وکړي، ځکه په وینا یې دا د 'بې احتیاطي ' کولو لپاره مناسب وخت نه دی، 'د ناروغانو شمېر ډېر شوی او پسې ډېرېږي. '
ډاکتر فیصل سلطان وايي، ''خدای مه کړه، هسې نه چې دا وضعیت زموږ له لاسه ووځي. '' ډاکتر سلطان وايي، د ناروغانو شمېر ډېرېدو له کبله پر روغتونونو فشار ډېر شوی او په وینا یې دا حالت تر 'ځورونکي ' بریده غځېدلای شي.
له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د واکسین له لګولو وروسته لومړي وزیر عمران خان له پاکستانیانو وغوښتل چې د کورونا وېروس دریېمې څپې مخنیوي په پار د خوندیتوب لپاره لارې، چارې عملي کړي.