چورلکې غورځېدو پېښه؛ حمدالله محب: هر څوک چې د نظام پر ضد ودرېږي، جګړه ورسره کوو

محب

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

محب الله محب وايي، قومندان علیپور د حکومتولۍ فعالېدو پر ضد وسله پورته کړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، هر څوک چې د نظام پر ضد ودریږي، دوی یې پر وړاندې جګړه کوي. ښاغلی محب وايي، 'په دې برخه کې د طالبانو او علیپور د کړنو ترمنځ توپیر څه دی؟ ' ځکه د ده په وینا دواړه د سیمه ییزې حکومتولی او د نظام مخه نیسي.

ښاغلي محب دا څرګندونې د لمریز کال پر وروستۍ ورځ د امنیتي حالاتو په تړاو له نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره یو ځای د رسنیو پوښتنو ته ځواب کې وکړې.

په دې غونډه کې تر ډېره پوښتنې او ځوابونه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د پوځ د یوې غورځول شوې چورلکې په تړاو وې.

ښاغلي محب وویل:

''د علیپور ضمانت شوی و، خو کومې ژمنې یې چې کړې، نه دی پرې درېدلی، ځکه په هغو ولسوالیو کې هغه مهال د حکومتولي فعالولو اجراات پیل شول، ده د حکومتولۍ د فعالېدو پر ضد اقدامات وکړل، دلته د مخالف نظر څرګندولو لپاره کافي فرصت شته، که هغه د مظاهرو له لارې یې او که د نورو سیاسي فعالیتونو له لارې، لاسرسی هم لري، خو که څوک وسله پورته کوي او جګړه کوي، نو بیا یې تکراروم، د طالب او ده تر منځ توپیر څه دی؟ ''

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا غونډې ته وویل، ''د امنیتي حالاتو د خرابېدو په پلمه به له چا سره څه مراعت ونه شي. ''

نوموړی وايي، هر چا چې د دوی ملګري وژلي باید ځواب یې هم ورکړي او د خپلو قربانیانو دفاع کوي.

درې ورځې وړاندې د پوځ یوه څرخي الوتکه په د میدان وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې راوغورځول شوه چې په پایله کې یې څلور پیلوټان او د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتېري ووژل شول.

یوه سیمه ییز قومندان عبدالغني علیپور منلې، په بهسودو کې د افغان پوځ چورلکه دده کسانو غورځولې ده.

د عکس سرچینه، د افغانستان دفاع وزارت

د عکس تشریح،

د افغانستان دفاع وزارت ومنله چې د دغه وزارت ارزونې او ترلاسه شوي سندونه او مدرکونه ښيي چې د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک چورلکه د عبدالغني علیپور کسانو غورځولې ده.

هغه له یوه خبری چېنل سره خبرو کې ادعا کړې چې له څو ورځو راهیسې حکومتي او د بهرنیو ځواکونو الوتکو پر دوی بریدونه کول چې پایله کې یې د ده شپږ ملګري وژل شوي او یو کس ټپي دی.

خو ددفاع سرپرست وزیر وايي دوی د خپلو ټپیانو د لېږدولو لپاره سیمې ته تللي وو او د کومو عملیاتو دنده یې نه درلوده.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ویلي هغه کسان چې دا الوتکه یې غورځولې په سختې سزا به یې محکوم کړي او غچ به یې اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دغه راز غونډې ته وویل، سږ کال به پوځي عملیات نه اعلانوي خو په وینا یې د ګواښونو پر وړاندې به له وړاندې ګامونه اوچتوي.