د نړۍ لر او بر کې د نوروز ورځې انځورونه

خلکو نوروز به سندرو او نڅا ولمانځه

د عکس سرچینه، Getty Images

نن یکشنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونو کسانو د نوي کال لومړۍ ورځ (نوروز) ولمانځله. دا نه یوازې د نوي کال، بلکې د نوې پنځلسمې پېړۍ پیل هم دی.

خو سږ کال په افغانستان، ایران او نورو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله د نوروز جشن د تېرو کلونو پرتله یو څه کم رنګه و.

د افغانستان مزار شریف ښار کې له محدودیتونو سره سره بیا هم ګڼو خلکو د جنډې پورته کېدو مراسمو کې ګډون وکړ.

دې مراسمو ته ګڼې مېرمنې هم ورغلې وې. په مزار شریف ښار کې د نوي کال لومړۍ ورځ تل د مېلې او مراسمو ورځ وي.

په تهران کې بیا د روغتونو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو هڅه وکړه چې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره هم د نوروز ورځې مراسم ترتیب کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د تهران په بازارونو کې خلکو ډول ډول خوراکي توکي خرڅلاو ته ایښي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ایران کې ځینې خلک نوروز له کوچنیو طلایي رنګه کبانو سره هم لمانځي

د عکس سرچینه، Getty Images

په استانبول کې کردانو د نوروز پر ورځ خپله دودیزه نڅا وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ایران کې پارسي مذهبه وګړي د نوروز پر ورځ خپلو عبادت ځایونو ته ولاړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

په هندي کشمیر کې یو دود دا دی چې ځینې خلک د نوي کال پر ورځ پر خپل پوستکي ګونګټې پرېږدي. دوی په دې باور دي چې دا ګونګټې د انسان له بدنه چټله وینه وباسي او روغتیا یې ورسره ښه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عراق په کرد مېشته سیمه کې خلکو د نوي کال پر شپه اورلوبه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د ټولو عکسونو کاپي رایټ/ د ملکیت حق خوندي دی