نرېندر مودي عمران خان ته: هند له پاکستاني ولس سره د ښو اړیکو هیله لري

عمران مودی

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي پاکستاني سیال عمران خان ته په یوه لیک کې د پاکستان ورځې مبارکي ویلو سره زیاتوي، چې هند د ګاونډي هېواد په توګه له پاکستاني ولس سره د ښو اړیکو هیله لري.

د نوموړي په خبره، د دې هیلې ممکنولو لپاره "له ترهګرۍ او دوښمنۍ تش او له باور ډک چاپېریال ته اړتیا ده. "

د هند ولسمشر رام نات کووند هم پاکستاني سیال عارف علوي ته په لیک کې د پاکستان ورځې مبارکي ویلې ده.

اسلام اباد د مارچ درویشتمه د پاکستان ورځې یا یوم پاکستان په نوم لمانځي.

عمران خان ته د ښاغلي مودي لیک په داسې مهال دی چې دواړو هېوادونو کشمیر کې پر کنټرول کرښه نوی اوربند کړی دی.

تېره میاشت دواړو هېوادونو کې د پوځي عملیاتو مشرانو ناڅاپه پر کنټرول کرښه اوربند اعلان کړ او له هغه راهیسې دا اوربند پوره پلی شوی دی.

پر دې سربېره د پاکستان د سیند سند د اوبو کمېشنر سید مهر علي شا په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی نوي ډېلي کې له هندي سیالانو سره د طاس سند تړون کلنۍ خبرې لري.

دوه کاله وروسته بیا دواړه هېوادونه دا خبرې کوي.

دا ډول د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم یوه وینا کې ویلي، اسلام اوباد او نوي ډېلي ته تېر هېرول او مخ په وړاندې ګام اېښودل پکار دي.

نرېندر مودي نور څه وايي؟

نرېندر مودي په لیک کې پاکستاني ولس ته د پاکستان ورځې مبارکي وايي او د عمران خان مخاطبولو سره زیاتوي، چې دې ستونزمن وخت کې د کورونا له ننګونو د پاکستاني ولس د وتلو هیله لري.

تېرو ورځو کې چې عمران خان په کورونا اخته شو، نو هندي سیال ورته د رغېدو هیله وکړه.

د نرېندر مودي د لیک غبرګون کې د پاکستان د انساني حقونو وزیر شرین مزاري په ټوېټ کې لیکي:

"د ښو هیلو د ګام هرکلی کوو، خو هند باید په دې وپوهېږي چې د باور او له ترهګرۍ او دوښمني پرته ماحول یواځې هغه وخت ممکن دی چې تر واک لاندې کشمیر او پاکستان کې هند حکومتي ترهګري ختمه کړي او د کشمیر کشاله خبرو سره حل شي. پایښتي سوله د کړکېچ حل پورې تړلې ده. "

د پردې تر شا څه روان دي؟

د عکس سرچینه، @ShireenMazari1

د پاکستان او هند اړیکو کې دې مثبت پرمختګ سره اټکل کېږي چې دریم ځواک هم پکې رول لري.

د سعودي مرستیال بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر څو ورځې مخکې وویل، ریاض د نوي ډېلي او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅه کوي.

ښاغلی جبیر له عرب نیوز سره مرکه کې زیاتوي، سعودي ټوله سیمه کې امن غواړي او د دې لپاره په څو کچو هڅه کوي.

شنونکي وايي، دا پرمختیاوې د پردې شا ته پرمختګ نتیجه ښيي.

د ویډیو تشریح،

د هند او پاکستان له جوړېدو دا دی ۷۰ کاله ووشول. دا درښیو چې دا هېوادونه څنګه جوړ شول او څه ستونزې یې زېږولي دي؟