شتمن دولتونه ولې مخ پر وده هېوادونو کې د واکسین تولید 'مخه نیسي؟'

ډېري ماهرین وايي، واکسینو ته په نړیواله کچه مساوي لاسرسي ډېر مهم دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

ډېري ماهرین وايي، واکسینو ته په نړیواله کچه مساوي لاسرسي ډېر مهم دی.

د کورونا وېروس وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې یوه ستونزه موجوده ده؛ موږ د ریکارډ تر کچې کم وخت کې بېلا بېل واکسین جوړ کړل، خو دا واکسین اوس د نړۍ یوازې یوه کوچنۍ برخه کې تطبیق او لګول کېږي.

دا واکسین چین، امریکا، بریتانیا، روسیه او هند کې جوړ شوي او تر ډېره همدغو ځایونو پورې محدود پاتې دي، ځکه دغو هېوادونو د خپلې اړتیا وړ اندازه پېرلي او دا کار د دې لامل شوی چې د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو زیانمنو خلکو ته د دغه واکسین نسبتاً کم ډوزونه ورسېږي.

ځینې مخ پر ودې هېوادونه وايي دوی ښايي پخپله واکسین تولید کړي چې دا به واکسین ته د بې وزله هېوادونو لاسرسی پراخ کړي.

هند او سویلي افریقا د سوداګرۍ له نړیوال سازمان 'ډبلیو ټي او ' غوښتي چې د واکسینونو د تولید د حق په اړه امتیازي قوانین نرم کړي، چې د واکسین تولیدونکي محدودوي.

خو د شتمنو هېوادونو حکومتونه او درمل جوړونکې کمپنۍ د دغه کار مخالفت کوي او وايي دا ګام به وبا ته د رسېدو لپاره نړیوال غبرګون او راتلونکې کې د واکسین جوړولو چاره زیانمنه کړي.

اوس څوک د واکسین جوړولو حق لري؟

د روغتیا نړیوال سازمان تېره فبرورۍ کې وویل چې تر دې دمه د کوویډ-۱۹ دوه سوه میلیون ډوزه واکسین تجویز شوي، خو ۷۵ سلنه یې د نړۍ په لسو شتمنو هېوادونو کې خلکو ته لګول شوې دي.

د شمالي کارولینا په ډوک پوهنتون کې د نړیوالې روغتیا او عامه پالیسۍ د استاد ګاوین یامي په وینا دې له سره په توپیر د نړۍ ۱۳۰ نورو هېوادونو بیا - چې دوه نیم میلیارده وګړي پکې ژوند کوي - تر دې دمه ان یو ډوز واکسین هم نه دی ترلاسه کړی.

هغه بي بي سي ته وویل: "دا ډېره ناهیلې کوونکې ده چې ګورئ شتمنو هېوادونو تاخچې څرنګه تشې کړې دي. واکسین چور شوي، اصلآ وايي "لومړی زه" او "یوازې زه" - دا چاره نه یوازې دا چې ډېره ناعادلانه ده بلکې د عامې روغتیا له اړخه وحشتناک چلن هم دی."

خو بډای دولتونو مخ پر ودې هېوادونو ته د واکسین رسېدو لپاره لږترلږه له مالي اړخه د نړیوالو هڅو ملاتړ کړی دی.

مخ پر ودې هېوادونو ته د دوه میلیارد ډوزه واکسین د برابرولو لپاره نړیوال نوښت کوواکس، او د کوویډ-۱۹ ټکنالوجۍ ته د لاسرسي چوکاټ (سي-ټپ) دواړه هیله من دي چې د واکسین پراخ او برابر ویش به تضمین کړي.

سي-ټپ د واکسین جوړولو برخه کې د مالوماتو او فکري مالکیت د حقوقو د شریکېدو غوښتنه کوي.

خو دا دواړه پروژې له ستونزو سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم وايي، نړۍ 'د مورال ضعف پاڼ ژۍ ته رسېدلې.'

کوواکس کې که څه هم د زیانمنونکو وګړو د واکسیناسیون سیستمونه فعال دي، خو پر دغه سیستم ډېرو کمو باورمنو او متکي هېوادونه تر اوسه د واکسین وړاندیز پیل کړی، ځکه تر اوسه لا د واکسین د مرستندویه ټولګو ورسېدو ته سترګې په لار دي.

په ورته ډول سي-ټپ هم چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا په ۲۰۲۰ کال رامنځ ته شوی، تر دې دمه ډېر کم ځواب ترلاسه کړی دی.

د بې پولې ډاکترانو غېردولتي اداره کې د بهرنیو اړیکو مسئوله راکویل ګونزالېس وايي: "تر نن ورځې هېڅ ټکنالوجي نه ده شریکه شوې. هېڅ نه دي شریک شوي. په بله اصطلاح، سي-ټپ کې د تولید ټولګه په صفر ولاړه ده."

نوموړې زیاتوي: "دا داسې نوښت و چې په غېر مستقیم ډول یې په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونو کې (د واکسین) جوړولو ډېرېدو ته اجازه ورکوله و، خو له درمل جوړونکې صنعت څخه یې چې په دې تړاو د امتیاز د حقوقو خاوند دی، هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی."

که څه هم اوس د اسټرازېنېکا او د هند د سېروم انسټیټیوټ او دا راز د جانسن اینډ جانسن او د سویلي افریقا د اسپېن فارماکئر ترمنځ د هوکړو په څېر د واکسین د تولید او ویش دوه اړخیز تړونونه شته، خو منتقدان وايي دغه کار واکسین ته نړیوال لاسرسی نشي تضمینولی.

څه شی د تولید مخه نیسي؟

د واکسین تولید د اختراع او امتیازي حقوقو د قانون له لارې کنټرولېږي، چې د درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د نویو درملو د جوړول حق خوندي او دا تضمینوي چې نور څوک یې نشي جوړولی.

دا دغو کمپنیو ته اجازه ورکوي چې د خپلو تولیداتو پر اندازه او بیه دواړه کنټرول ولري، خو درملو ته د بې وزله هېوادونو او وګړو لاسرسی هم سختوي.

هند او سویلي افریقا د سوداګرۍ له نړیوال سازمان غوښتي چې لږترلږه د کورونا وبا پر مهال د واکسین د فکري مالکیت حقوق وځنډوي او د لنډې مودې لپاره د اختراع د حق ثبتېدل ودروي.

د بې پولو ډاکترانو له سازمانه اغلې ګونزالېس وايي دغه کار د ټکنالوجۍ او علمي پوهې لېږد اسانوي او پایله کې یې مخ پر ودې هېوادونه کولی شي چې د واکسین تولید ډېر کړي او خپلو وګړو ته یې د لاسرسي وړ وګرځوي.

هغه زیاتوي: "هند او سویلي افریقا دا وايي چې که پوهه ورسره شریکه شي نو د دوی درمل جوړونکې لابراتوارونه او تولیدونکې کارخونې تولید پیلولی شي. که پوهه ورسره شریکه نه شي نو یوازې هغه کمپنۍ به واکسین جوړوي چې د امتیاز حق یې لري."

خو ایا دا به ستونزه حل کړي؟

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح،

اوسمهال ښتمن هېوادونه واکسین تولیدوي او د خپل نفوس لپاره یې اخلي.

د درمل جوړونې د صنعت پوهان وايي دا کار دمګړۍ له اوسنۍ اندازې د ډېر واکسین جوړېدو سره مرسته نه کوي.

د درمل جوړونکو او د هغوی د ټولنو د نړیوال فدراسیون (ای ایف پي اېم اې) عمومي رییس ټوماس کوئني وايي، ستونزه د فکري مالکیت حقوقو کې نه ده.

هغه پوهه ډېره مهمه ګڼي، خو ترڅنګ یې د اومو موادو، اجزاو او وړتیا کمښت ته هم اشاره کوي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "دمګړۍ د اختراع د حق د نوم او د امتیاز حقوقو د لغوه کېدو په تړاو بحث، ان یو ډوز اضافه واکسین هم نه درکوي."

هغه زیاتوي: "هغه څه چې شریکېدو ته یې اړتیا ده... وړتیا، اومه مواد او اجزاء دي. د یوه کېک د جوړولو لارښود ښايي له هر پخوونکي ترلاسه کړئ، خو دا په دې معنا نه ده چې تاسې به د کېک د پخولو په څرنګوالي هم پوه شئ."

پر دې سربېره درمل جوړونکو مشرانو د فایزر او استرازېنېکا په ګډون کمپنیو لخوا لاسلیک او ولسمشر جو بایډن ته استول شوي لیک کې ادعا کړې چې د اختراع او تولید امتیازي حقوقو نرمېدل د واکسین نوښت او پانګونې ته ډېر زیان اړوي.

په لیک کې ادعا شوې چې دا چاره به د دې پر ځای چې تولید چټک کړي، د دوه زړیتوب او فکري ګډوډۍ په رامنځته کولو سره پر واکسین عام باور کم او په دې توګه دې "وبا ته نړیوال غبرګون اغیزمن" کړي.

ایا تاریخ بیا تکرارېږي؟

دا لومړی ځل نه دی چې مخ پر ودې هېوادونو کې درملو ته د لاسرسي لپاره د امتیاز ي حقوقو د نرمېدو غوښتنه کېږي.

په ۹۰یمه لسیزه کې چې کله افریقا کې د 'ایچ ای وي' وبا خپره شوه، د دې لویې وچې بېلابېلو حکومتونو د وېروس ضد ژوند ژغورونکو درملو د امتیازي تولید د حقوقو د لغوه کېدو غوښتنه راپورته کړه.

خو شتمنو هېوادونو چې دغه درمل یې جوړول او له وړاندې پکې کارېدل، دا غوښتنه رد کړه.

لس کاله یې واخیستل چې دغه درمل کم عایده هېوادونو کې د جوړوونکو دیوانو لخوا د هغو پر خرڅلاو د ممنوعیت له اېښودل شوې بیې پرته د لاسرسي وړ وګرځي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په شتمنو هېوادونو کې هم د جرمني کولون ښار دغه وضعیت په څېر د واکسین لپاره اوږده کتارونه تر سترګو کېږي.

اوسنۍ وبا کې د کوواکس او سي-ټپ په څېر نوښتونه د دې لپاره جوړ شوي چې د دغه وضعیت د تکرار مخه ونیسي.

درمل جوړونکو کمپنیو او دولتونو که څه هم ویلي چې د دغو نوښتونو مالي ملاتړ یې کړی، خو پیسې هم پر نورو لارو تللې دي.

تېره فبرورۍ "دې لانسېت' په نوم طبي ژورنال کې یو خپور شوی رپوټ ښيي چې د واکسین تولیدونکو د خپل واکسین د مالي تامین لپاره ۱۰ میلیارد ډالره عام او غېرانتفاعي فنډ ترلاسه کړی دی.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې دغه پېسې ښايي پام کې و نه ساتل شي، ځکه د دغو پروژو په تړاو مالومات په عامه کچه نه دي شریک شوي.

نیوکګر استدلال کوي چې که درمل جوړونکو کمپینو میلیاردونه ډالر دولتي بودیجه ترلاسه کړې وي، نو بیا دا مسئولیت ورګرځي چې خپله ټکنالوجي شریکه کړي.

د دې برخې کمپاینران وايي پر دې سربیره د دې وبا له ختمېدو وروسته هم له دې لارې ډېرې پیسې ترلاسه کېدای شي.

نړیواله روغتیايي فعاله او د فکري مالکیت د حقوقو سلاکاره اېلن تهوېن بي بي سي ته ویلي، اړتیا ده چې مخ پر ودې هېوادونو ته "یوه ونډه ورکړ شي."

هغه وايي: "څرګنده ده، د هغوي اوږدمهاله پلان دا دی چې د دې وبا د بېړني پړاوو له پای وروسته د دغو واکسینو بیه لوړه کړي - همدا یو بل لامل دی چې مخ پر ودې هېوادونه وايي موږ اوس پخپله د دغه واکسین د جوړولو د وړتیا د ترلاسه کېدو اړتیا لرو."

نوموړې زیاتوي چې "دا کار یو بل اړخ هم لري، هغه دا چې که تاسې د واکسین د تولید پوهه د نړۍ نورو یا ټولو خواو ته لوړه کړئ، راتلونکې وبا ته له لا ښه چمتوالي سره مرسته کوئ."

د روغتیا نړیوال سازمان غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نړۍ د هغه څه پایله کې چې د "واکسین اپارتاید" یا توپیري چلن بلل شوی د "ناورین زېږوونکې اخلاقي ناکامۍ په درشل" ولاړه ده.

د دغه سازمان مشر تېدروس ادهانوم ګېبریسوس جنورۍ کې وویل دا عادلانه نه ده چې د شمتنو هېوادونه ځوانو او روغو خلکو ته دې د بې وزله دولتونو له زیانمنونکو وګړو وړاندې واکسین ولګول شي.

ډاکتر تېدروس وویل د "لومړی زه" تګلاره د ځان د ناکامۍ لامل ګرځي، بیې به لوړه او احتکار به تشویق کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر زیاته کړه چې "بالاخره به دا کړنې وبا، د هغې د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه او بشري او اقتصادي کړاوونه اوږده کړي."