میانمار کې تر ټولو خونړۍ ورځ، ۸۹ کسان وژل شوي

Protesters in Yangon

د عکس سرچینه، Reuters

په میانمار کې امنیتي ځواکونو لسګونه کسان وژلي دي. فعالان تېره میاشت په دغه هېواد کې د پوځ له واکمنېدو وروسته نننۍ ورځ تر ټولو خونړۍ بولي.

د سیاسي زندانیانو مرستې سازمان 'اې اې پي پي ' مسوولینو په وینا له ځايي وخت سره سم ګهیځ د ماشومانو په ګډون د ۸۹ کسانو وژنه تایید شوې ده.

د اخ و ډب دغه پېښې د امنیتي ځواکونو ملي ورځې په مناسبت له خبرداري سره سره واټونو ته د احتجاجیانو له وتلو وروسته شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

مخکې ادعا کېده چې د احتجاجیانو له منځه ډزې شوې

امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې تاوتریخوالی غندلی دی.

د تېرې فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې کودتا وشوه، د دې هېواد احتجاجونو کې د نننیو وژنو په ګډون نژدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د شنبې پر ورځ احتجاج کوونکي د پوځ له هغه خبرداري سره سره چې وايي، له سخت ځواکه به کار واخلي، په لارو کوڅو کې یو ځای شول.

د ملي ټلویزیون په یوه خبرداري کې ویل شوي و، چې احتجاج کوونکي به په 'سر ' او 'ملا ' په ډزو وویشتل شي.

پوځیان د لاریونونو مخنیوي لپاره لارو کوڅو کې ګرځېدل.

بل لور ته یوه ځايي اوسېدونکي تهو یا زاو رویټرز خبري اژانس ته وویل:

''دوی مو په خپلو کورونو کې هم د چرګانو او مرغانو غوندې وژني، خو موږ به خپل احتجاج روان وساتو. ''

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په یانګون کې د احتجاجیانو او پوځیانو تر منځ اخ و ډب شوی

د بشري حقونو څار ادارې هیومن رایټس واچ اسیا څانګې مرستیال مشر پیل رابرټسن له بي بي سي سره خبرو کې وضعیت 'بوږنونکی، ظالمانه او د نه منلو وړ 'بللی:

''دا ښکاره خبره ده، چې نن تر ټولو زیاته خونړۍ ورځ وه. ''

په یانګون کې د امریکا کلتوري مرکز مسوولین وايي، د دوی پر ودانۍ هم ډزې شوې، خو څوک ټپي شوي نه دي.

د وسله والو ځواکونو ورځې په مناسبت یوه وینا کې چې د میانمار له ملي ټلویزیونه خپره شوه، د کودتا مشر مین اونګ هلاینګ د ټاکنو ترسره کولو ژمنه تکرار کړه، خو د مشخصې نېټې یادونه یې نه ده کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مین اونګ هلاینګ احتجاجیانو ته خبرداری ورکړی و

نوموړي وویل:

''پوځ غواړي له ټول ولس سره په شریکه د دیموکراسي ساتلو هڅه وکړي، د غوښتنو لپاره تاوتریخوالی چې بې ثباتي راولي، او امنیت ګډوډوي ناوړه کار دی. ''

نوموړي زیاته کړه، پوځ ځکه واک تر لاسه کړ، چې د ده په وینا په دیموکراتیکه توګه ټاکل شوې انګ سو څې او ګوند یې 'غیر قانوني ' کارونه کول.