امریکا میانمار کې د "وېرې حاکمیت" وغانده

Family members cry in front of a man after he was shot dead during an anti-coup protesters crackdown in Yangon, Myanmar, March 27, 2021.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د کورنۍ غړي مظاهره کې پر خپل وژل شوي غړي ژاړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، واشنګټن په میانمار کې د شبنې ورځې معترضانو وژنې "بوږنولی" دی.

د ځینې رپوټونو له مخې د شنبې په ورځ د میانمار امنیتي ځواکونو له سلو ډېر معترضان ووژل او دا په دغه هېواد کې له پوځي کودتا راهیسې لاریونوالو ته تر ټولو مرګونې ورځ وه.

ښاغلي بلېنکن د میانمار پوځ "د وېرې پر حاکمیت" تورن کړ او ویې ویل، دا وژل ښيي چې پوځي واکمنان د ډېر کم شمېر کسانو د خدمت لپاره تیار دي چې خلک قرباني کړي:

"د میانمار زړور خلک د پوځیانو د وېرې حاکمیت نه مني. "

د امریکا سفارت لا مخکې ویلي، "امنیتي ځواکونه بې وسلې ولس وژني" او اروپايي ټولنې ویلي میانمار کې به "د شنبې ورځ د ترور او بې عزتۍ ورځې په نوم ثبت شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم ویلي، سخت شوک شوی.

د ماشومانو په ګډون د لاریونوالو ځپل په داسې مهال دي چې ولس د پوځ له خبرداریو په سرغړونې کوچنیو او لویو ښارونو کې سړکونو ته ووتل.

د سیاسي بندیانو ملاتړې ټولنه په نوم څارډله تاییدوي چې پرون میانمار کې ۹۱ کسان وژل شوي او ځینې ځايي رسنیو خو دا شمېر تر دې ډېر بللی دی.

مینګیان کې تو یا زاو رویټرز ته ویلي: دوی مو د چرګو او مرغانو په څېر وژني ان په خپلو کورنو کې هم، خو موږ به خپل اعتراض جاري ساتو.

له فبرورۍ اولې چې میانمار کې د متعرضانو ځپل پیل شوي، له وروستي تاوتریخوالي سره د وژل شویو شمېر تر څلور سوو زیات شو.

پرون څه تېر شول؟

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د میانمار پوځي مشر وايي، تاوتریخوالی ټیکاو ګواښي.

لاریونوالو په داسې حال د پراخو مظاهرو بلنې خپرولې چې مخکې پوځیانو خبرداری ور کړی و چې هره ټولېدنه به له ځپونکي ځواک سره مخ شي.

یانګون ښار کې رسنۍ وايي، امنیتي ځواکونو د پولیسو له مرکز بهر لاریونوالو باندې ډزې وکړې.

خواله رسنیو کې انځورونه سړکونو کې د اوښلن ګاز او لوګي ورېځ ښيي.

په نورو ښارونو کې هم د ورته پېښو رپوټ ور کړل شوی دی.

د میانمار د پوځ لوی درستیز مین انګ هلینګ د وسلوالو ځواکونو د فسټیوال په ورځ خبرداری ور کړ چې له لاریونونو ډډه وشي.

هغه تلوېزوني وینا کې یو ځل بیا د ټاکنو ترسرولو خبره وکړه، خو د ټاکنو لپاره یې کره نېټه ونه ښوده.

پوځ تر واکمنېدو وروسته ویلي چې تر یو کال به واکمن وي.

د میانمار د وسلوالو ځواکون وورځ پر ۱۹۴۵ کال د جاپان د نیواک مقابل کې د دغه هېواد د پوځي مقاومت د پیلېدو یاد دی.

په دغه پرېډ کې تر ډېره د نورو هېوادونو چارواکي هم ګډون کوي، خو سږنیو مراسمو کې یواځې د روسیې مرستیال دفاع وزیر ګډون درلود.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

معترضان وايي، دوی خپلې هڅې جاري ساتي.

امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې میانمار کې د کودتا له امله د دغه هېواد پر پوځي حکومت بندیزونه لګولي دي.

مین انګ هلینګ د واک خپلولو دفاع وکړه او ویې ویل د ملي ولسواکي ټولنې ګوند او انګ سان سوچي د بې قانونه چارو له امله واک خپلولو ته اړ شو.

د ملي ولسواکۍ ټولنې ګوند تېرو ټاکنو کې ۸۳ سلنه رایې خپلې کړې، خو پوځ وايي، ټاکنو کې درغلي شوې ده او د پارلمان د پرانیستې خنډ او پوځي حکومت یې اعلان کړ.