د چین او ایران د ۲۵ کلنې همکارۍ سند کې څه دي؟

د ایران او چین بهرنیو چارو وزیران له سند وروسته

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح،

د ایران او چین بهرنیو چارو وزیران له سند وروسته

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یې او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف پرون تهران کې د یوې لیدنې په ترڅ کې د چین او ایران د همکاریو سند لاسلیک کړ.

ایراني چارواکو ویلي، دغه سند سیاسي، اقتصادي او استراتژیک عناصر لري خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د همکارۍ د دغه سند په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سند د ایران او چین تر منځ د همکاریو یوه لار نقشه ده او هیڅ تړون پکې نشته.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، دغه سند کې د پانګونې او یا مالي سرچینو په ګډون هیڅ رقم او خاص عدد نشته.

له دې سره همهاله د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ د تړون له مخې چين به په ایران کې د ۴۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې په بدل کې له ایران د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره تېل تر لاسه کړي.

د دغې ورځپاڼې په لیکنه کارپوهانو ویلي، د شنبې ورځې تړون تر ډېره همغه ۱۸مخیزه مسوده ده چې دغې ورځپاڼې تېر کال تر لاسه کړې وه.

نیویارک ټایمز لیکي، هغې مسودې د چین له لوري ایران کې په لسګونو برخو - بانکداري، د لرې لارو اړیکې، بندرونه، پټلۍ، روغتیاپالنې او ټکنالوژ- کې د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره د ۴۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه تشریح کړې وه.

د یو ایراني چارواکي او د تېلو سوداګر په وینا چین به په منظم او لوړ تخفیف تیل ترلاسه کړي.

د انرژۍ په برخه کې د پترولیوم اکونومیست په نوم یوې تحلیلې نشریې هم ورته ارقام خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې دغه مسوده کې د نظامي همکاریو لکه په ګډه د نظامي تمرینونو او روزنې همکاري، د څېړنو او وسلو ورکړې په برخه کې ګډه همکاري او د امنیتي مالوماتو شریکول هم شامل دي.

د ایران او چین تر منځ د دغه اوږد مهالي سند خبر د اوړي په لومړیو کې راپورته شو چې ډېرې نیوکې پرې وشوې.

نیوکګر دغه سند له نورو هغو سندونو لکه ترکمانچای سره پرتله کړی او چین ته له اندازې د ډېرو امتیازاتو په ورکړه یې هغه هم په داسې حالاتو کې چې ایران د امریکا له لوری له یو لړ بندیزونو سره مخ دی اندېښنه ښودلې.

د تېرې مۍ میاشتې په لومړیو کې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژادي له یو بهرني هېواد سره د ملت له سترګو پټ د ۲۵ کلن سند خبرداری ورکړ او ویلي یې دي چې د ایران خلک به هغه په رسمیت ونه پېژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په پارلمان کې یادونه وکړه چې دغه تړون هېڅ کوم پټ او محرمانه موضوعات نه لري خو د پارلمان یو شمېر غړو د هغه خبرې ملنډې وبللې.

ښاغلي ظریف ویلي، کله چې دغه تړون بشپړ شو نو جزیات به یې خپاره شي.

له دې سره د ایران دولت په خپله ژمنه عمل نه دی کړی.

په هغه خبر پاڼه کې چې شنبه سعید خطیب خپره کړه راغلي "په دغه سند کې د هیڅ سیمې سپارل او یا متقابل یا یو اړخیز انحصار موضوع مطرح نه ده نو له همدې امله د هر ډول انحصاري حق ورکول پکې نشته."

خبر پاڼه زیاتوي چې په دغه سند کې کومې سیمې یا حوزې د ادارې، یا ګټه اخیستلو مدیریت نه ده ورکړل شوې.

د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت

د عکس سرچینه، Irna

دغه سند ته د رسېدو په موخه پنځه کال وړاندې خبرې پیل شوې وې. چین د سوداګرۍ په برخه کې د ایران عمده شریک دی او پر ایران پر ۲۰۱۸د امریکا له لورې د تازه لګول شویو بندیزونو وړاندې چین د ایران د تېلو له لویو پېرېدونکو هېوادونو وو.

د دغه تړون وړاندیز ۲۰۱۶ کال کې د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ له لوري تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په لیدنه کې شوی و.

سعید خطیب زاده وویل، زمونږ په باور دغه سند د ایران او چین د اړیکو پراختیا کې رول لوبولی شي.

د شي او روحاني د لیدنې پر مهال دواړو د یوې داسې نقشي په رامنځته کولو سره توافق وکړ چې په بېلابېلو برخو کې متقابله پانګونه وکړي.

شي جین پینګ د خپلې واکمنۍ په موده کې د یو کمربند او یوې لارې نوښت پر مخ بیايي چې په د بنسټیزو پروژو د مالي چمتوالي او په نړیواله کچه د چین د نفوذ د ډیروالي طرحه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم اشاره شوې ده چې دغه سند د چین د یو کمربند او یوې لارې د نوښت یوه برخه ده.

د چین بهرنیو چارو وزیر چې د خپل ایراني سیال په بلنه یې تهران ته سفر کړی و، د شنبې په سهار یې لومړی د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ایران د رهبر ایت الله خامنه یي له سلاکار علي لاریجاني سره ولیدل.

سره له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه سند په اړه د همغږۍ د رسمي مسؤل په توګه یاد شوی خو ویل شوي چې د ایت الله خامنه يي سلاکار علي لاریجاني او د پارلمان پخواني رییس د دغه سند په اړه خبرو اترو کې اصلي رول درلودلی دی.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې له ښاغلي لاریجاني سره د چین د بهرنیو چارو وزیر په لیدنه کې دواړو خواوو پر هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت ولاړو د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د جمعې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ وویل: "د دې لپاره چې سیمه له ګډوډیو ووځي او ثبات ته ورسیږي باید د لویو قدرتونو د ژوپولیتیک سیالۍ له سیوري ووځي. د بهرنیو فشارونو او مداخلو پر وړاندې خوندي وي او د پراختیا لارې چې له خپلو سیمه ییزو واقعیتونو سره سمون ولري، تعقیب کړي. "

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چین او ایران تر منځ دغه سند "له ویاړ ډک او د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو په ګټه" بللی دی.

حکومتي چارواکو تل له دغه سند چې په اړه یې ډيری ګنګوسې مطرح شوې دي، دفاع کړې ده.

ښاغلي وانګ له دې وړاندې سعودي عربستان او ترکیې ته سفر کړی و او تمه ده چې له ایران وروسته متحده عربي اماراتو، بحرین او عمان ته سفر وکړي. هغه ویلي، چې سیمه په یو اساس حالت کې ده او وايي چېن چمتو دی چې د اختلافاتو په دایمي حل کې مرسته وکړي.

د دغه سند جزیات څه دي؟

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح،

د ایران مذهبي مشر سره د چین او ایران ولسمشران.

د ایران او چین دولتونو د دغه سند د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د ایت الله خامنه يي د اقتصادي ډلې مشر علي اقا محمدي د ایران له دولتي ټلویزون سره په خبرو اترو کې د همکاریو په اړه ویلي و، دغه ۲۵ کلنه همکاري "د اقتصادي پروګرامونو په ټولو برخو لکه نفت او ګازو، برېښنايي صنایعو او بنسټیزه پوهه او نورو برخو کې" ده.

پټرولیوم ایکانومېسټ چې د انرژۍ په برخه کې یوه تحلیلي رسنۍ ده د تیر کال د سنبلې میاشتې په ۱۲ مه نېټه یې لیکلي و، تمه کیږي چین د ۲۸۰ میلیاردو ډالرو په اندازه د نفت او ګازو او ۱۲۰ میلیارده ډالرو په اندازه د ایران د لیږد رالیږد صنعت په برخه کې پانګونه وکړي.

د دغې خپرونې د لیکنې له مخې، له دغې پانګونې سره د نفتو د پیر تخفیف هم و، د پراختیايي طرحو په پلي کولو کې یې چین ته لومړیتوب هم ورکاوه او همداراز یې د ایران په خاوره کې د چین د پنځه زرو امنیتي ځواکونو حضور ته هم لاره هواروله.

د دغه راپور له مخې چې د محمد جواد ظریف له خوا دروغ وګڼل شو، چین د نفتو یا تېلو، ګازو او پتروشیمي محصولاتو په پیر کې له ۳۲ سلنه تخیف څخه برخمن کیږي او د پیسو په ورکړه کې د دوو کلونو ځنډ حق به هم ولري.