افغان پولیس چې ښځه یې په لښته وهلې وه له دندې لرې شو

SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس یې د تل لپاره نظام کې له دندې لرې کړ چې د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې یې یوه افغانه په لښته وهلې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، "پر ښځه لاس پورته کول، طالباني کلتور دی او هر څوک چې دا ظلم وکړي ترهګر دی. "

هغه دا هم ویلي چې تورخم کې یې د پولیس له خوا د ښځې وهلو ویډیو ارزولې ده.

د دې وزارت په خبره، دا ویډیو پخوانۍ ده، خو سرتېری پر سزا سربېره له نظام هم وشړل شو.

دا وزارت وايي، پولیس قانون پلی کوي او د مسلکیتوب او وړتیا زیاتولو ته یې کار کېږي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره: پولیس متخصص او ولسي ځواک دی، ځوروونکې چارې یې هیڅکله هم د منلو نه دي.

نږدې اونۍ مخکې د پولیس له خوا د ښځې وهلو ویډیو خپره شوه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل خپله فیسبوکپاڼه کې ولیکل، دا پېښه د نوموړي د کار تر پیل مخکې ده او دمګړۍ سمون راغلی دی.

هغه ټینګار وکړ دې بندر کې یې د بد چلن امنیتي ځواکونه له دندې لرې کړي او پر ځای یې نور کسان ګومارل شوي دي.

د دې ویډو خپرېدو خواله رسنیو کې پراخ غبرګون درلود او خلکو دا پېښه ډېره بده بلله.

د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، RAWA/WORLD PICTURE NEWS

د عکس تشریح،

د طالبانو غبرګون کې خواله رسنیو کې دا انځور خپور شو چې د طالبانو وخت کې له ښځې سره د دوی چلن ښيي.

د دې ویډیو له خبري کېدو وروسته قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم هم خپل ټوېټر کې ولیکل: "انسانیت او د ښځو حقونه چېرته دي."

ښاغلي نعیم د دې ویډیو خپرولو سره خپل ټوېټر کې دعوه وکړه چې دا زړه او ناروغه ښځه وه او غوښتل یې درملنې ته پاکستان ته لاړه شي.

د هغه غبرګون هم خبرساز شو او د خواله رسنیو کارنو کابل سټیډیم کې د یوې ښځې د اعدام انځورونو خپرولو سره وویل: انسانیت دلته دی.

نورو کارنو د ښاغلي نعیم خبره "د پېړۍ سیاسي ټوکه وبلله."

بل کارن لیکلي و ، دا د پولیس فردي عمل دی او ټول خلک او حکومت یې غندي، په هېواد کې قانون هم شته، سزا او پوښتنه هم شته.

نوموړي ښاغلي نعیم ته وینا کې ویلي و: "ستاسو اداره کې، اسلامي قانون او انساني حرمت ته له پام پرته د دورو وهلو څانګې، ښځې، سړي او ماشومان په عام محضر کې په سزا رسول."