د مصر سویز کانال کې بنده بېړۍ روانه شوه

ایورګیون بېړۍ د سې شنبې په ورځ ښخه شوه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

ایورګیون بېړۍ د سې شنبې په ورځ ښخه شوه.

له مصر رپوټونه وايي، چې د دغه هېواد په سویز کانال کې بنده بېړۍ خوځېدلې او اوبو کې روانه شوې ده.

خواله رسنیو کې د دوشنبې ورځې ویډیوګانې ښيي چې ایورګیون ستره باري بېړۍ بیا د کانال په لور تاو شوې ده.

د سمندري خدمتونو شرکت هم وايي، چې دا بېړۍ له خټو اېستل شوې ده.

د کانال چارواکو پرون وویل یوڅه پرمختګ شوی او هیله ده چې د یکشنبې تر ماښام دا بېړۍ بیا په خوځېدو شي.

سویز د نړۍ یو ډېر بوخت کانال او د نړۍ یوه لویه تجارتي لاره ده.

له سه شنبې راهیسې پکې د اېورګېون سترې باري بېړۍ بندېدو سره د کانال لار بنده شوه، چې له امله یې له ۳۰۰ زیاتې تجارتي بېړۍ د کانال دواړو خواوو کې د دې لارې بیا پرانیستو په هیله ولاړې وې.

ځینې بېړۍ اړ شوې چې د افریقا پرشاوخوا اوږده لاره غوره کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ژغورنې بېړیو وکړای شول بنده پاتې بېړۍ ۳۰ درجې وخوځوي.

د شنبې پرورځ تقریبا ۲۰،۰۰۰ ټنه شګې د اېسارې بېړۍ له څنګه لېرې کړل شوې او د ۱۴ بېړیو په مرسته هڅه وشوه چې اېورګېون بېړۍ راکش کړي او له خټو یې راوباسي.

که څه هم باد او د اوبو پیاوړو څپو د بېړۍ د راخلاصولو هڅې ستونزمنې کړې وې خو راکشونکو بېړیو وکولای شول بنده بېړۍ په دواړو خواو کې ۳۰ درجې وخوځوي.

هغه وخت د سوېز کانال د چارو مشر جنرال اوسما رابي وویل تر بېړۍ لاندې اوبه روانې شوې دي.

هغه وویل کېدای شي بېړۍ اوس وخوځول شي او اړتیا به نه وي چې د بار سپکولو لپاره له بېړۍ ۱۸،۳۰۰ کانټېنرونه لیرې شي.

بېړۍ ولې ونښته؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ماشینونو او بېړیو په مرسته هڅه کېږي بنده بېړۍ راخلاصه کړي.

لومړنیو راپورونو ویلي و دا ۴۰۰ متره اوږده بېړۍ چې دوه لکه (۲۰۰،۰۰۰) ټنه وزن لري د سخت باد او د ګرد او باد د توپان له امله چې لید یې اغېزمن کړی و د کانال په اړخونو کې په شګو کې بنده شوې وه.

خو، ښاغلي رابي وویل اصلي علت یې د هوا حالات نه و.

هغه وویل ښايي ځینې تخنیکي ستونزې یا انساني تېروتنې به هم وې. دا ټول عوامل به په پلټنوکې را څرګند شي.

د اېورګېون بېړۍ د تایواني شرکت لخوا چلېده او خاوند یې شوې کیسن جاپانی شرکت دی.

د دې شرکت مشر، یوکیتو هیګاکي، د جمعې پر ورځ وویل داسې نه ښکاري چې بېړۍ ته به کوم زیان رسېدلی وي. په بېړۍ کې اوبه نه دي ننوتلې. کله چې راخلاصه شي بیا به فعالیت پېل کړي.

سویز کانال ولې دومره مهم دی؟

د نړۍ تقریباً ۱۲ سلنه تجارت د سویز کانال له لارې تېرېږي چې ۱۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

دا کانال د مدیترانې سمندرګی له سره سمندرګي سره نښلوي او د اسیا او اروپا ترمنځ ترټولو لنډه سمندري لاره ده.

یوه بله لاره د افریقا د لویې وچې شاوخوا د ګوډ هوپ له څنډې څخه تېرېږي چې دوه اوونۍ زیات وخت غواړي.

د لویډ لست شمېرې ښیي چې د سوېز کانال بندېدل هره ورځ تقریبا ۹.۶ میلیارډه ډالرو برابر تجارتي توکي ایساروي چې په یوساعت کې ۴۰۰ میلیونه ډالره کېږي.

ښاغلي رابي تخمین کړی چې د کانال د بندېدو له امله د مصر عایداتو ته هره ورځ ۱۴ میلیونه ډالره زیان رسېږي.