د هند سمندر کې د چین پراخېدونکی نفوذ؛ د هند سمندري ځواک به د دې "ننګونې" مقابله څنګه کوي؟

بحر هند

د عکس سرچینه، ARUN SANKAR

د هند سمندر کې د چین ډېریدونکی نفوذ نوي ډیلي ته په سرخوږي اوښتی او د هند سمندري ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې له دغه نفوذ سره مقابلې ته د چمتوالي لپاره له خپلو ملګرو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړې دي.

د دې لړۍ تازه بېلګه د 'پیسیکس' په نوم دوه ورځنۍ مانورې دي چې د هند او امریکا ځواکونو پکې د هند د سمندر ختیځ کې خپلې وړتیاوې وازمویلې.

دغو تمرینونو کې د امریکا د سمندري ځواکونو له جنګي بېړیو سره د هند شوالېک جنګي بېړۍ، چورلکو او د اوږدو سمندري ګزمو الوتکو برخه اخیستې وه.

پر دې سربېره د هند سمندر کې د فرانسې د ګډو ځواکونو د قومندان جېک فیارډ په مشرۍ یوه پلاوي د تېرې سې شنبې پر ورځ نوي ډیلي کې د هند د سمندري ځواکونو د لویدیزې څانګې له مشر هري کومار سره ولیدل.

دې لیدنه کې د هند سمندر پر امنیت سربېره د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ امنیتي چارو کې د همکاریو په ډېرېدو خبرې وشوې.

دا لیدنه د دې لپاره هم مهمه ده چې روانه اپرېل میاشت د بنګال خلیج کې د دغو هېوادونو ترمنځ کلني پوځي تمرینونه پلان شوي، چې د فرانسې د سمندري ځواکونو بېلابېلې پوځي او جنګي بېړۍ پکې ګډون کوي.

دا به لومړی ځل وي چې د هند سمندري ځواک د فرانسې په مشرۍ د 'لا پېروس' په نوم دغو تمرینونو کې برخه اخلي.

اسټرالیا، جاپان او امریکا د دغو تمرینانو نور غړي دي.

د فرانسې په مشرۍ دغو سمندري تمریناتو کې هند ته برخه ورکول یو مهم ګام ګڼل کېږي.

هند د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې هم د "ټروهيکس" په نوم تر ټولو ستر جګړه ییز تمرینونه ترسره کړي و، چې سمندري ځواکونو یې پکې خپله عملیاتي وړتیا او چمتوالی وارزاوه.

دغو تمرینونو کې د هند د سمندري ځواک د جنګي بېړیو او اوبتلونو ترڅنګ، د هوايي ځواک جنګي الوتکو، ځمکني پوځ او ساحلي ساتونکو برخه اخیستې وه.

د هند د سمندري ځواک جګړه ییز تمرینونه

د عکس سرچینه، EPA/DIVYAKANT SOLANKI

که ۲۰۲۰ کال ته وکتل شي، نو لیدل کېږي چې له بهرنیو سمندري ځواکونو سره د هند پوځي تمرینونه ډېر شوي دي.

دا لړۍ د تېر کال جنورۍ ګوا کې د عمان له شاهي سمندري ځواک سره له 'نسیم البحر' په نوم له تمرینونو راپیل شوه.

په نسیم البحر مانورو کې د عمان له اړخه الرسخ او الخاصب او د هند د سمندري ځواکونو بیاس او سومدرا جنګي بېړو برخه اخیستې وه.

تر هغې وروسته دغه تمرینونه د کورونا وبا له کبله ودرېدل، خو د سپتمبر په را رسېدو سره یې لړۍ له سره پیل شوه.

د هند سمندري ځواک د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې د روسیې له سمندري ځواکونو سره د بنګال خلیج کې دوه اړخیز تمرینونه وکړل.

په همدغه سپتمبر کې هندي ځواکونو د جاپان له دفاعي ځواک سره د عربو بحیره کې برخه واخیسته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د هندي سمندري ځواک د ۲۰۲۰ کال اکتوبر د بنګال خلیج کې له بنګله دیشي ځواکونو سره د "بونګو ساګر ۲۰۲۰" او د سریلانکا له سمندري ځواکونو سره د "سلائینیکس" په نوم جلا تمرینونو کې برخه واخیسته.

هند د ۲۰۲۰ کال اکتوبر کې له سینګاپور سره هم د هند د سمندر ختیځ کې تمرینونه ترسره او ورپسې راتلونکې نومبر میاشت کې بیا د هند سمندر کې د 'مالابار' په نوم نړیوال جګړه ییز تمرینونه جوړل کړل چې د امریکا، جاپان او استرالیا سمندري ځواکونو پکې برخه اخیستې وه.

نومبر کې د هند، سینګاپور، او تایلنډ د سمندري ځواکونو ترمنځ د هند د سمندر ختیځ کې د 'سټمیکس' په نوم نور تمرینونه هم ترسره شول.

هندي ځواکونو د بنګال په خلیج، د هند په سمندر او د عدن خلیج کې په څو نورو مانورو کې هم ګډون کړی او پر دې سربیره د کوربه حکومت په غوښتنه میاشت کې یو ځل د مالدیپ د ځانګړي اقتصادي زون څارنه کوي او همدا راز د سيشلز او ماریشیس ټاپوګانو د ادارو په بلنه یې دوه ځله هلته جنګي بېړۍ او الوتکې هم ځای پر ځای کړې دي.

د هند سمندر کې د چین پراخېدونکی نفوذ

د عکس سرچینه، WWW.INDIANNAVY.NIC.IN

د عکس تشریح،

د ۲۰۲۰ کال بونګو ساګر تمرینات

چین تېره لسیزه کې د هند په سمندر کې خپل حضور څو برابره پراخ کړی دی.

د هند د سمندري ځواک متقاعد غړی او د عامه مطالعاتو د ټولنې مشر سي ادې بهاسکر په دې تړاو وايي، چین د هند سمندر کې د یوه ګواښ پرتله ډېر د یوې ننګونې په توګه رابرسېره شوی دی.

بهاسکر زیاتوي: "زه به دا ووایم چې دمګړۍ د هند سمندر کې د چین حضور یوه ننګونه ده. له سمندري لیده دغه حضور تر اوسه د ګواښ بڼه نه ده خپله کړې. خو هند باید هوښیار واوسي او دا وڅاري چې د هند سمندر کې څه تېرېږي."

د چین سمندري ځواکونو په لومړي ځل په دوه زره اتم او نهم کال د سمندري داړه مارانو د خطر د مخنیوي کمپاین کې د ګډون لپاره د هند سمندر ته پښه وغځوله او هلته پاتې شول.

چین دغو کلونو کې د هند سمندر په هغو برخو کې خپل حضور ساتلی چې له سیاسي اړخه ورته مهمې دي.

د عکس سرچینه، PIB

د عکس تشریح،

۲۰۱۸ کال کې د هند او چین ګډ پوځي تمرینات

ادي بهاسکر وايي دا کار هند لپاره دا معنا لري، چې چین یې اوس یوازې د ځمکنۍ پولې ګاونډی نه دی، بلکې سمندر کې یې هم ګاونډی شوی چې دا کار د هند ګټې کموي.

نوموړی وايي: "د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د هند سمندر کې د چین حضور اوس له جېبوټي تر افریقا غځېدلی دی. د چین او ایران ترمنځ په همدې نږدې ورځو کې یو ستر تړون لاسلیک شو. ایران کې د چین حضور هم یو سنجول شوی ګام دی، ځکه ایران د هند لپاره مهم دی او ایران د تیلو د لېږد د لارو له اړخه هم اهمیت لري."

هغه زیاتوي چې چین د هند سمندر کې د سمندري تجهیزاتو د پلور برخه کې هم د یوه مهم لوبغاړي په توګه رابرسېره شوی او وار له مخه پر میانمار، سریلانکا او پاکستان د پوځي تجهیزاتو تر ټولو ستر پلورونکی دی.

د یادونې ده چې بنګله دیش په دې وروستیو کې له چین څخه یو شمېر اوبتلونه پېرلي چې د هند سمندر کې ‍د نوي ډیلي نفوذ اغیزمنولی شي.

دا جګړه ییز تمرینونه څه مرسته کولی شي؟

بهاسکر وايي جګړه ییز تمرینونه د بېلابېلو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د همکاریو ډېرېدو کې مرسته کوي.

نوموړی زیاتوي چې د سمندري ځواکونو لومړی کار دا دی چې ۲۴ ساعته باید جګړې ته چمتو وي:

"د جګړې لپاره باید خپلې وړتیاوې ښې کړئ. خو ترڅنګ یې باید د نورو سمندري جهیزاتو انډول هم وساتل شي."

د چین د ننګونې ځواب څه کېدای شي؟

د عکس سرچینه، REUTERS/REUBEN PILLAY

د عکس تشریح،

په هند سمندر کې د تېلو لېږدونکی چینايي ټانکر

ادې بهاسکر وايي د هند سمندري ځواکونو ته ځانګړې شوې بودیجه باید په سملاسي ډول و ارزول شي او زیاته شي.

نوموړی زیاتوي: "له تېرو دوه - درېو لسیزو راهیسې دا بحث روان دی، چې د ټولې دفاعي بودیجې د ۱۴ سلنې په ورکولو سره د داسې سمندري ځواکونو هیله نشئ کولی چې دومره ډېرو ورسپارل شویو مسئولیتونو ته دې اوږه ورکړي."

نوموړی وايي هند باید له سیاسي لارو په نورو غوراویو هم کار وکړي او اوس چې د امریکا، استرالیا، او جاپان د ډلې غړی ګرځېدلی، نو باید هڅه وکړي چې له امریکا څخه پرمختللې جنګي بېړۍ د اوږدې مودې لپاره ترلاسه کړي.

ښاغلی بهاسکر زیاتوي چې امریکا هم باید دې پایلې ته ورسېږي چې د هند او استرالیا په څېر هیوادونو سره همکاري ورته ګټوره تمامېدای شي.