ایران اتومي پروګرام مذاکرات: امریکا د مشترک پلان کمېسیون غونډه کې ګډون کوي

مذاکرات

د عکس سرچینه، Paddolat@

د عکس تشریح،

د جمعې ورځې خبرو کې عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوله

امریکا تایید کړې چې راتلونکي اونۍ په هغه غونډه کې ګډون کوي، چې په ویانا کې د ایران اتومي پروګرام پر موضوع بحث کوي. ویل کېږي، امریکايي چارواکو ان له ایراني چارواکو سره د مخامخ خبرو وړاندیز هم کړی دی.

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې له امریکا سره مخامخ خبرو ته اړتیا نه ویني او په ویانا کې به د امریکا له استازو سره مخامخ خبرې نه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی، لیکلي چې امریکا به پر تهران لګېدلي بندیزونه د (فشار الې) په توګه نه کاروي او پر ایران ''دوروستي حد فشار '' راوستو په تړاو د ''ډونلډ ټرمپ حکومت سیاست ناکام '' ثابت شوی دی.

د پراخ مشترک اقدام پلان په نامه کمېسیون له یوې انټرنېټي غونډې وروسته دغه تازه پرمختګ شوی دی.

د څلور جمع یو هېوادونو او ایران استازي د ایران اتومي پروګرام اړوند هوکړې ته د امریکا متحدو ایالتونو بېرته ستنېدو موضوع ارزوي او بحثونه پرې کوي.

له دې مخکې وال سټریټ ژورنال هم لیکلي و چې پر سه شنبه به امریکا ویانا ته خپل استازي واستوي، خو له ایران سره به مخامخ مذاکرات نه کېږي.

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن د دې خبرو هدف ''د بندیزونو لېرې کولو بهیر چټکول او له هغه وروسته د جبران په توګه د ایران اقداماتو درول '' وبلل، خو په وینا یې ایران به له امریکا سره مخامخ خبرې نه کوي.

بل لور ته یوه لوړ پوړي اروپايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، خبرې د ایران اتومي ژمنو او امریکايي بندیزونو په هکله دي او دواړه لوري ''باید یوه ځای ته ورسېږي. ''

د اروپايي ټولنې دې چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي دي له دوو میاشتو په کمه موده کې دې ځای ته رسېدل ممکن دي.

له امریکا پرته او د جرمني په ګډون د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه د پراخ مشترک اقدام پلان کمېسیون غړیتوب لري.

د جمعې ورځې غونډه

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې ورځې په غونډه کې د ایراني پلاوي مشري کوله.

غونډه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل په استازیتوب انریک موراهم مشري کوله.

له دې غونډې مخکې د پنجشنبې پر ورځ اروپايي ټولنې وویل:

''د دې غونډې ګډونوال به د پراخ مشترک اقدام پلان کمېسیون ته د امریکا احتمالي ستنېدو او د ټولو اړخونو له لوري د هوکړې بشپړ عملي کېدو تضمین تر لاسه کولو لپاره خبرې وکړي. ''

تر اکثر حده پر ایران د فشار راوستلو او له پراخ مشترک اقدام پلان کمېسیونه د امریکا وتلو په هکله د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیاست سره مخالفت څرګند کړی، خو د امریکا او ایران دواړو له لوري د ایران اتومي پروګرام هوکړې لړ کې پر ژمنو د درېدو غوښتنو دغې هوکړې ته بېرته ګرځېدل له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی.