واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ برید کې پولیس افسر او بریدګر وژل شوي

د پېښې ځای

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې یوه بریدګر خپل موټر پر امنیتي کسانو ورخېژولی او پایله کې یې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

بریدګر وروسته له یوې چاړې سره له موټره کوز شو، د نورو پولیسو لور ته یې منډه کړه، خو پولیسو په ډزو وویشت چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

د کانګرس ودانۍ ساتونکو پولیسو وروسته وویل چې وژل شوی پولیس افسر ویلیم 'بیلې ' نومېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګرس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده.

بل لور ته د سي بي ایس نیوز په رپوټ کې ویل شوي چې بریدګر ۲۵ کلن نوح ار ګرین نومېږي.

پولیس وايي، د بریدګر په هکله د دوی په ډیټابېس 'زېرمه ' کې کوم معلومات نه و.

د عکس سرچینه، EPA

د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې یوه چورلکه په سیمه کې الوځي او دوه کسان امبولانس ته لېږدول کېږي.

په یوه بل ویډیويي کليپ کې لیدل کېږي، چې یو موټر د ودانۍ په شاوخوا کې پر ولاړو خنډونو ورځي.

مبصرین وايي، د اساسي قانون واټ هغه ځای چې پېښه پکې رامنځته شوې، هغه مرکزي لار ده چې سناتوران او د دوی اداري کارکوونکي ترې د کانګرس ودانۍ ته هره ورځ ننوځي.

د عکس سرچینه، US Capitol Police

د عکس تشریح،

پولیس وايي وژل شوی افسر ویلیم 'بیلې' نومېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګرس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده.

کانګرس د اوس لپاره رخصت دی، چې له کبله یې نن ډېری غړي په کاپټېل کې نه شته.

له دې مخکې ولسمشر بایډن نن سهار په مري لنډ کې د امریکا ولسمشرۍ رخصتۍ تېرولو ځای کمپ ډېوډ ته لاړ.

د کانګرس ودانۍ او ودانیزو چارو ځینې کارکوونکي اوس هم په ودانۍ کې شته. له ځايي وخت سره سم د خبرداري یو سګنال خپور شو، چې د جنورۍ شپږمې له برید وروسته نه و خپور شوی.

وروسته کارکوونکو ته د برېښنالیک او غږیز پیغام له لارې خبرداری ورکړل شو، چې له دروازو او کړکیو لېرې په کانګرس ودانۍ کې دننه پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

واشنګټن ډي سي کې د بي بي سي خبریاله سمانتا ګرانویل وايي، د امریکا کانګرس ودانۍ شاوخوا کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې کلک امنیتي تدبیرونه ډېر شوي وو.

کانګرس ودانۍ ته د جنورۍ پر شپږمه د بلواګرو له ننوتو وروسته د اغزنو تارونو، سیمټي خنډونو او د ګڼو امنیتي ځواکونو شتون له کبله دغه ودانۍ پوځي کلا ته ورته ښکاریده.

له هغې ورځې درې میاشتې لا نه دي تېرې شوې چې دغه سیمه کې یو ځل بیا لارې تړلې او اضافي امنیتي ځواکونه تر سترګو کېږي.