"اوبر شرکت باید نابینا ښځې ته ۱۱ لکه ډالر جریمه ورکړي"

اوبر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

محکمې د اوبر شرکت هغه ادعا رد کړې چې ګنې د خپلو چلوونکو د کړنو مسئول نه دی

امریکايي محکمې اوبر شرکت له دې کبله ۱۱ لکه ډالره جریمه کړی چې د یوې ړندې ښځې لېږدول یې ۱۴ ځله رد کړي دي.

د اوبر یوه چلوونکي مخکې له دې چې دا ړنده ښځه خپل منزل ته ورسوي، په نیمه لار کې کوزه کړې ده او ورته ویلي یې دي چې خپل منزل ته رسېدلې ده.

یوه خپلواک حَکَم ویلي: "د اوبر چلوونکو د یوې ړندې ښځې پر وړاندې د قانون مخالفت کړی دی".

محکمې د اوبر شرکت هغه ادعا رد کړه چې وايي "د خپلو چلوونکو د کړنو مسؤل نه دی، هغوی د قرارداد له مخې چلن کوي او د اوبر کارمنان نه دي".

د سن فرانسیسکو اوسېدونکې اغلې ایفینګ ویلي، وروسته تر هغه چې څو ځله د شپې ناوخته یې په نیمه لار کې پرېښې ده، د خپل امنیت په اړه ډېره اندېښمنه وه.‌

دې ادعا کړې چې څو ځله د اوبر چلوونکو هغه خپل کار ته له ناوخته رسېدو سره مخامخ کړې ده،‌ همدا وه چې له دندې هم ګوښه کړل شوه.

د ویډیو تشریح،

په خپله چلېدونکو ټکسيو ته یو ګام نژدېوالی

که څه هم د اوبر له چلوونکو څو ځلې شکایتونه شوي، خو دوی پخپلو کړنو کې بدلون نه دی راوستی.‌

د ایرفینګ یوه ویاند ویلي: "ټول امریکایان باید د ګاډو د کرایې کولو د انقلاب له کبله د ازادۍ احساس وکړي، تر جوړو انسانانو معلولیت لرونکي کسان باید ډېره ګټه واخلي. د امریکا د معلولانو د قانون له مخې، له ړانده انسان سره د هغه سپی هم باید هر ځای چې وغواړي یووړل شي".

د محکمې تر حکم صادرېدو وروسته د اوبر شرکت یوه ویناپاڼه کې راغلي، چې دا شرکت نابینا کسانو ته د خدمت په وړاندې کولو کې پر خپلو مرستو ویاړي.

ویناپاڼه زیاتوي: "هغه چلوونکي چې د اوبر کاریال کاروي، باید د حیواناتو په ملتیا د تلونکو مسافرو خدمت وکړي او په دې اړه ځانګړي قوانین پلی کړي".

دا لومړی ځل نه دی چې یو نابینا انسان د اوبر شرکت شکایت کوي، په ۲۰۱۴ کال کې هم د نابینا کسانو ملي ټولنې د دغه شرکت پرضد د لارښودونکو سپیو د اړوندو قوانینو له کبله خپله قضیه راپورته کړه.‌

په ۲۰۱۷ کال کې دا قضیه هغه مهال حل شوه، چې اوبر شرکت د لارښودو سپیو لرونکو کسانو د چوپړ اړوند قوانینو د تطبیق په تړاو خپلو چلوونکو ته تنبیه ورکړه.‌

ایرفینګ "سن فرانسیسکو کرونیکل" ورځپاڼې ته ویلي: "افسوس کوم چې کارونه تر دې حده رارسېدلي. هیله مې لرله د مدني حقونو درناوی به مې وشي، خو حکم یو داسې قوي پیغام واستاوه چې ګنې څه چې پېښ شوي هغه د نه منلو وړ دي".