روغتون کې اورلګېدنه؛ ډاکترانو د اور لمبو کې د زړه جراحي عملیات وکړل

Fire at Blagoveshchensk hospital, 2 Apr 21

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د زړه په دغو دوه ساعته عملیاتو کې چې د روغتون په دې زړې ودانۍ کې د اور له لګېدو څو شېبې وړاندې پیل شوي وو، د ډاکترانو او نرسانو یوې اته کسیزې ډلې برخه درلوده.

د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله.

د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپورنه دی ترلاسه شوی.

د زړه دا عملیات د روغتون لومړي پوړ کې عملیات خونې ته د برېښنا د غځول شوي اضطراري مزي په مرسته داسې حال کې بشپړ شوی، چې د عملیات له خونې لوګی د پکیو په وسیله ایستل کېدل.

د زړه دا ناروغ هم د عملیات تر بشپړېدو وروسته له روغتون ایستل شوی دی.

د دغو عملیاتو مشر جراح والېنټاین فیلاتوف وايي روغتیايي ډلې یې "باید دا شخص ژغورلی وی، او څه چې یې وس کې وو، هغه یې وکړل."

د زړه په دغو دوه ساعته عملیاتو کې چې د روغتون په دې زړې ودانۍ کې د اور له لګېدو څو شېبې وړاندې پیل شوی وو، د ډاکترانو او نرسانو یوې اته کسیزې ډلې برخه درلوده.

د عکس سرچینه، Amur governor/Reuters

د عکس تشریح،

د زړه ناروغ هم د عملیات تر بشپړېدو وروسته له روغتون ایستل شوی دی.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت وايي دا روغتون په ۱۹۰۷ کال د تزاري روسیې پر مهال جوړ شوی او د اور لمبې "د برېښنا په څېر په چټکۍ په لرګین چت کې خپرې شوې."

ګومان کېږي چې دا اور به یوه ساکټ کې د شارټۍ له کبله لګېدلی وي.

روغتیاپاله انتونیه سمولینا وايي د اور لګېدو له کبله د روغتون کارمنانو کې وېره او وارخطايي نه ده خپره شوې.

د امور سیمه ییز والي واسیلي اورلوف د دغو عملیاتو د جراحۍ ټیم مسلکي چلن او د اور د کنټرول لپاره د اور وژونکو هڅې ستایلې دي.

د دوی لپاره جایزې هم پام کې نیول شوي.

ویل کېږي دا د سیمې په کچه یوازنی روغتون دی چې د زړه د ناروغیو یوه متخصص ټیم پکې کار کوي.