ایران: سور سمندرګي کې مو پر بېړۍ برید شوی، خو لږ زیانمنه شوې

ایران

د عکس سرچینه، IMNA

په سور سمندرګي کې پر یوې ایرانۍ بیړۍ د برید له رپوټونو خپرېدو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د ساویز په نوم پر ایرانۍ سوداګریزې بیړې د جیبوتي ساحل ته نږدې چاودنه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل بیړۍ ته لږ زیان رسیدلی او د برید د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.

سپاه پاسدران ته نږدې تسنیم خبري اژانس دې ته په اشاره- چې ځینې سرچینې سور سمندرګي کې ساویز کښتۍ ته د پېښې خبره کوي- لیکي: "د تسنیم د خبریال ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دا پېښه د کښتۍ سینه پسې د نښلېدلي ماین له امله ده."

له دې وړاندې العربیه تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړی وو چې د ایران د انقلاب ساتونکی ( سپاه پاسداران ) پر اړونده بیړۍ د اریتریا ساحل ته نږدې برید شوی، خو په دې اړه یې شواهد نه وو وړاندې کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې "ناپوځي ساویز نومې بیړۍ د بیړیو پر لار د سمندري امنیت او له سمندري غلو سره د مقابلې لپاره په سره سمندرګي او عدن خلیج کې ځای پر ځای شوې وه".

هغه ویلي دې بیړۍ د یوې لوژستیکي سمندري اډې په توګه په سره سمندرګي کې فعالیت کاوه. خو د اسرائیل رسنیو ویلي ساویز نومې بیړۍ جاسوسي فعالیتونه کول.

د دې پېښې په اړه امریکایۍ ورځپانې نیویارک ټایمز لیکي: "که څه هم ساویز د تخنیک له پلوه باري بېړۍ ګڼل کېږي، خو ښکاري چې د پوځي ماموریت لومړنۍ کښتي ده چې د اسراییل او ایران ترمنځ جنجال کې په نښه کېږي".

برید چا کړی؟

د عکس سرچینه، NOURNEWS

د عکس تشریح،

د ایران د شهرکرد کښتي خپور شوی انځور.

نیویارک ټایمز لیکي: "یوه امریکايي چارواکي له نوم پرته ویلي اسراییل متحده ایالتونه خبر کړي و چې ځواکونو یې ځايي وخت سهار اوه نیمې بجې پر یوه بېړیو برید وکړ."

د دې رپوټ له مخې، اسراییلو ویلي، دا برید یې پر اسراییلي بېړیو د ایران د برید په غچ کې کړی دی او زیاتوي چې کښتۍ تر اوبو لاندې زیانمنه شوې ده.

العربیه هم وايي، پر دغه بېړۍ د اریتریا سمندرغاړې سره برید شوی دی.

دواړو هېوادونو وروستیو میاشتو کې څو ځلې پر یو بل پر کښتیو د برید تور لګولی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، یوه اسراییلي چارواکي د مارچ پر ۲۵ وویل، د اسراییل یوه باري بېړۍ عرب سمندرګي کې د توغندي لګېدو له امله زیانمه شوه، خو خپله لار یې ووهله.

ایران د مارچ پر ۱۴ وویل، پر شهرکرد بېړۍ د بریدګرو پېژندلو په لټه دي چې څو ورځې مخکې د مدیترانه سمندرګي نړیوالو اوبو کې زیانمنه شوې وه.

د ایران ملي امنیت شورا ته نږدې وېبپاڼې دې پېښه کې اسراییل د لومړۍ کرښې تورن باله.

د فبروري پر ۲۶ هم د اسراییل هلیوس ري باري بېړۍ چې له سعودي د سوېل ختیځې اسیا پر لور روانه وه، په عمان سمندرګي کې چاودنې سره زیانمنه شوه.

د ایران پر بېړیو بریدونه

د عکس سرچینه، VESSELFINDER.COM

د عکس تشریح،

د اسراییل په نښه شوې بېړۍ

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا چاودنه د ایران کار وباله، خو ایرانیو چارواکو دا تور رد کړ.

والسټریټ جورنال مارچ میاشت کې وویل، د ۲۰۱۹ کال له وروستیو تر اوسه اسراییل د ایران هغه ۱۲ سونتوکي لېږدونونکې بېړۍ په نښه کړې چې له ایران سوریې ته روانې وې.

دې ورځپاڼې ولیکل ځینې بریدونه سور سمندرګي او نورو سیمو کې شوي او اسراییل پکې د سمندري ماین په څېر وسلې کارولې دي.

دې رپوټ کې لیکلي شوي وو سره له دې چې امریکا د ایران پر تېلو یو لوریز بندیز لګولی، خو بیا هم تهران په میلیونونو بېرله تېل سوریې ته لېږدولي دي.

ایراني چارواکو هم پر تېل وړونکو بېړیو برید د اسراییل کار بللی او ویلي و چې د ایران ځواب به هم ځپونکی وي.