کورونا وېروس: برازیل کې ۲۴ ساعتونو کې ۴ زره مړي؛ پاکستان او ایران کې وضعیت جدي دی

Woman reacts during the burial of her mother in Manaus

د عکس سرچینه، Reuters

په برازیل کې په لومړي ځل په یوه شپه او ورځ د کورونا وېروس له امله له څلور زرو زیات کسان مړه شوي او د افغانستان په ګاونډ ایران کې ټول لوی ښارونه د کورونا وېروس له امله د خطر لوړې کچې ته رسېدلي دي.

برازیل په نړۍ کې له امریکا وروسته د کورونا وېروس له امله دویم ډېر ځپل شوی هېواد دی او پکې د مثبتو پېښو او مړینې لوړ شمېر د کورونا وېروس له نوې بڼې سره تړلی بلل شوی.

دغه هېواد کې روغتونونه له ناروغانو ډک دي او په ځینو ښارونو کې ناروغان مري خو د درملنې امکانات یې نشته، دغه راز په یو شمېر سیمو کې روغتیايي سیسټم د ډېرو ناروغانو له امله د سقوط په درشل کې دی.

د مړینې د دې نوي شمېر په زیاتېدو سره برازیل کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شمېر نږدې درې لکه او ۳۷ زرو ته ورسېد. خو د مړینې له دې لوړ شمېر سره بیا هم د دغه هېواد ولسمشر جاییر بولسېنارو د وېروس د مخنیوي په موخه د ټول بندیز مخالفت کوي.

ښاغلی بولسېنارو استدلال کوي چې د بندیزونو زیان به د کورونا له زیانه ډېر ناوړه وي، ده دغه راز هڅه کړې چې د محکمې له لارې هغه بندیزونه لغوه کړي چې د ځینو ځايي چارواکو له خوا وضع شوي وو.

هغه پرون سې شنبه خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د قرنطین له امله نیوکې وکړې او د شواهدو له وړاندې کولو پرته یې وویل چې دا مړینه د چاغوالي او ژور خفګان له امله ده. خو ولسمشر بولسېنارو په ۲۴ ساعتونو کې د څلور زره او ۱۹۵ کسانو مړینې ته هیڅ اشاره ونه کړه.

د برازیل د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه هېواد کې تر اوسه د کورونا وېروس څه باندې ۱۳ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي او یوازې په تېره مارچ کې ۶۶ زره او ۵۷۰ تنه مړه شوي دي. د مړینې دا شمېر د فبرورۍ میاشتې پر تله دوه برابره لوړ دی.

ایران او پاکستان کې وضعیت خرابېدونکی دی

د عکس سرچینه، TEHRANPICTURE

د عکس تشریح،

د ایران ټول لوی ښارونو د لوړ خطر تر کچې رسیدلي

د افغانستان په ګاونډ ایران کې د نوروز له رخصتیو وروستو داسې ښکاري چې د کورونا وېروس پېښې په چټکۍ مخ په ډېرېدو دي.

نن چارشنبه ( اپریل ۷ ) د ایران د روغتیا وزیر په یوه بې ساري بیان کې په ټول هېواد کې د دوه اونیو لپاره د بشپړ بندیز پلي کول اړین وبلل او خبر داری یې ورکړ چې که داسې ونه شي نو ښايي لږ تر لږه شل زره تنه مړه شي او ورځنۍ مړینه به له ۶۰۰ تنو لوړه شي.

د ایران د روغتیا وزارت ویلي ټول لوی ښارونه او د ولایتونو مرکزونه د خطر لوړې کچې ته رسېدلي، د خطر لوړه کچه په سره رنګ نښه شوې ده.

یوازې په سیستان او بلوچستان کې ځینې سیمې په اسماني رنګ کې پاتې دي چې د لږ خطر په معنی دي. یو شمیر سیمې په نارنجي رنګ او ځینې په ژیړ رنګ نښه شوې چې له سور رنګ وروسته دویمه او دریمه درجه لوړ خطر ښيي. پرون په ایران کې د کورونا وېروس ۱۷ زره او ۴۳۰ نوې پېښې ثبت شوي او ۱۷۴ تنه مړه شوي دي.

له کورونا سره د مقابلې لپاره د ایران ملي ادارې د معلوماتو له مخې سور رنګ د ډېر لوړ خطر په معنی دی او دا هغه سیمې دي چې په یوه ورځ کې په سل زرو کسانو کې له ۲۵ زیات کسان په کورونا اخته شوي او وېروس مخ په خورېدو دی. په داسې وضعیت کې له اړینو کارونو پرته نور ټول بندیږي.

په پاکستان کې هم په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۴۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوې او په پرله پسې توګه دویمه ورځ له سلو زیات کسان مړه شوي دي.

د نویو شمېرو له مخې اوس پاکستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۷۰۰ زرو او د مړو شمېر له ۱۵۰۰۰ اوښتی دی .

له تېرې دېسمبر میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې په یوه شپه او ورځ کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله له سلو زیات کسان مړه کیږي.