اسلام اباد ته د لاوروف سفر؛ قریشي وايي، د افغانستان په هکله ډېرې خبرې وشوې

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
سرګي لاوروف شاه محمود قریشي

د عکس سرچینه، Russian Foreign Ministry/getty images

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن (سې شنبه اپریل ۷) د خپل سفر پر دویمه ورځ په اسلام اباد کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره په دې ملاقاتونو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزه اړیکو، افغان سولې بهیر او سیمه ييزو حالاتو خبري کړې دي.

نن سهار د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دفتر ورغلی او هلته يې له خپل پاکستاني سیال سره ملاقات کړی، چې تردې ملاقات وروسته دواړو ګډې خبري غونډې ته ویناوي وکړې. ښاغلي لاوروف وویل:

''موږ په افغانستان کې د ناامنۍ پېښو پر زیاتوالي او د دغه هېواد په شمال او ختیځ کې د داعش وسلوالې ډلې پر بیا فعالېدو اندېښمن یو. موږ په دې سره موافق شوو، چې باید هلته لا نوره همکاري وکړو، تر څو ټولې غاړې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او هلته جګړه د خبرو له لارې هواره شي. ''

له ښاغلي لاوروف سره په دې خبري غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم د افغانستان پر روانو حالاتو خبري وکړې او په دې خبري غونډه کې يې زیاته کړه، چې روسیې او پاکستان نن پر افغانستان دده په ټکیو ډېرې زیاتې خبرې سره وکړې:

''روسیې او پاکستان نن له نژدې په افغانستان کې پر روانو حالاتو بېخي زیاتې خبرې سره وکړې. موږ دواړه هلته سوله او ټيکاو غواړو، چې د همدې لپاره زموږ ترمنځ ډېره ښه همکاري روانه ده. ''

د عکس سرچینه، Russian Foreign Ministry/getty images

د بهرنیو چارو وزارت په خبره ښاغلي لاوروف تردې وروسته غرمه مهال ددغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم جلا جلا ملاقاتونه کړي، خو لاهم ددغو ملاقاتونو په هکله رسنیو ته خبر نه دی ورکړل شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر پاکستان ته دغه سفر شاوخوا نهه کاله کېږي، چې دلته ګڼو رسنیو د ښاغلي لاوروف دغه سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو سربېره پر افغان سولې بهیر پورې تړلی دی، چې د دوی په خبره په دې ملاقاتونو کې تر ډېره پورې خبرې د افغانستان پر سوله او هلته پر روانو حالاتو کېدې.