پر پاکستاني پوځ د ملنډو بدل کې د دوه کاله بند او نغدي جریمې قانون

د عکس سرچینه، PAKISTAN ARMY
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو یوې کومېټې پرون چارشنبه یو قانون تصویب کړی، چې له مخې به يې هغو کسانو ته سزاوې ورکول کېږي چې د پاکستان پر پوځ قصداً ملنډې وهي او یا يې هم سپکاوی کوي.
د دغه قانون له مخې هر هغه کس ته چې دغه جرم يې وکړ، دوه کال بند یا پنځه لکه کلدارې جریمه او یا هم دواړه سزاوې به ورکول کېږي.
په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو، فعالانو او خبریالانو دغه قانون د بیان پر ازادۍ بندیز بللی او وايي، باید عملي نه شي.
دغه قانون د واکمن تحریک انصاف ګوند د سیاستوال امجد علي خان له لوري وړاندې شوی، او سره له دې چې د کورنیو چارو په کومېټۍ کې يې د اپوزیسيون سیاستوالو مخالفت کړی، خو بیا هم اکثریت غړیو دغه قرارداد تائید کړی دی.
د پاکستان له اساسي قانون سره سم دغه قرارداد به اوس د دغه هیواد قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.
که چېرې دا مسوده قامي اسمبلۍ کې ومنل شوه نو بیا به د سنا مجلس ته ځي او تر هغه وروسته به د پاکستان ولسمشر لاسلیک سره رسماً په قانون بدله شي.
د اپوزیسيون سیاستوالو د مخالفت ترڅنګ پخپله د لومړي وزیر عمران خان د کابینې یوه وزیر فواد چودري هم دغه وړاندیز شوی قانون غندلی او زیاتوي، باید پر پوځ نیوکه جرم ونه ګڼل شي.
دا قانون کومو ډلو ته ستونزې جوړولی شي؟

د عکس سرچینه، PTM
په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د بیان ازادۍ ته ګواښونه ډېر شوي او پر هغو خلکو ژوند سخت شوی، چې د ډيموکراسۍ پلویان بلل کېږي او یا هم د دغه هیواد پر پوځ او استخباراتو نیوکې کوي.
په دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو هم د دغه هیواد پر پوځ نیوکې کړې او تور لګوي چې پوځ د لومړي وزیر عمران خان ګوند په درغلۍ واک ته رسولی.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا د پاکستان پر پوځ او استخباراتو تر هر چا ډېرې او سختې نیوکې کوي.
د یاد غورځنګ ټولو لوی او مشهور شعار هم دا دی چې ګواکې پاکستان کې "د ترهرګرۍ تر شا د پوځ لاس دی".
د غورځنګ مشران وایي، پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په پلمه یوازې ځایي خلکو ته کړاو جوړ کړی، هلته یې ماینونه خښ کړي، ځایي خلک یې لادرکه او هره ورځ د تلاشیو پوستو کې عام خلک ځوروي.
خو د پاکستان پوځ د غورځنګ دا نیوکې ردوي او ان تور لګوي چې یاد غورځنګ د بهرنیو استخباراتو په مرسته د پاکستان پر ضد هلې ځلې کوي.