د ولسمشر اردوغان "استانبول کانال پروژه" څه ده او ولې ناندریزه شوې؟

نہر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې حکومت د دغه هېواد سمندري ځواک ۱۰ متقاعد ایډمرل افسران ' امیر البحر ' له دې کبله نیولي چې د ولسمشر اردوګان پر 'استانبول کانال پروژه ' یې نیوکې کړې دي.

دغه افسران د هغو ۱۰۴ نورو افسرانو په ډله کې شامل دي، چې ترکیې حکومت ته یې په یوه ګډ لیک کې خبرداری ورکړی دی.

په لیک کې ویل شوي چې د کانال کېندلو دا پروژه باسفورس تنګي په هکله له نړیوال قانونه سرغړونه کېدای شي.

خو ولسمشر رجب طیب اردوګان د پوځي افسرانو دا لیک 'ناوړه رویه ' بللی او په وینا یې د 'بغاوت بوی ' لري.

که څه هم د دې کانال پروژې په هکله بحث د اوس لپاره یوازي په ځايي توګه سیاسي اختلاف څرګندوي، خو د داردینیلیز او باسفورس اوبو لارو اړوند قوانینو په هکله هم پوښتنه راپورته کولای شي، چې احتمالاً روسیه او امریکا هم اغېزمنوي.

باسفورس تنګی یوازینۍ سمندري لار ده، چې تور او مرمر سمندرونه سره تړي او له استانبوله تېرېږي.

ترکیه کې د ولسمشر اردوګان پلان د باسفورس تنګي بدیل بلل کېږي.

خپله ولسمشر اردوګان وايي، له نوې لارې سره به پر باسفورس تنګي ګڼه ګوڼه کمه شي او هر کال به میلیاردونه ډالره عاید ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ترکیه کې چارواکي وايي، د استانیول کانال ژوروالی به ۲۵ مترو ته رسېږي

بل لور ته د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو پروسږ کال دا پروژه یو 'قاتل پلان ' وباله او په وینا یې هدف یې 'بې ګټې عاید ' ترلاسه کول دي او چاپېریال ته یې زیان هم ډېر اوړي.

ولسمشر اردوګان لومړی ځل د ۲۰۱۱ کال اپریل کې دا پلان اعلان کړ او د 'لوی لګښت ' یوه 'ستر پلان ' په توګه یې د دې ستاینه کړې وه.

د ښاغلي اردګان په وینا دا پلان له سویس یا پاناما کانالانو سره هم نه شي پرتله کېدای 'یانې تر هغو هم لوی پلان دی. '

د نوموړي په وینا د دې کانال ژوروالی به ۲۵ متره وي او هر ورځ به له دې لارې تر ۱۶۰ پورې بېړۍ تېرېږي.

نوی کانال به د باسفورس تنګي لوېدیځ لور ته د استانبول له شماله سویل ته بهېږي او ۴۵ کیلومتره اوږدوالی به لري.

پر یوه دولتي ویب سایټ د دې کانال جوړولو لامل پر باسفورس تنګي د بېړیو ګڼه، ګوڼه کمول بلل شوي دي.

دغه ویب پاڼه کاږي، سل کاله مخکې له دې تنګي هر کال له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې بېړۍ تېرېدې، خو اوس دا شمېر له ۴۵ زرو تر ۵۰ زرو پورې رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ولسمشر اردوګان وايي، له نوې لارې سره به پر باسفورس تنګي ګڼه ګوڼه کمه شي او هر کال به میلیاردونه ډالره عاید ولري.

بل لور ته نیول شویو پوځي افسرانو خبرداری ورکړی چې کېدای شي دا پلان له مونتریکس هوکړې سرغړونه ثابته شي، چې له مخې یې ترکیې ته په خپله خاوره کې د باسفورس کنټرول ورکړل شوی او د بېړیو لپاره مقررات وضع شوي دي.

افسرانو په لیک کې ویلي، دې سره به د هوکړې په هکله بحثونه راپورته شي، چې ترکیې ته ګټه نه رسوي.

د ترکیې سمندري لارو په هکله نړیواله هوکړه مونتریکس نومېږي چې ۱۹۳۶ کال لاسلیک شوې او له مخې یې بارچالانۍ بېړۍ له دې لارو تګ راتګ کولای شي.

د دې هوکړې له مخې د هغو هېوادونو پر جنګي بېړیو بندیز لګېدلی چې د تور سمندر پر غاړو ساحلونه نه لري، د 'نان ریپئرین هېوادونو ' نوم ورکړل شوی او امریکا متحده ایالات هم په همدې ډله کې راځي.

د دې هېوادونو د سوداګریزو بېړیو لپاره د وزن 'تر ټولو ډېر حد ۴۵۰۰۰ ټنه ' او په تور سمندر کې د دوی پاتې کېدو موده '۲۱ ورځې ' ټاکل شوې ده.

د هوکړې له مخې د ریپریئن او غیر ریپئرین هېوادونو هغو بېړیو ته له دې لارو د سفر اجازه نه ورکول کېږي، چې جنګي الوتکې لېږدوي، خو یوازې د ریپريئن هېوادونو اوبتلونه کولای شي له دې سمندرې لارو تګ راتګ وکړي.

د نوي پلان هدف د تور او مرمر سمندرونو تر منځ د بېړیو تګ راتګ لپاره مصنوعي لار جوړول دي او د دې پلان له مخې به له هغو سوداګریزو بېړیو پیسې اخیستل کېږي چې له دې لارې تېرېږي.

له همدې کبله معترضین نیوکه کوي چې دا چار له مونټریکس هوکړې سر غړونه کېدای شي، ځکه هغه هوکړه له دې لارې تګ راتګ کوونکو بېړیو ته حق ورکوي چې بې بیې د ترکیې له سمندري لارو تېرې شي.

د متقاعدو افسرانو په لیک کې همدا مونتریکس هوکړه د ترکیې ثبات لپاره مهمه بلل شوي.

په لیک کې ویل شوي:

''دا هوکړه په غیر ارادي ډول هرې جګړې ته د ترکیې شاملېدو مخنیوي کوي او تور سمندر په یوه سوله ییز سمندر بدلوي. ''

په لیک کې دغه راز ویل شوي، ''دغې هوکړې د دویمې جګړې پر مهال د ترکیې بې پرې توب ساتنه کې مرسته وکړه. ''

په رسمي توګه د استانبول کانال او مونتریکس هوکړې په هکله تر اوسه روسیې او امریکا څه نه دي ویلي، خو د ترکیې شنونکي په دې اند دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دې موضوع جیو پولیټکل لوبه روانه ده.

د متقاعدو پوځي افسرانو لیک خپروونکي ویبسایټ دا وروستیو کې داسې یو شمېر لیکنې خپرې کړې، چې امریکا غواړي تور سمندر ته د رسېدو لپاره مونتریکس هوکړه ختمه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

مشهور خبریال مراد یتکین د اپریل پر څلورمه یو بلاګ کې وکښل:

''مونتریکس هوکړې تل امریکایان خواشیني کړي، ځکه دوی غواړي له روسیې سره د مقابلې لپاره تور سمندر ته سترې بېړۍ واستوي. ''

د اپوزېسیون سیکولر ورځپاڼې 'کم حریت ' کالم لیکوال مهمت علي ګلر وايي:

''د مونتریکس کنوانسیون ختمولو غوښتنه د ترکیې او روسیې تر منځ د همکارۍ مخه نیولو هڅه ده. ''

بل لور ته په انقره کې د روسیې سفیر الیکسي یارخوف په 'سپوتنیک ترکي ' کې د اپریل پر شپږمه یوه لیکنه کې ویلي، ''مسکو داسې تمه نه کوي چې استانبول کانال پروژه به د مونتریکس کنوانسیون شرایط اغېزمن کړي. ''

خو ځینې حکومت پلوه کړۍ بیا دا هوکړه 'ځولنو ' ته ورته بولي چې د دوی په وینا د ترکیې د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

حکومت پلوه اسلامي ورځپاڼې 'یني اکت ' کالم لیکوال حاجي یاقسیلکي پوښتنه کوي:

''ایا موږ ته به ۱۰۰ کاله مخکې پر یوه سند د لاسلیک سزا راکول کېږي، او دا ځکه چې ځینې خلک نه غواړي پیاوړې ترکیه وویني؟ ''

ولسمشر اردوګان وايي حکومت اوسمهال له مونتریکس کنوانسیونه د لاس اخیستو هوډ نه لري، ''خو که اړتیا پېښه شي، راتلونکي کې د غوره هوکړې لپاره دې ته بیا کتنه کېدای شي. ''

نوموړي د استانبول کانال پروژې روان ساتلو هوډ څرګند کړی او په وینا یې دې سره به ''باسفورس کې د ترکیې حقونو خپلواکي پیاوړې شي. ''

ترکیه کې د استانبول کانال له پروژې سره کلک مخالفتونه څرګند شوي، او شنونکي د دې ډېر لګښت او چاپیریالي اغېز له کبله اندېښنې څرګندوي، که څه هم له دې سره سره تر اوسه معلومه نه ده چې استانبول کانال او مونتریکس هوکړه له څه ډول ننګونو سره مخامخېدای شي، خو څرګنده ده چې په ځايي توګه به دا موضوع د ترکیې په اجنډا کې شامله وي او د حکومت او اپوزېسیون تر منځ به د مخالفتونو ډېرېدو لامل وي.