بریتانوي عالمان: مسلمانان روژه کې هم کورونا واکسین لګولی شي

مسلمانا

د عکس سرچینه، Getty Images

دیني عالمان او د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې 'روغتیايي خدماتو ملي ادارې' مشرانو په دې ټینګار کړی چې مسلمانان په روژه میاشت کې هم د کورونا واکسین لګولی شي او د دې کار لپاره اړتیا نشته چې روژه ماته کړي.

مسلمانان روژه کې د ورځې خوراک او څښاک نه کوي.

بریتانیا کې د جوماتونو او عالمانو د ملي مشورتي بورډ مشر قاري عاصم وايي د کورونا واکسین بدن کې د وینې پر ځای غوښه (عضله) کې لګول کېږي، غذائیت نه لري نو له همدې کبله یې له لګولو د روژې د ماتېدو اندېښنه هم نشته.

هغه بي بي سي ته ویلي "د ډېری اسلامي عالمانو په وینا د روژې حالت کې د واکسین لګولو له کبله د روژې د مکروه کېدو یا ماتېدو اندېښنه نشته."

نوموړی زیاتوي: "مسلمانو وروڼو ته زما پیغام دا دی که تاسې د واکسین لګولو په شرایطو برابر یاست او د نوملیکنې د نمبر له مخې د واکسین لګولو بلنه درکړ شوې وي، نو اړتیا ده له ځان دا پوښتنه وکړئ چې ایا تاسې ته له کورونا ‍د خوندیتوب لپاره ګټور ثابت شوي واکسین لګوئ چې د کورونا له وبا مو ساتي، که په کورونا د اخته کېدو خطر ته ځان ورکوئ، چې ناروغوي مو او ښايي له کبله یې روغتون کې بستر او د ټولو روژو خوړلو ته مجبور شئ."

له روژه ماتي وروسته واکسین

د عکس سرچینه، DR SHEHLA IMTIAZ-UMER

د عکس تشریح،

ډاکټره شهلا امتیاز عمر له مسلمانانو غواړي چې واکسین وکړي.

د بریتانیا د عامې روغتیا ملي ادارې دې ستونزې ته د حل لپاره یوه بله لار هم لټولې ده.

په نوټنګهم او برایټن سیمو کې د کورونا د واکسین څو مرکزونو کې د کار موده غځول شوې چې مسلمانان له روژه ماتي وروسته واکسین وکړي.

په هر ډول ختیځ لندن کې ډاکتره فرزانه حسین وايي اړینه نه ده چې مسلمانان روژه کې د ورځې له واکسین ډډه وکړي.

د هغې په وینا :" موږ پوهېږو چې ډېرو مسلمانانو سره ښايي په روژه کې د واکسین لګولو په تړاو اندېښنه وي. ډېر خلک فکر کوي چې روژه په ستن لګولو ماتېږي، خو داسې نه ده. ځکه په دې کې څه غذایت نشته."

نوموړې زیاتوي "د مسلمانانو اسماني کتاب قرانکریم کې ویل شوي چې د ځان ژغورل تر هر څه مهم دي. د یوه شخص ژغورل د ټول بشریت ژغورل دي. نو پر مسلمانانو لازمي ده چې واکسین ولګوي."

بریتانیا کې واکسین لګولو ته د مسلمانانو د هڅولو لپاره له څو جوماتونو هم د واکسین د مرکزونو په توګه ګټه اخیستل کېږي.

واکسین ته لېوالتیا زیاتېدل

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح،

بریتانیا کې ځینې جوماتونو کې هم کورونا واکسین مرکزونه جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې د یوه نادولتي سازمان 'اپسوس موري' یوه سروې ښيي چې بریتانیا کې د لږکیو لخوا د واکسین لګولو پرېکړه کې ډراماتیک ډېروالی راغلی دی.

د دې سروې له مخې تېره جنورۍ کې ۷۷ سلنه کسان داسې وو چې یا یې واکسین کړی و او یا یې کولو ته چمتوالی ښودلی و، خو مارچ کې دا شمېر ۹۲ سلنې ته رسېدلی دی.

تمه ده چې روژه به له راتلونکې سې شنبې پیل شي.

بریتانیا کې د ټولنیز واټن له محدودیت سره سره جوماتونو کې په جماعت د لمونځ اجازه شته، خو خپل خپلوان یو بل کره نشي تللی.

د لمونځ اړوند سپارښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له مسلمانانو غوښتل شوي چې دوو ماسکونو سره لمونځ وکړي

د بریتانیا اسلامي روغتیايي ټولنې "بیما" د روزې میاشتې لپاره مسلمانانو ته یوه لارښوونه خپره کړې، چې ازاده هوا کې په لنډ ډول تراویح لمونځ وکړي او امامانو ته د خوندیتوب لپاره په 'مناسب ډول د دوو ماسکونو' د کارولو سپارښتنه پکې شوې ده.

د بریتانیا د اسلامي روغتیايي ټولنې استازې ډاکترې شهلا ممتاز عمر بي بي سي ته وویل: "موږ خپله ټولنه کې د کورونا له کبله پراخه مړینه کتلې ده. موږ به هڅه کوو او دا به ډاډمنوو چې راتلونکې روژه مو له دې وبا هغومره اغېزمنه نه شي."

هغه زیاتوي: "له بده بخته د تېر او روان کال (روژه مو د کورنا له کبله) اغېزمنه شوې ده، خو که واکسین ولګوو - دا به یقیني کوو هم چې موږ ټول د واکسین له کبله خوندي یو، نو راتلونکې روژه کې ټول معمولي مراسم ترسره کولی شوي."