د بریتانیا د ملکې الېزابت مېړه،‌ شهزاده فېلپ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو

Prince Philip in naval uniform at St Paul's Cathedral for a service to mark the Golden Jubilee

د عکس سرچینه، Getty Images/Tim Graham

د بریتانیا شاهي‌ ماڼۍ اعلان کړی چې د ملکې الېزابت مېړه، شهزاده فېلپ، د ۹۹ کالو په عمر نن جمعه سهار مړ شو.‌

شهزاده فېلپ په ۱۹۴۷ کې له الېزابت سره واده وکړ،‌ او نوموړې پنځه کاله وروسته ملکه شوه.‌ دی د بریتانیا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د ټولواکې یا ملکې خاوند پاتې شو.

بکنګهم ماڼۍ په دې تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ملکه په ژورې خواشینۍ اعلان کوي چې ګران مېړه يې د اېډنبرا ډیوک شهزاده فېلپ، مړ شوی دی. شهزاده فېلپ نن سهار په وینزر ماڼۍ کې ومړ. نور اعلان به په مناسب وخت کې وشي. شاهي کورنۍ د نړۍ په لروبر کې له خلکو سره په دې وير کې شریکه ده.".

ملکې الېزابت او شهزاده فېلپ څلور اولادونه، اته لمسیان/ لمسیانې او لس کړوسیان/ کړوسیانې درلودې.

له اوږدې ناروغۍ وروسته مړینه

شهزاده فېلپ د روان میلادي کال په لومړیو کې د روغتیایي وضعیت خرابېدو له کبله روغتون کې بستر شوږ. نوموړی یوه میاشت روغتون کې و او بلاخره تېره می میاشت کې رخصت شو.

نوموړی د لندن په سېنټ بارتولومیوز روغتون کې هم د زړه د تکلیف له کبله له څه مودې راهیسې تر درملنې لاندې و.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانس د شهزاده فېلپ پر مړینه خواشیني وښوده او زیاته یې کړه چې نوموړی د بې شمېره ځوانانو لپاره یو الهام بښونکی کس و.

ښاغلي جانسن وویل، شهزاده فېلپ د بریتانیا شاهي کورنۍ ثبات او د دې هېواد ملي ژوند او خوشحالۍ لپاره هلې ځلې وکړې.

د سکاټلنډ لومړۍ وزییرې نېکولا سټرجن هم د شهزاده فېلپ پر مړینه خواشیني وښوده.

نوموړې په یوه ټویټ کې د سکاټنلډ د حکومت او خلکو په استازیتوب له ملکې الېزابت او د بریتانیا شاهي کورنۍ سره غمرازي کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د بکهنګم ماڼۍ پر دروازه د شهزاده فېلپ د مړیني اعلان ځوړند کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د خپل دفتر مخې ته په دې مناسبت خبرو کې وویل:

''د اډنبرا ډیوک دلته په بریتانیا کې، په ټولګټو هېوادونو کې او په ټوله نړۍ کې د نسلونو مینه او درناوی ګټلی و. ''

د شهزاده له مړینې وروسته پر بکنګهم ماڼۍ د بریتانیا بیرغ نیم ځوړند حالت کې شو او پر مرکزي دروازه یې په دې هکله یو پیغام وټومبل شو.

حکومت له خلکو غوښتي چې د کورونا وبا مخنیوي لپاره د شاهي مېشت ځایونو په شاوخوا کې له یو ځای کېدو او ګڼې ګوڼې ډډه وکړي، خو سلګونه کسان د وینډسر ماڼۍ شاوخوا ته ورغلي او د ماڼۍ په شاوخوا کې یې د درناوي په پار د ګلونو ګېډۍ یې کېښودې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

شهزاده په ۱۹۴۷ کال کې له شهزادۍ الیزابیت سره واده وکړ، چې پنځه کاله وروسته د بریتانیا ملکه شوه.

په تېره مارچ میاشت کې شهزاده د مرکزي لندن په کینګ اډورډ روغتون کې له یوه میاشت درملنې وروسته کور ته استول شوی و.

د شاهي چارو لپاره د بي بي سي خبریال نکولاس وچیل په خپل رپوټ کې وايي دا د ټول ولس لپاره د خواشینۍ وخت دی او ''په ځانګړې توګه د ملکې لپاره چې د ژوند ملګری یې له لاسه ورکړی، چې ۷۳ کاله یې ګډ ژوند ورسره وکړ. دا له هغه خورا ډېره موده ده، چې موږ یې په هکله فکر هم کولای شو. ''

د نوموړي په وینا ''شهزاده فېلپ د بریتانیا ملکې په واکمنۍ کې خورا غوره خدمتونه وړاندې کړل. ''

نوموړی د اډنبر ډیوک ستايي او په وینا یې ''دی په بشپړ ډول باوري و، چې هغه رول چې ملکه یې لري، خورا مهم دی او له دې کبله یې د هغې ملاتړ د ده مسوولیت دی. ''

نوموړی زیاتوي ''دا تعلق او د واده کامیابي د ملکې د واکمنۍ په بریا کې مهم رول درلود. ''