د ایران په نطنز اټومي تاسیساتو کې بیا 'پېښه' شوې

نطنز

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مرستیال ویاند بهروز کمالوندي وايي نن سهار 'د شهید احمدي روشن نطنز د یورانیمو بډاینې تاسیساتو د برېښنايي شبکې برخه کې' څه پېښه شوې ده.

هغه د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس سره مرکه کې په دې اړه د توضیحاتو په ورکولو سره ویلي: "د خوښۍ ځای دی چې دا پېښه انساني زیان او ککړتیا نه لري."

ښاغلي کمالوندي زیاته کړې "د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي او بشپړ مالومات به وروسته اعلان شي."

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رییس علي اکبر صالحي تېره شپه د ایران له دولتي تلویزیون سره خبرو کې ویلي و: "دښمن زموږ د سانټرفیوجونو د مونتاژ تالار څو میاشتې وړاندې والوځاوه، خو موږ کار ونه دراوه او داسې لنډمهاله تالار مو جوړ کړ چې د لاسه وتلي تالار چارې پر مخ وړي."

د ښاغلي صالحي په وینا "دمګړۍ نطنز ته نږدې د غرونو زړه کې شپه او ورځ کار کوو چې حساس تالارونه د غرو دننه یوسو او هیله من یو چې د پام وړ تالارونه به راتلونکی کال د غره دننه چمتو شي او دا تاسیسات به هلته ورولېږدوو."

تېر کال چینګاښ میاشت کې د ایران په نطنز اټومي تاسیساتو کې چاودنه شوه چې د ایران حکومت وروسته د دښمن "ورانکاري" وبلله.

په نطنز اټومي تاسیساتو کې د تېر کال د چاودنې پر وړاندې پراخ غبرګونونه وښودل شول او له پیله داسې انګېرل کېده چې دا پيښه به په لوی لاس او عمدي ډول شوې وي.

د ۱۳۹۹ کال د سرطان/چنګاښ د ۱۲ تر پېښې مخکې او وروسته د نطنز د یورانیمو بډایه کولو تاسیسات

د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر دې چاودنې وروسته وویل چې د پېښې "دقیق" لامل یې مشخص کړی خو د "امنیتي پاملرنو" له مخې به هغه "په مناسب وخت کې" اعلان کړي.

که څه هم تهران دا پېښه کوچنۍ بلله خو د سپوږمکیو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو ښوده چې د نطنز د سانټرفیوجونو د مونتاژ یوې مرکزي ودانۍ ته دروند زیان اوښتی دی.

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې چاودنې یوه ورځ وروسته په یوه مفصل راپور کې د منځني ختیځ د یوه استخباراتي چارواکي په حواله ولیکل چې چاودیدونکي توکي "د سانټرفیوجونو د بېلانسولو تالار کې چې لا یې چارې نه وې پېل کړې" ځای پر ځای او الوځول شوي دي.

دې ورځپاڼې زیاته کړې وه چې دا "عملیات" ښايي "اسراییل" ترسره کړې وي.