انځورونه؛ غزه کې ویجاړي او ویر
په غزه تړانګه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ترینګلتیا لاهم دوام لري، چې د عامو وګړو ویجاړي او ویر یې لا پسې زیات کړی دی.
په غزه کې اسراییلو یوه کارخونه بمبار کړې ده چې لوګی ترې پورته کېږي
اسراییل وايي، هوايي بریدونو یې د حماس پوځي هدفونه ویشتلي، خو بریدونو کې یې د برېښنا مزي او پایې ویشتل شوې او لویې ل ارې ویجاړې شوې دي.
د یکشنبې ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ وه
یو ماشوم عسقلان ښار کې
یوه اسراییلۍ ښځه اشدود ښار کې د هغې پر کور د توغندي ویجاړي ګوري
اشدود کې یو کور
لوېدیځه تړانګه کې فلسطینیان د اسارییلو د بمباري ویجاړي ګوري
ریاض له کنډوالو د خپل رایستل شوي زوی لاس ماچي کوي د هغه ۶ کلن زوی کنډوالو کې و
فلسطینیان الشفاء روغتون کې - هلته چې مړي او ټپیان ور وړل کېدل
دا ښځه عسقلان کې پر تلویزیون د جګړې خبرونه څاري
غزه کې یو سړی د خپلې ۱۲ کلنې لور پر مړي ژاړي
اسراییلیان په جګړه کې پر وژل شوي پوځي ویر کوي