جو بایډن د غزې بیارغولو د همکارۍ ژمنه وکړه

جو بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د بیارغاونې چارو کې د مرستو ژمنه کړي. د اسرائیل له لوري پر دې سیمه ۱۱ ورځنیو بمباریو کې درانه زیانونه اوښتي دي.

په دې بریدونو کې نژدې ۲۵۰ کسان وژل شوي او سلګونو ودانیو ته زیان رسېدلی. فلسطیني چارواکي وايي، د ویجاړ شویو کورنو بیا رغاونې لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده.

بل لور ته جو بایډن دا ټینګار هم کړی چې 'د اسراییلو د امنیت په تړاو زما په ژمنو کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی'.

د امریکا ځینو دیموکراټو غړو د ښاغلي بایډن پرخلاف د اسراییلو پر وړاندې یوڅه سخت دریځ خپل کړی دی.

شنونکي وايي، دیموکرات ګوند او غړو یې- په تېره ځوانانو- د اسراییلو پر وړاندې خپلې نیوکې ډېرې کړې دي.

ښاغلي بایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرو کې ویلي، "تر هغو چې د سیمې هېوادونه په ښکاره د اسراییلو موجودیت په رسمیت ونه پېژني، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ سوله نه شي راتلی".

د ویډیو تشریح،

فلسطینیانو او اسراییلو څنګه د اوربند هرکلی وکړ

اسراییلو په موقت ډول غزې ته د درملو، خوړو او سون‌توکو بار موټرو د ننوتلو اجازه ورکړې ده.‌

ملګرو ملتونو ویلي، غزه کې هغو لسګونو زره انسانانو ته د بشري مرستو رسول یې لومړیتوب دی چې په تېرو څو ورځو کې بې ځایه شوي دي.

اسراییلو کې ټول محدودیتونه لغوه شوي او په پام کې ده چې سر له یکشنبې ورځې ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

تر ۱۱ ورځو ترینګلتیا وروسته د جمعې په ورځ زرګونه فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول.

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ترینګلتیا تر ډېره غزه ډېره زیانمنه کړه، زرګونه وګړي بې ځایه شول او سلګونه زره وګړي د اوبو او برېښنا له لرلو بې برخې شول.

د سور صلیب نړیوالې کمېټې د منځني ختیځ برخې مشر فبریزو کاربوني ویلي "د څه کمو دوو اونیو جګړې ویجاړي جبیره کول به که لسیزې نه وي، څو کلونه وخت ونیسي."

له اوربند وروسته اسرائیل او حماس دواړو د بریا ادعا کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د جمعې پر ورځ ګهیځ وختي د اوربند له پلي کېدو وروسته اسرائیل او حماس وسله والو د بریا ادعاوې کړې.

د اسرائیل تر ولکې لاندې د ختیځ بیت المقدس په الاقصي جومات کې تاوتریخوالی د دې اوربند پر وړاندې لومړۍ ننګونه وه.

د امریکا متحدو ایالتونو، چین، اروپايي ټولنې او بریتانیا په ګډون د نړیوالې ټولنې یو شمېر هېوادونو له لوري د اسرائیل او فلسطیني وسله والو تر منځ د اوربند هرکلی شوی دی.

نړیوالو مشرانو له دواړو لوریو غوښتي چې د اوربند ثبات لپاره خبرې وکړي او له تاو تریخوالي ډډه وکړي.

بل لور ته د اسرائیل دفاع وزیر بینې ګانتز وايي، پر غزه د اسراییل هوايي بریدونو کمپاین د هغه پلانونو برخه و، چې ''له کلونو او میاشتو راهیسې چمتو شوي '' او په وینا یې د بریدونو سختۍ حماس وسله وال حیران کړل.

نوموړی وايي، ټول عملیاتي هدفونه ترلاسه شوي دي.

د ښاغلي ګانتز په وینا، ''پوځي فعالیت پای ته رسېدلی او اوس د سیاسي فعالیتونو وخت رسېدلی دی. ''

هغه زیاته کړه، اوس اړتیا ده چې د اسرائیل او غزه تر منځ پر پوله د اوږده مهال لپاره چوپتیا واوسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

نابلس کې مظاهره کوونکو پر اسرائیلي امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارنه وکړل.

د شین بیټ په نامه د اسرائیل امنیتي خدمتونو ادارې مشر ناداو ارګامان وايي، غزه عملیات ''د نورو په څېر نه و '' بلکې په وینا یې دا کېدای شي ''واقعیت بدلوونکي ثابت شي. ''

یروشلم پوسټ د نوموړي له قوله لیکلي:

''د لوبې اصول بدل شوي دي. له دې عملیاتو مخکې حماس هغسې نه دی چې یوه ورځ وروسته شو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د حماس سیاسي څانګې یو مشر اسماعیل هنیه له اسراییل سره اوسني تاو تریخوالي ''له دښمن سره د کړکېچ په تاریخ کې یو لوی ګام و. '' نوموړی وايي، دغې جګړې ''د خبرو تصور ته ماتې ورکړه '' ښاغلي هنیه دغه راز د ''ازادۍ لپاره مقاومت غوره ستراتیژیک انتخاب '' وباله.

ښاغلي هنیه زیاته کړه:

''موږ به د دې تحریک په توګه او د تحریک مشرتابه په توګه، د ملت او د نړۍ له ښو خلکو سره په شریکه غزه بیا ورغوو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سلګونه کسان له فلسطینیانو ملاتړ په موخه الاقصی جومات کې یو ځای شوي وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

وروسته فلسطینيان او اسرائیلي پولیس لاس او ګرېوان شول

د یادونې ده چې د اوربند له عملي کېدو وروسته اسرائیل او حماس دواړو لوریو کړکېچ ته د خپلې بریا نوم ورکړی او د ځان لپاره یې د سیاسي او پوځي بریالیتوبونو ادعا کړې ده.

د دغه ۱۱ ورځني کړکېچ بهیر کې د هوايي بمباریو او توغندیزو بریدونو پایله کې تر ۲۵۰ پورې کسان ووژل شول.

حماس وايي، دوی پر ختیځ بیت المقدس د اسراییل ولکې پای ته رسېدو تضمین ترلاسه کړی، چې له کبله یې اوسنی کړکېچ پیل شوی و.

خو اسراییل دغه څرګندونې ردوي او ادعا کوي چې د حماس ډلې پوځي زور یې مات کړی دی.

اوسنې اوربند د مصر په منځګړیتوب رامنځته شو، چې د اوربند څارنې لپاره به سیمې ته پلاوي واستوي.