سوندرلال باهوګونا ولې ونو ته غاړه ورکوله؟

Environmentalist Sunderlal Bahuguna talks to students during a water conservation awareness programme at a school in Chandigarh in 2008.

د عکس سرچینه، Reuters

هغه یو ځل په یوه مرکه کې ویلي و چې: "موږ له ځمکې او له طبیعت سره زور زیاتی کوو. د طبیعت قصابان رانه جوړ شوي دي."

سوندرلال باهوګونا چې تېره پنجشنبه د ۹۴ کلونو په عمر له کوویډ-۱۹ ناروغۍ ومړ، د نړۍ لروبر کې په داسې سړي پېژندل کېده چې د هند خلکو ته یې د چاپېریال ساتنې لپاره ونو ته ورغاړېوتل زده کړي و.

هغه په ۱۹۷۰یمه لسیزه د هند شمال کې د چیپکو په نوم د پورته شوي غوځښت له عمده مشرانو ګڼل کېده.

هندي ژبه کې چیپکو د 'ورغاړې وتلو' معنا لري.

د هند د همالیا غرونو لړۍ کې ښځې او سړي د باهوګونا او د هغه د ملګري 'چاند پرساد بټ' په غوښتنه د دې لپاره ونو ته ورغاړې وتل، چې ځنګل وهونکي یې له پرې کولو راوګرځوي.

دې یو پیاوړی پیغام لېږداوه او هغه دا چې "تر ونو وړاندې زموږ تنې پرې کړئ."

د باهوګونا لخوا پیل شوی غورځنګ په یوه داسې حرکت واوښت چې د نړۍ په تر ټولو لوړو غرونو کې یې د چاپېریالي کړکېچ له کبله ویجاړونکو پایلو ته د نړۍ پام ور واړاوه.

په ۱۹۷۰ کال اتراکنډ کې یو ویجاړونکي سیلاو کلیوالي اوسېدونکو ته د ځنګل وهلو تریخ درس ورکړ.

تاریخپوه رامچندرا ګوها چې د چيپکو غورځنګ کیسې یې نکل کړي وايي د اتراکنډ خلک داسې مهال له "خوبه راپاڅېدل چې د ځنګل وهلو، ځمکښوېدنو او سیلاونو ترمنځ د کلک تړاو" شاهدان وو.

ښاغلي باهوګونا او فعالو ملګرو یې تر دې درې کاله وروسته ونو ته ورغاړې وتل پیل کړل. دغو ځوانانو سوګند کړی و چې د سر په بیه به طبیعت ساتي.

ډېر ژر ښځې هم د همالیا د غرونو لړۍ کې له دغه پیل شوي غورځنګ سره یو ځای شوې.

دوی به هم له ونو غېږ تاووله او له تنو یې راکي ورته تړله.

راکي هغه سور رنګه تار دی چې هندي میرمنې یې د 'راکشه بندهن' مذهبي مراسمو پر مهال د خوندیتوب د دعا لپاره د خپلو وروڼو په مړوند پورې تړي.

دوی به په واورو کې مزلونه کول چې غرونو کې له نجارانو ارې او نور وسایل واخلي او د ونو له پرې کولو یې راوګرځوي.

باهوګونا ته چې په همالیا کې رالوی شوی و، لارې ګودرې ور مالومې وې.

هغه به خلکو ته ویل چې ځنګلونه وهل د کرهنیزو ځمکو د ویجاړۍ لامل ګرځي او پایله کې یې کلیوال سړي اړوځي، چې په کاروبار پسې ښارونو ته ووځي.

باهوګونا لیکلي د کار په لټون ښار ته د سړیو تګ ښځې اړباسي چې له کرنې پرته، د وخو، لرګیو او اوبو راوړلو په څېرو ټولو مسئولیتونو ته اوږه ورکړي."

همدا وه چې چیپکو غورځنګ د طبیعت ترڅنګ د ښځو د حقونو پر یو فعال حرکت هم واوښت.

د عکس سرچینه، Getty Images

د باهوګونا هڅې د کلونو په تېرېدو سره پیاوړی کېدې او نوموړی له خپلې ږېري او سر تړوني سره په یوه سمبول بدلېده.

د وخت په تېرېدو سره لا ډېرې ښځې او د کالج زدکوونکي نوموړي سره یو ځای شول. دوی به سوله ییز لاریونونه کول، ونې یې غېږ کې نیوې او روژې یې نیولې.

دغو هڅو بالاخره پایله ورکړه: په ۱۹۸۱ کال اوتراکنډ کې د ۱۵ کلونو لپاره د سوداګریزو اهدافو لپاره د ځنګلونو په وهل کېدو بندیز ولګېد.

باهوګونا دوه کاله وروسته د دې لپاره د همالیا د غرونو لړۍ کې ۴۰۰۰ کیلومتره پلی یون پیل کړ چې د چاپېریال ویجاړیو ته د خلکو پام واړوي.

هغه په ۱۹۹۲ کال سر وخرایه او هند کې یې د اوبو د تر ټولو لوړ 'تهري' بند د جوړېدو په اعتراض کې روژه پیل کړه.

باهوګونا د هغو کسانو له ډلې و چې د دغه بند د جوړېدو لپاره یې خپل پلرني کورونه له لاسه ورکول.

دغه نه ستړی کېدونکی کمپاینر هېڅکله غلی نه شو او تل به یې د ځنګلي چارواکو او خصوصي قراردادیانو ترمنځ د جوړجاړیو پر وړاندې چې ځنګل ته یې زیان اړاوه، غږ پورته کاوه.

یو ځل چې کله د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي د باهوګونا د غورځنګ په اړه وپوښتل شول- نوموړي وویل: "که رښتیا ووایم، د دغه غورځنګ پر اهدافو ډېر نه پوهېږم. که موخه یې دا وي چې ونې دې نه وهل کېږي، بشپړ ملاتړ یې کوم."

د باهوګونا غورځنګ او تګلاره د وخت له تېرېدو او بدلونونو سره سره ژوندي پاتې دي.

په ۲۰۱۷ کال فعالانو ممبۍ کې د دې لپاره له ونو غاړې تاو کړې چې ټاکلې وه د اورګاډي ټپلۍ د یوې پروژې لپاره ۳۰۰۰ ونې پرې شي.

سوندرلال باهوګونا یو کارېزماتیک زاهد او د ګاندي د اصولو یو بې تجمله لاروی و. هغه په یوه کوچني اشرام کې اوسېده، تاوتریخوالی یې غنده او تر پایه سیاست کې ښکیل نه شو.

نوموړي د "بهرنۍ سوداګرۍ" پرتله په ځان بسیاینې ډېر باور درلود او مادیت پالنه یې غندله.

هغه به ویل چې اړتیا ده چې هند د انساني خځلو، شمسیو، باد او د روانو سیندونو له اوبو له تاوتریخوالي پرته ټولنې ته دایمي انرژي برابره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د باهوګونا ټینګار پر دې و چې د انرژۍ د کم لګښت لپاره دې ماشینونه پرمختللي شي.

هغه په ۱۹۲۷ کال د همالیا په یوه لوړه پرته 'تهري' سیمه کې زېږېدلی او له څېړۍ، نښتر او صنوبر ونو سره رالوی شوی و.

د بي بي سي یو پخوانی همکار امیت باروه په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د ښوونځي له زدکوونکو سره همالیا غورونو ته د دې لپاره تللی و چې باهوګونا او د هغه فعالیت له نږدې وګوري.

هغه ښاغلی سوندرلال داسې کس موندلی چې لانجه او شخړه یې نه خوښوله، بلکې یو سپین زړی او نرم کلامه شخص و چې لا له وړاندې یې "همالیا کې د ونو د وهل کېدو او د چینو د وچېدو ترمنځ تړاو موندلی و."

امیت باروه د همالیا لړۍ کې د سفر پر مهال لیدلي و چې غرنۍ چینې په وچېدو دي او خلک اړوځي چې له لرې لرې ځایونو د څښاک اوبه برابرې کړي.

نوموړی وايي پر دې وپوهېده چې د باهوګونا فعالیت د هغه د خپل شخصي ژوند له تجربې سرچینه اخیستې وه.

سوندرلال باهوګونا خپل ټول ژوند د ځمکې او طبیعت ساتلو ته ځانګړی کړ و نو نوم به یې تل د چاپېریال ساتنې په مخکښو فعالانو کې یادېږي.