هند حکومت له خواله رسنیو غوښتي د کورونا ''هندۍ بڼې'' نوم باید لېرې کړي

Family members of a Covid-19 patient talks on a mobile phone inside a government hospital

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هند کې د کورونا دویمه خونړۍ څپه روانه ده

هند حکومت د خواله رسنیو شرکتونو ته امر کړی، هغه ټوله محتوا لېرې کړې چې د کوویډ - ۱۹ 'هندۍ بڼې ' یادونه کوي.

د هند معلوماتي تکنالوژي وزارات وايي، د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا دغه ډول بي. یو. ۶۱۷ بللی او د 'هندۍ ' په توګه یادول یې جعل دی.

د یادونې ده چې د وېروس بېلا بېلو بڼو ته د بریتانوي او برازیلي په ګډون جغرافیايي نومونه ورکول کېږي.

پر هند حکومت له کورنا سره د مبارزې لړ کې نیوکې شوې دي.

تېره میاشت هند حکومت پر خواله رسنۍ ټویټر غږ وکړ چې له کورونا وبا سره د دوی پر مبارزه یو شمېر شوې نیوکې لېرې کړې او دې چارې د ګڼ شمېر کسانو غوسه راوپاروله.

د کورونا لپاره د 'هندۍ بڼې ' اصطلاح لېرې کولو امر سري دی، خو یوه کاپي یې رسنیزو شبکو ترلاسه کړې ده.

بل لور ته د یوې خواله رسنۍ ادارې اجرايي مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د هغو ټولو موادو لېرې کولو به 'خورا سخت وي، چې د کورونا 'هندۍ بڼې ' ته پکې اشاره شوې ده. '

د کورونا بي. یو. ۶۱۷ ډول وېروس تېر کال لومړی ځل هند کې وپېژندل شو او نژدې یو درځن هېوادونو ته خپور شو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

بي. یو. ۶۱۷ ډوله کورونا وېروس هند سخت ځپلی دی

ځینې هېوادونو له هند سره پر تګ راتګ کلک بندیزونه لګولي دي.

هند د خواله رسنیو لپاره خورا پراخ بازار دی. د روان کال جنورۍ شمېرې ښيي چې د ټویټر لپاره درېیم لوی مارکیټ دی.

بل لور ته هند حکومت سږ کال یو شمېر لارښوونې خپرې کړې، چې په وینا یې پر هدف یې له خواله رسنیو د ناسمو معلوماتو لېرې کول او د دې رسنیو ناوړه استعمال مخنیوی دی.

د دې اصولو له مخې که پر کومه خواله رسنۍ داسې څه خپاره شي، چې 'غیر قانوني ' بلل کېږي، اړوند شرکت ته یې د لېرې کولو امر کېدای شي.