د دوبۍ واکمن 'بې درکه' لور لطیفه ته منسوب نوی تصویر خپور شوی

تصویر

د عکس سرچینه، Instagram

روانه اونۍ د خواله رسنۍ انسټاګرام پر دوو شخصي حسابونو یو خپور شوی تصویر د دوبۍ د واکمن لور شهزادۍ لطیفه بلل شوی، چې له څو میاشتو راهیسې نه لیدل شوې او نه یې هم په هکله څه اوریدل شوي دي.

د تېرې فبرورۍ میاشتې نیمايي کې بي بي سي پنوراما خپرونې یوه پټه ثبت شوې ویډیو خپره کړه، چې پکې شهزادۍ لطیفه ویلي، د یرغملې په توګه ساتل شوې او خپل ژوند ته متوجه خطر ته اندېښمنه ده.

که څه هم د شهزادۍ لطیفه یوه نژدې کس وايي، تازه خپور شوی تصویر د هغې دی، خو بي بي سي نه ده توانېدلې دغه تصویر تایید کړي او په دې هکله نور معلومات هم نه دي ورکړل شوي.

په تصویر کې په ظاهره داسې ښکاري چې شهزادۍ لطیفه د دوبۍ په امارات مال (ایم او اې) نومي بازار کې له دوو نورو ښځو سره یو ځای ناسته ده.

تازه تصوير

د لطیفه ملګرو بي بي سي ته وویل، دوی دغه دواړه ښځې پېژني او لطیفه هم ورسره پېژني.

دې دواړو ښځو د سې شنبه پر ورځ دغه تصویر پر خپلو انسټاګرام پاڼو خپور کړی چې د اخیستو نېټه یې نه ده ښوولې او ورسره یې لیکلي دي : ''په ایم او اې کې له ملګرو سره یو خوندور ماښام. ''

بي بي سي په دې باور ده، چې اوس خپور شوی تصویر تصادف نه دی، بلکې له نورو تازه پېښو سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، @shinnybryn

د عکس تشریح،

دغه تصویر پر خواله رسنۍ هغو دواړو ښځو خپور کړی چې په تصویر کې ښکاري

د لطیفه خوشې کړئ په نامه کمپاین ډلې مرستیال مشر ډېوډ های په یوه اعلامیه کې وايي:

''موږ تاییدوو چې کمپاین کې یو شمېر پاموړ، مثبت او مهم پرمختګونه شوي دي، موږ اوسمهال د نورو جزیاتو خبره نه کوو او په مناسب وخت به یوه بله اعلامیه خپره کړو. ''

په لندن کې د متحدو عربي اماراتو سفارت په دې هکله د غبرګون څرګندولو لپاره د بي بي سي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

بل لور ته ملګرو ملتونو د تازه تصویر په هکله له څه ویلو ډډه کړې، خو د دې ادارې مسوولینو په وینا د ''لطیفه د ژوند په هکله د قانع کوونکو شواهدو انتظار '' کوي چې متحدو عرب اماراتو ویلي، وړاندې کوي یې.

د ویډیو تشریح،

د دوبۍ د امیر لور شهزادۍ لطیفه

لطیفه د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم له ۲۵ اولادونو یوه ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې له دوبۍ د تېښتې هڅه کړې وه.

په هند سمندر کې له اتو وروځو سفر وروسته کمانډو ځواکونو نوموړې له دغه سفر په زور وګرځوله او بېرته یې دوبۍ ته ولېږدوله.

د هغې پلار وروسته دا د 'ژغورنې عملیات ' وبلل.

د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې بي بي سي پنوراما خپرونې د شهزادۍ لطیفه هغه ویډیو خپره کړه چې په پټه ثبت شوې او د هغې دوستانو په لاس بهر ته استول شوې وه.

په هغه ویډیو کې شهزادۍ لطیفه د نیول کېدو او بېرته دوبۍ ته د ستنېدو کیسه کړې.

نوموړې په ویډیو کې ویلي چې روغتیايي یا قانوني اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته په یوه داسې ودانۍ کې یوازې ساتل کېږي چې ورونه او کړکۍ یې تړلی دي او پولیس پرې پهره کوي.