ایا ۷۵ میلیونه ډالر درې لسیزې ناحقه بند جبرانولی شي؟

Henry McCollum

د عکس سرچینه، Emily Baxter

د عکس تشریح،

هنري مککولم او ناسکه ورور یې لیون برون د دوو محکمو لخوا په دې ګرم پېژندل شوي وو چې ګوندې په ۱۹۸۳ کال یې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ تر جنسي تیري وروسته وژلې ده.

د امریکا شمالي کارولینا کې محکمې دوو وروڼو ته د دې لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو د ورکولو پرېکړه کړې چې له جرم پرته یې له درېو لسیزو ډېر بند تېر کړی دی.

هنري مککولم او ناسکه ورور یې لیون برون د دوو محکمو لخوا په دې ګرم پېژندل شوي وو چې ګوندې په ۱۹۸۳ کال یې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ تر جنسي تیري وروسته وژلې ده.

خو په ۲۰۱۴ کال د 'ډي اېن اې' نوي شواهد رابرسېره او راتلونکی کال دوی وبښل شول.

د دغو وروڼو قضیې امریکا یو ځل بیا د ناسمو محکومیتونو په اړه بحث تود کړی دی.

۷۵ میلیون ډالره تر دې دمه له ټولو ډېرې پیسې دي، چې امریکا کې د ناسم محکومیت د خسارې د جبران په یوه قضیه کې ورکول کېږي.

دغو دوو وروڼو ته د جمعې پر ورځ زندان کې په ناحقه د هر تېر کړي کال لپاره یو - یو میلیون ډالر چې سړي سر ۳۱ میلیونه کېږي، ورکړ شول.

دوی ته پر دې سربېره ۱۳ میلیونه ډالر د جزايي خسارې په توګه هم ورکړ شوې دي.

د هنري مککولم او لیون برون وکیلان وايي دا د امریکا په تاریخ کې د ناسم محکومت یوه شریکه قضیه کې تر ټولو ستر جبران دی.

ښاغلي مککولم له خپل ورور سره د محکمې له ودانۍ د راوتلو پر مهال داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډنډ وې وویل:

"د خدای شکر پر ځای کوم. اوس هم ګڼ بې ګناه کسان زندانونو کې پراته دي."

قضیه څنګه وه؟

د ۱۹۸۳ کال د سپتمبر په ۲۴مه پولیسو د شمالي کارولینا په یوه کوچني 'رېډ سپرېنګز' ښار کې له کروندو د یوې ۱۱ کلنې سپین پوستې نجلۍ جسد وموند.

دوی ورپسې ورځ د یوه ټولګیوال د ګنګوسې پر بنسټ ښاغلی مککولم چې هغه مهال ۱۹ کلن و له خپل کوچنی ورور برون سره چې ۱۵ کلن و، یو ځای ونیو.

دا دواړه تورپوستي امریکایان دي.

د رپوټونو له مخې پولیس دا دواړه وروڼه د وکیل له حضور پرته له څو ساعته اښتنو پوښتنو وروسته دې ته اړباسي چې له وړاندې لیکل شوي اعترافات لاسلیک کړي او یو بل دغه جرم کې ښکیل وبولي.

د محکمې اسنادو کې راغلي چې دغو وروڼو لیک لوست او ان په دې پوهېدو کې ستونزه درلوده چې څه لاسلیکوي.

دواړو وروڼو ته د اعدام سزا اورول شوې وه.

ښاغلی برون هغه مهال شمالي کارولینا کې تر ټولو کم عمره بندي و چې پر اعدام محکومېده. د هغه سزا وروسته عمري بند ته راکښته شوه.

دې جرم سره د دغو ورونو تړاو هېڅکله په فیزیکي او د عدلي طب په شواهدو ثابت نه شو.

په ۲۰۱۴ کال د 'ډي اېن اې' معایناتو اصلي مجرم را برسېره کړ.

هغه روسکو ارتېس نومېږي، چې د قتل په یوه جلا قضیه کې د ورته تورونو له کبله د عمري بند شپې سبا کوي.

امریکا کې د محاکمو ناسمې پرېکړې څومره عامې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د برازیل زندانونو کې شاوخوا ۶۶۰ زره کسان بندیان دي، چې په نړیواله کچه د ډېرو بنديان لرونکو هېوادونو څلورم ځای یې خپل کړی.

په ۱۹۸۹ کال امریکا کې د سپیناوي ملي ادارې لخوا د ارقامو د راټولو له پیل راهیسې ۲ زره ۷۸۴ کسان له هغو تورونو سپین بلل شوي چې له مخې یې په سزا محکوم شوي وو.

د دغو مواردو تر نیمو ډېرې پېښې د اجراییه او مقننه قوې د ناسم چلن او پریکړې له کبله رامنځ ته شوې.

نږدې ۵۰ سلنه هغه کسان چې وروسته بې ګناه ثابت شوي تورپوستي امریکایان دي.

دغه مالومات ښيي چې امریکا کې د یوه سپین پوستي پرتله د دې امکان اووه برابره ډېر دی چې یو تور پوستی دې په ناحقه په قتل محکوم شي.

امریکا کې د ناسم محکومیت لوړ جبران عام دی؟

امریکا کې په ناحقه محکوم شوي کسان کولی شي چې د حیثیت د اعادې او د خپلو نقض شویو حقوقو د جبران غوښتنه وکړي، خو په ګڼو مواردو کې شکایت کوونکو ته هیڅ هم په لاس نه ورځي.

لامل دا دی چې د امریکا اوسني قوانین د قانون نافذوونکي تر ډېر خوندي ساتي او له هغوی سره د ناسم چلن حساب کتاب ستونزمن دی.

په هره توګه په ۲۰۲۰ کال مېنې سوټا کې د پولیسو د یوه افسر لخوا د جورج فلویډ او کېنټاکي کې د برېونا تيلر وژل کېدو چې د لومړي کورنۍ ته وروسته ۲۷ میلیون ډالر او د بل ته ۱۲ میلیون ډالر خساره ورکړ شوه، پر پولیسو فشار ډېر کړی دی.

امریکايي محکمې د یوه کال ناحقه بند قیمت څرنګه ټاکي؟

امریکا کې د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګډون ۳۶ ایالتونه دمګړۍ د ناسم محکومت د جبران لپاره خپلې قانوني لارې چارې لري.

شمالي کارولینا کې د والي لخوا بښل شوی کس د دې مستحق ګڼل کېږي چې د هر کال ناحقه بند پر سر ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي، خو د خسارې د جبران ټوله کچه له ۷۵۰ زره ډالرو نشي اوښتی.

په ۱۹۷۶ کال د جنسي تېري او شوکې د ناسمو تورونو له مخې بندي شوي تور پوستي روني لانګ ته همدومره ګرمه ورکړ شوې وه.

د هغه وکیل اوس وايي چې نوموړي ته د کال د ۵۰ زره ډالرو د خسارې په حساب له ۴۴ کاله ناحقه بند څخه یوازې د ۱۵ کلونو خساره ورکړ شوې ده.

د امریکا تاریخ کې یوازې دوو نورو کسانو له روني لانګ ډېر ناحقه بند تېر کړی دی.

پیسې څه درد دوا کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ویل کېدل، چې دوی له ۱۰۰ میلیونه ډالره ډېرې پېسې د ټګ کس بانکي حساب ته لېږلي دي

د ناسمو تورنو له مخې بندي شوي کسان کولی شي چې د خسارې د جبران پر پیسو ځان ته د ژوند لومړنۍ اړتیاوې، کور کالي او حقوقي خدمات برابر کړي او بېرته پر پښو ودرېږي.

پروفیسور لاو بي بي سي ته وویل چې د چارلېس فېنچ په نوم یوه کس چې ۴۳ کاله یې د قتل ورته ناسمه قضیه کې بند تېر او په ۲۰۱۹ کال خوشې شوی، تر اوسه یوه روپۍ هم نه ده ترلاسه کړې.

ښاغلی فېنچ اوس ۸۱ کلن دی.

پروفیسور لاو وايي چارلېس فېنچ اوس سپین ږېری دی او کار روزګار نشي کولی.

نوموړی زیاتوي چې ناحقه بندي شویو کسانو ته باید په وخت د خسارې جبران ورکړ شي، چې د ناسم محکومیت ناوړه اغېزې لا ډېر دوام ونه کړي.