د کوویډ - ۱۹ هغه ناروغ سړی نیول شوی، چې الوتکې ته د خپلې مېرمنې په کالیو کې ختلی و

اندونیزیا

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه اندونیزیايي سړی په الوتکه کې د الوت پر مهال نیول شوی، چې پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته و او د خپلې مېرمنې پر ځای یې هوايي سفر کاوه.

دغه سړی چې یوازې د ډي وي په نامه یاد شوی، په برکه یا برقع کې الوتکې ته ختلی و. نوموړي دغه راز د خپلې مېرمنې پاسپورټ او د کورونا وېروس منفي معاینه هم له ځان سره درلوده.

که نوموړي د الوت بهیر کې کالي نه وای بدل کړي، ښايي راز یې خوندي پاتې شوی وای، خو ویل کېږي کله چې نوموړي الوتکه کې کالي بدلول، د خدمې کارکوونکو پام ورواوښت او د خطر زنګ یې وکړنګاوه.

ځايي پولیس وايي، پر ځمکه د الوتکې له کیناستو سملاسي وروسته دا سړی ونیول شو او د کورونا معاینه یې وشوه.

پولیسو خبریالانو ته وویل، د دغه سړي کورونا معاینه مثبته ثابته شوه او په کور کې د قرنطین کېدو امر ورته وشو.

د پولیسو په وینا د قرنطین مودې له پای ته رسېدو سره سم به د دې سړي محاکمه پیل شي. اندونیزیا کې دا پېښه داسې مهال شوې، چې د اسیا په کچه دغه هېواد د کورونا وېروس په خورا چټکۍ خپرېږي او چارواکو یې د مخنیوي لپاره سفري بندیزونه لګولي دي.

د اسیا په سویل ختیځو سیمو کې هره ورځ تر ۵۰ زرو پورې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو نومونه ثبتېږي.

دا وروستیو کې د دغې سیمې روغتونونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو ډېرېدو له کبله بستر موندل ګران شوي او روغتونونه د طبي اکسیجن له لږوالي سره مخامخ شوي دي.

په سیمه کې نژدې درې میلونه کسان پر دغه وېروس اخته شوي او تر ۷۲ زرو پورې کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

په سیمه کې د واکسین ورکولو سوکه بهیر او د وېروس دلتا ډول چټک خپریدل د ناروغانو او مړو د ډېرېدو لوی لاملونه بلل کېږي.