اسرائیل پر تېلي بېړۍ د خونړي برید پړه پر ایران اچولې

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید په دغه برید کې "ایراني ترهګرۍ" ګرم بللی او ویلي یې دي چې "ایران یوازې د اسرائیلو ستونزه نه ده او نړۍ باید غلې کېنه ني".

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر په عرب سمندر کې د اسرائیلي شرکت پر یوه تېلي بېړۍ برید- چې لږ تر لږه دوه کسان پکې ووېل شول، پړه پر ایران اچولې ده او له نړۍ یې غوښتي چې د ایران پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

په ایران پورې د اړوند "العالَم" ټلویزوني شبکې د راپور له مخې په سوریه کې د "مقاومت" ځواکونو اعلان کړی چې د اسرائیلو په مدیریت پر یو نفت وړونکي د برید مسؤل دي.

د دغه عربي ژبې خبري شبکې د وېبپاڼې د راپور له مخې، د عمان په سمندرګي کې پر دغه نفت وړونکې بېړۍ برید د هغه برید په غبرګون کې شوی چې اسرائیلو د سوریې په قیصر سیمه کې پر ضبعه هوايي ډګر کړی و.

څو ساعته وړاندې زودیاک اسراییلي شرکت چې د نفت وړونکې بېړۍ مدیریت یې پر غاړه دی، اعلان وکړ چې پر دې کښتۍ د برید په ترڅ کې د هغه دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د العالم په لیکنه د سوریې د قیصر سیمې پر هوايي ډګر د اسرائیلو په برید کې د "مقاومت عناصرو" دوه کسان وژل شوي وو.

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید په دغه برید کې "ایراني ترهګرۍ" ګرم بللی او ویلي یې دي چې "ایران یوازې د اسرائیلو ستونزه نه ده او نړۍ باید غلې کېنه ني".

اسرائیل پر دغه نفت وړونکې بېړۍ د برید پر وړاندې د "سخت" ځواب غوښتنه کړې او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره، د دغه برید جزئیات تر اوسه هم نه دي څرګند شوي.

ځیني امریکايي او اروپايي سرچینې چې د اطلاعاتو له راپورونو سره بلدتیا لري، ویلي چې د دغې پېښې اصلي مشکوک اړخ ایران دی خو تر اوسه د هغه د وروستي اعلان لپاره وخت شته.

د اسرائیلي شرکت په وینا یو له وژل شویو کارکوونکو څخه بریتانوي وګړی او بل روماني وګړی دی. دغه شرکت د یادو کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

دغه کښتۍ اوس مهال د امریکا متحده ایالتونو د یوې کښتۍ له سکورټ سره د خپل مسیر په دوام په حرکت کې ده.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي اوس مهال د عمان سواحلو ته څېرمه د دغه برید په تړاو څېړنې کوي.

په اسرائیلو کې یو ټلویزیون د نوم د نه ښودلو په شرط د دغه هېواد د یوه دولتي چارواکي په خبره ویلي چې ایران په دې برید کې چې بې پېلوټه الوتکې کړی، لاس لري خو دغه ادعا له بلې خوا تکرار او تأیید شوې نه ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت یو ویاند بي بي سي فارسي ته وویل: "موږ د عمان سواحلو ته نژدې د اسرائیلو تر مالکیت لاندې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د برید په تړاو خپاره شویو راپورونو په اړه خبر یو. د بریتانیا د وسله والو ځواکونو قومانداني اوس مهال په سیمه کې په دې اړه د څېړنو په حال کې ده".

اسرائیلي شرکت چې د کښتۍ مدیریت پر غاړه لري، وویل د دې کښتۍ څښتن جاپاني دی.

دا په وروستیو شپږو میاشتو کې له اسرائیلو سره د اړوند یوې کښتۍ لپاره دریمه دغه ډول پېښه ده. همداراز نژدې وروستي یو کال کې په ایران کې هم یو شمیر امنیتي پېښې شوې دي چې په پراخ ډول یې تر شا د اسرائیلو لاس درلودل په ګوته کېږي.

د بریتانیا د سمندري ځواک یو واحد چې له سوداګریزو کښتیو سره د همغږۍ مسؤلیت لري، ویلي داسې نه ښکاري چې دغه پېښه چې د عمان مصیره ټاپو ته څېرمه رامنځ ته شوې، سمندري غلا دې وه.