د امریکا عدلیې وزارت: "د ټرمپ مالیاتي اسناد باید کانګرس ته وړاندې شي"
ښاغلي ټرمپ تر اوسه د عدلیې وزارت دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی.
د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د دغه هېواد مالیې وزارت امر کړی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ مالیاتي اسناد کانګرس ته وسپاري.
خو د امریکا د کانګرس جمهوريپالو غړو د دغه هېواد د عدلې وزارت پرېکړه سیاسي بللې او غندې یې ده.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال حاضر نه شو چې خپل مالیاتي اسناد شریک کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت پرېکړه د امریکا د پخواني ولسمشر لخوا د دغو اسنادو د خپرېدو د مخنیوي هڅو ته زیان اړوي.
له ډونلډ ټرمپ پرته له ۱۹۷۶ کال راهیسې د امریکا ټولو ولسمشرانو په خپله خوښه خپل مالیاتي اسناد خپاره کړې دي.
ښاغلي ټرمپ تر اوسه د عدلیې وزارت دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی.
هغه وړاندې په وار وار ویلي چې د مالیاتو اداره یې د مالیاتي دوسیې په څېړلو بوخته ده او له همدې کبله دا اسناد نشي خپرولی.
خو د مالیاتو ادارې به په ځواب کې تل ویلي چې د دوی څېړنې د ټرمپ د مالیاتي اسنادو د خپرېدو مخه نه نیسي.
د امریکا د استازو جرګې رئیسي نانسي پلوسي د امریکا د عدلیې وزارت د پرېکړې ملاتړ کړی دی.
هغې ویلي د امریکا خلک باید پر دې پوه شي چې ډونلډ ټرمپ څرنګه د دغه هېواد امنیت او دیموکراسي کمزورې کړې دي.
د امریکا سترې محکمې د روان کال فبرورۍ کې ښاغلي ټرمپ ته امر وکړ چې خپل مالیاتي اسناد له نورو مالي لاسوندونو سره د نیویارک څارنوالۍ ته وسپارلي.
ډونلډ ټرمپ تل پر نوموړي د ناقانونه اقداماتو لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي چې د سیاسي غچ اخیستنې قرباني شوی دی.