د تهران ښار تیاتر مخې ته لاریون 'پر تاوتریخوالي اوښتی'

tehran

د عکس سرچینه، UGC

پر خواله رسنیو ځینې انځورونه خپاره شوي چې ښکاري د تهران ښار تیاتر مخې ته د خوزستان له خلکو سره د همغږۍ لپاره د خلکو راغونډېدل پر تاوتریخوالي اوښتي دي.

په پیل کې ځینې خلکې د خوزستان له خلکو سره د همغږۍ په‌ پار د ښار تیاتر ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو او ترانه یې ویله.

انتظامي ځواکونه هم د دوی منځ کې لیدل شوي، خو ظاهراً‌ د امنیتي کسانو له لوري د ځینو راغونډو شویو کسانو تر نیول کېدا وروسته د پارک شاوخوا کې وضعیت ترینګلی شو.

بي بي سي ته ځینو رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې د تهران تیاتر ودانۍ شاوخوا واټونو کې پر خلکو اوښلن ګاز کارول کېږي.

نن ځینو هنرمنانو هم د ښار تیاتر ودانۍ مخې ته د راغونډېدو بلنه ورکړې ده.

دغه خلک د ۱۳۹۸ کال اعتراضونو کې له وژل شویو خلکو سره د خواخوږۍ په پار راغونډ شوي وو، همدارنګه خوزستان کې یې له ځپل شویو خلکو سره هم خپله همغږي اعلان کړې ده.

دوی دا شعار هم ورکاوه چې "خوزستان اوبه نه لري"، "له خوزستانه تر تهرانه"، "یووالی یووالی"، "هېواد اوبه نه لري" او "فشار دوام لري".

د تهران مرکز کې په موبایل ثبت شویو انځورونو کې ښکاري چې راغونډ شوي خلک چیغې وهي "پر اسلامي جمهوریت مرګ" او هم‌مهاله له امنیتي کسانو تښتي.

په انځورونو کې دا هم لیدل کېږي چې د ایران د مذهبي مشر پر ضد شعارونه ورکوي.

د خوزستان د خلکو لاریون د پنجشنبې په ورځ د اوبو د نشتوالي له کبله و، چې په تېرو څو ورځو کې په تدریجي ډول نورو ښارونو ته هم وغځېد.

تېره ورځ په تهران کې هم د نارامیو رپوټونه ورکړل شوي، چې وايي امنیتي کسانو د پرسپولیس د مینه والو- چې د ایران د حکومت پرضد یې توند شعارونه ورکول- پر یوه غونډه هم برید کړی.

همدارنګه ځینو میندو او ښځو د خپل وژل شویو بچیانو لپاره د عدالت چیغې هم وهلې او له نورو یې غوښتي چې له دوی سره یوځای شي.

څو ګړۍ وروسته دغه ښځې او میندې نیول شوې دي.