د امریکا عدلیې وزارت: سولروینډز سایبري برید کې د مخکښو امریکايي څارنوالانو برېښنالیکونه هک شوي

attorney office new york

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی چې د تېر کال په یوه سایبري برید کې د نږدې ۳۰ جګپوړو امریکايي څارنوالانو او د هغوی د دفترونو برېښنالیکونه هک شوي دي.

دا سایبري برید د سولروینډز په نوم د سافټویر په کاروونکو شوی او د امریکا د حکومت خلاف د سایبري جاسوسۍ تر ټولو ناوړه برید بلل شوی و.

واشنګټن د دغه برید تور پر مسکو پورې کړی دی.

اوس د امریکا عدلیې وزارت وايي دغه سایبري برید کې ‍د ۲۷ امریکايي څارنوالو د دفترونو لږترلږه یو کمپیوټر هک شوی دی.

دې کار دا وېره پیدا کړې چې هکرانو به د مخبرانو د نومونو په ګډون د امریکايي څارنوالانو ډېرو حساسو مالوماتو ته لاسرسی موندلی وي.

د امریکا یوه پخواني فدرالي څارنوال ګیل سوفېر بي بي سي ته ویلي: "دا [ موضوع] په فوق العاده ډول ډېره جدي ده."

هغه وايي د څارنوالانو برېښنالیکونو کې "خورا حساس، ډېر محرم، او اکثرآ ډېر پټ مالومات پراته وي."

د نوموړي په وینا که د دغو پټو مخبرانو هویت هکرانو ته په لاس ورغلی وي، دا مالومات د هغوي د هویت د افشاء کولو لپاره کارولی شي.

سایبري مجرمانو دغه برید کې د امریکا د حکومت او خصوصي سکتور ۱۸ زره کمپیوټري شبکو ته لاسرسی موندلی و.

په دوی کې د نیویارک د څلورو مهمو څارنوالانو دفترونه هم شامل وو چې د کارکوونکو ۸۰ سلنه مایکروسافټ ایمیل ادرسونه یې هک شوي وو.

دغه څارنوالان د امریکا په کچه یو شمېر ډېرې حساسې دوسیې پر مخ وړي. د دغه برید په اړه مالومات لومړی ځل تېر ډسمبر کې راووتل.

پخوانی فدرالي څارنوال رېناټو ماریوتي وايي: "په دغو دفترونو کې خورا حساسې څېړنې روانې وې."

هغه زیاتوي چې په دوی کې ځینې د ډېرې لوړې کچې مالي څېړنې هم شاملې دي، په دې معنا چې وتلي مالومات یې د باج اخیستلو او شوکې لپاره کارول کېدای شي.

د امریکا عدالیې وزارت ویلي هکرانو دغه بریښنالیکونه د ۲۰۲۰ کال مې میاشت کې او ان د سولروینډز د هک کېدو په اړه د مالومات تر خپرېدو شاوخوا اووه میاشتې وړاندې هک کړي وو.

دغه وزارت وايي د دغه سایبري برید ټولو قربانیانو ته مالومات ورکړ شوي او د دې هڅه کوي چې د دغه برید له اړخه "عملیاتي، امنیتي او خصوصي حریم ته پېښ خطرونه" راکم کړي.

خو دا یې په زغرده نه دي ویلي چې دغه برید کې څه ډول اطلاعات غلا شوي دي.

د جو بایډن ادارې اپریل کې د سولروینډز او نورو سایبري بریدونو غبرګون کې د روسیې خلاف بندیزونه اعلان کړل. مسکو دغو بریدونو کې له ښکلتیا انکار کوي.

بلخوا ښاغلی ماریوتي خبرداری ورکوي که کوم بهرني دولت د امریکا حساسو حقوقي دوسیو ته لاسرسی موندلی وي، نو کولی شي چې عامه بحثونو ته د لوري په ورکولو او یا ټاکنو کې د نفوذ لپاره یې وکاروي.

د نوموړي په وینا "دې لپاره ګڼ لاملونه شته چې بهرني دولتونه به ولې غواړي دا ډول اطلاعاتو ته لاسرسی ولري."