امریکا هم ایران پر اسراییلۍ بېړۍ د برید مسوول وباله

بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ایران پر اسراییلۍ بېړۍ د برید مسوول بولي.

تر دې مخکې د بریتانیا بهرنیو چارووزیر او د اسراییل لومړي وزیر هم ایران ته د دې برید ګوته نیولې وه.

اوس بېلنکن خپل بیان کې لیکي: "له استخباراتو څارلو وروسته باوري شوم چې ایران دا برید کړی دی. "

د عمان سمندرګي له سوېل د تېرېدو پر مهال پر مرسر سټریټ تېلي بېړۍ برید کې دوه کسان ووژل شول؛ چې یو بریتانوی او بل هم رومانیایی دی.

پر اسراییلي بېړیو تر دې وړاندې هم څو ځله بریدونه شوي خو دا لومړی ځل و چې مرګ ژوبله په کې واوښته.

ایران دې برید کې لاس لرل ردوي او وايي، د دغه هېواد دوښمنان پر ایران "پوچ تورونه" لګوي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران دا "غلیمانه چلن دې نازکه سیمه کې ټرانسپورټ او نړیوالې سوداګرۍ لپاره ماڼوګرۍ(بېړۍ چلولو) ته ګواښ دی. "

ښاغلي بلېنکن هم د بریتانیايي سیال په څېر ټینګار کړی چې دا هېوادونه او سیمه ییز ملګري یې ایران ته د "مناسب ځواب ورکولو" هڅه کوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب هم تر دې مخکې او د یکشنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ چې باید دا ډول بریدونه بند کړي.

هغه وویل: "بریتانیا دې نه منونکي برید ته د همغږي ځواب لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکاري کوي. "

ښاغلی راب دا برید "قصدي، هدفي او له نړیوالو قوانینو سره ټکر کې بولي. "

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم وايي، د دغه هېواد ارزونې ښيي چې ایران د جولای پر ۲۹ په ډېر باور "یوه یا څو کښتو سره پر مرسر سټریټ تېلي بېړۍ عمان ته نږدې نړیوالو اوبو کې برید کړی دی. "

دا بېړۍ د یوه اسراییلي میلیاردر په لاس کې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د ایران بهرنیو چارو وزارت د عمان سمندرګي سویل کې د اسرائیلو د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا یې "د ایران خلاف خیالي تور" بللی دی.

د دغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده دا تور "ماشومانه" بللی دی.

خو د اسراییل لومړي وزیر نفتالي بېنېټ نن (یکشنبه ۱ اګست) سهار د خپلې کابینې غونډه کې له دغه بریده د ایران انکار ته په اشارې سره وویل:

"اوس مې واورېدل چې ایران په یوه ډارن اقدام کې هڅه کوي چې د دغه برید له مسئولیت اوږې سپکې کړي. پرېږدئ په زغرده ووایم، چې ایران پر بېړۍ د برید مسئول دی".

ښاغلي بېنېټ پر اسراییلۍ بېړۍ برید "ستره تېروتنه" وبلله او ګواښ یې وکړ چې "موږ په هره توګه پوهېږو چې ایران ته په خپله بڼه څه درس ورکړو."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسرائیلي چارواکي په "دسیسه جوړولو" تورن کړي او ویلي یې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت باید "دغه دام" ته ونه لوېږي. "

ستره تېروتنه"

خو د اسراییل لومړي وزیر نفتالي بېنېټ پرون اعلان وکړ چې دغه برید کې د ایران لاس درلودو په تړاو "استخباراتي شواهد" موجود دي.

هغه وویل تمه لري نړیواله ټولنه په زغرده اعلان وکړي چې "ایران ستره تېروتنه کړې ده."

وړاندې د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یائیر لیپېډ هم ایران تورن کړی و چې په مېرسر سټریټ تیل لېږدونکې بېړۍ برید کې لاس لري.

هغه ویلي و "ایران یوازې د اسراییل ستونزه نه ده، یوه نړیواله ستونزه ده او چلن یې سوداګرۍ او د بېړیو ازاد تګ راتګ له خنډونو سره مخامخوي."

ښاغلي لیپېډ پرون (شنبه د جولای ۳۱مه) اعلان وکړ چې په دې تړاو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن سره غږېدلی دی.

هغه وروسته پر خپل ټویتر ولیکل: "له یو بل سره د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې چې ټولو ته ګواښ دی، همکاري کوو."

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، خپلو بریتانوي او رومانیايي سیالانو ته یې دا خبر ورکړی چې دغه برید کې یې اتباع وژل شوي دي.