افغانستان: د طالبانو بریا به هند او د سویلي اسیا سوله وازمايي

  • ویکاس پانډې
  • بي بي سي ډیلی
طالبان

د عکس سرچینه، EPA

د طالبانو لخوا په بېساري چټکتیا د افغانستان نیولو د ټولې نړۍ د امنیتي او ديپلوماسۍ د چارو کارپوهان حیران کړل.

د کابل له سقوطه څو ورځې وروسته، هېوادونه په بېړه خپل ديپلوماتان او اتباع له افغانستانه باسي، او د دوو لسیزو کار او پانګې اچونې ترشا پرېږدي.

د طالبانو واکمنېدل کېدای شي د جنوبي اسیا په جغرافیايي - سیاسي وضعیت کې د یو مهم بدلون سبب شي، او په تېره بیا د هند لپاره به یوه ازموینه وي، ځکه چې له تاریخي پلوه له چین او پاکستان سره سرحدي مناقشې او ترینګلي اړیکي لري - اټکل کېږی چې دواړه هېوادونه به د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول ولري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ اسان دی او پاکستان تل د خپل شمالي ګاونډي په چارو کې فعال رول درلودلی.

اوس چین هم لېوال دی چې افغانستان کې ترپخوا لا ستر رول ولوبوي. تېره میاشت د طالبانو مشرانو سره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې کتنه ښيي چې بېجینګ نه غواړي نور د یوخاموشه لوبغاړي په توګه پاتې شي.

د افغانستان او سوریې لپاره د هند پخوانی سفیر، ګاوتام موکوپادهیا، وايي دا ډول جیوپولیتیکي بدلون ښايي ټول شیان په بل مخ واړوي.

په کابل کې د افغانستان د دیموکراتیک حکومت، لوېدیځ او د هند په شان نورو دیموکراسیو ترمنځ یو سست اتحاد موجود و.

خو اوس ښايي پاکستان، روسیه، ایران او چین سره یوځای شي او د سترې لوبې په راتلونکي پړاو کې رول ولوبوي.

هند کې ځینې کسان دا د ډیلي یو بایلود او د پاکستان ستره کامیابي بولي.

خو پخوانی هندي دپلومات، نات میسرا، وايي دا یو ډېر ساده نظر دی، ځکه چې طالبانو، چې مشرۍ یې پښتانه کوي، هیڅکله د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په رسمیت نه ده پېژندلې، چې دا د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ ده.

دغه پخوانی هندي دیپلومات وايي د پاکستان لومړیتوب به داوی چې طالبان دا پوله په رسمیت وپېژني. خودا هم ریښتیا ده چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پاکستان ته د هند پرضد ستراتیژیکه ژورتیا ورکوي.

واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز د مشر مرستیال، مایکل کوګلمان، وايي اسلام اباد هر څه چې تل غوښتل تر لاسه کړي دي - افغانستان کې داسې یو حکومت چې په اسانۍ ورباندې اغېز وکولای شي.

ښاغلی کوګلمان وايي پاکستاني چارواکي ښايي دا د هند یوه ناکامي وبولي، خو پاکستان نور غټ ستراتیژیک هدفونه هم لري.

په اوسني وخت کې پاکستان خپل ځان ترټولو ستر سیمه ییز ګټونکی بولي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

یو شمېر هېوادونو ځانګړې الوتکې استولي چې له افغانستانه خپل وګړي وباسي

‎ کارپوهان وايي پاکستان، د امریکا او هند ترمنځ زیاتېدونکو اړیکو، او له اسلام اباد سره د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له سړو اړیکو خوشحاله نه و. د خپل هېواد د کمزوري اقتصاد له امله هم اندېښمن وو.

خو اوس اسلام اباد ځان ګټونکی بللی شي ځکه چې چین سره به یې ټینګه اړیکه، په افغانستان کې ګټوره وي.

بېجینګ هم نور د خپلې ځواکومنتیا له ښودلو ډډه نه کوي. ښاغلی میسرا وايی چین به اوس د خپلو قواعدو له مخې لوبه کوي او کولای یې شي.

چین په افغانستا کې اقتصادي ګټې هم لري چې معادن ته یې زیاتېدونکې اړتیا په پوره کولو کې مرسته کولای شي، خو لا مهمه داده چې پرطالبانو فشار اچولای شي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ممنوعه کړي او د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

پر دې غورځنګ باندې تور دی چې د چین د شینجیان مسلمان مېشته ایالت په ناکراریو کې لاس لري.

ښاغلی موکوپادهیا وايي چین او پاکستان به افغانستان کې یوه له بله سره مرسته کوي. خو روسیه او ایران هم ښکاري چې په همدې لاره روان دي - یو هم خپل سفارتي کارکونکي نه دي ایستلي اود دواړو هېواد دپلوماتان تراوسه پورې په کابل کې کار کوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

طالبانو ژمنه کړې چې غچ اخیستنې په نه وي، خو کارپوهان وايي تر اوسه له وخته وړاندې ده چې پر دې ژمنو باور وشي.

نو، اوس هند څه کولای شي؟ دا هېواد هیڅکله د پاکستان، امریکا یا روسیې پرتله افغانستان کې یو ستر لوبغاړی نه و.

خو ډيلي تل د امنیتي او کلتوري اړیکو په ودې کې برخه درلوده. په زرګونو افغانان په هند کې زدکړه اوکار کوي او روغتیايي درملنه ترلاسه کوي.

ښاغلی میسرا وايي د ډیلي لپاره کوم ښه غوراوی نشته. هغه وايي بد او ډېر بد انتخابونه دي.

د هند لپاره به ترتولو ستره ننګونه داوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني که نه؟ دا پرېکړه به هغه مهال لا سخته وي، چې په تېره بیا مسکو او بېجینګ طالبان په رسمیت وپېژني. کارپوهان وايي ښايي اسلام اباد د طالبانو غورځنګ په رسمیت وپېژني لکه هغسې چې ۱۹۹۹ کال کې یې وپېژاند.

داسې ښکاري چې اوسمهال به د هند تر ټولو ښه غوراوی دا وي چې طالبانو سره د خبرو اترو کانالونه پرانیستې وساتي. خو د دوي تر منځ تېرو اړیکوته په کتو به دا اړیکي له ناکرارۍ سره مله وي.

په ۱۹۹۹ کې طالبانو د هندي الوتکې تښتونکو ته خوندي لاره ورکړه - دا پېښه د هندیانو په ډله ییزه حافظه کې د یوې ترخې خاطرې په توګه پاتې ده.

ډيلي تل له شمالي ټلوالې سره نږدې اړیکي پالل - دا هغه ډله افغان جګړه مار وو چې ۱۹۹۶-۱۹۹۹ کې د طالبانو پرضد جنګېدل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د طالبانو جنګیالی په تولو سترو ښارونوکې ګزمې کوي

په داسې حال کې چې طالبانو کابل نیولی، هند به اوس غواړي د خپلو ګتو د خوندي کولو لپاره تېر هېر کړي، او په سیمه کې ثبات وساتي.

داسې اندېښنې شته چې اورپکې ډلې لکه جېش محمد او لشکر طیبه به د طالبانو د بریالیتوب له امله پیاوړې شي او د هند پرضد به بریدونه پېل کړي.

د بریتانیا د لانکاستر پوهنتون یو پروفېسر او د افغانستان په اړه د یو کتاب لیکونکی، امالېندو میسرا، وایی هند به اړ وي پر یوه نازکه دپلوماتیکه لاره ګام واخلي.

او داسې تګلاره به ورته پکار وي چې د کشمیر لانجمنه سیمه د مجاهدینو د راغونډېدو راتلونکي ځای باندې بدل نه شي.

کارپوهان وايي هند باید له طالبانوسره خبرو ته دوام ورکړي، باید پرېکړه وکړي چې د طالبانو پرضد کومه ټلواله کې به ګډون کوي که نه.

ښايي لوېدیځ یوه متحده جبهه جوړه کړي او پرطالبانو فشار جاري وساتي. د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د طالبانو حکومت په وړاندې د یو ګډ غبرګون غږ کړی.

نور احتمالات هم شته دي، کېدای شي شمالي ټلواله بیا سره راټوله شي، یا افغانستان د امریکا ترمشرۍ لاندې لوېدیځ او د چین، روسیې او پاکستان ګډې ډلې ترمنځ د سیالۍ او جګړې ډګر باندې بدل شي.

نو په دې ډول، دلته د هند لپاره اسانه غوراوي نشته، خو پرېکړه به یې د سیمې د سولې او نړېوال سیاسي - جغرافیايی وضعیت لپاره پایلې ولري.