سعودي عرب چارواکي وايي، د حوثي وسله والو توغندیو او ډرون برید یې شنډ کړی
حوثي وسله وال له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن حکومت ضد جګړه کوي.
سعودي عرب کې چارواکي وايي، د یمن له لوري یې د هغو دریو توغندیو او دریو ډرونونو مخه نیولې چې حوثي وسله والو توغولي وو. د سعودي عرب دفاع وزارت وايي، یو توغندی له دمام ښاره د تېرېدو پر مهال شنډ شوی، چې لاندې د غورځېدو له کبله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
بل لور حوثي وسله وال چې معمولاً د پولې له بلې غاړې ورته بریدونه کوي وايي، د سعودي نفتو پر زېرمو یې برید کړی.
دغه ډله وايي، بل برید په سویلي سیمو جیزان او نجران کې ترسره کړی دی.
د سعودي عرب د تېلو پر کارځایونو او زېرمو د دې بریدونو له کبله د کوم اغېز رپوټ تر اوسه نه دی ورکړل شوی.
له دې مخکې ۲۰۱۹ کال کې حوثیانو د سعودي عرب پر دوو کارځایونو د برید ادعا وکړه، چې چارې یې د سعودي عرب حکومت ملکیت شرکت (ارامکو) پر مخ بیايي.
یاد شرکت هغه وخت د موقت وخت لپاره د خامو تېلو تولید کې ۵.۷ میلیونه بېرله کموالی راوست چې د سعودي عرب د هغه مهال ټول تولید نیمايي ته رسېده.
۲۰۱۵ کال کې چې حوثي وسله والو پلازمېنه صنعا ښار ونیو، سعودي عرب د یمن په جګړې کې د هغه حکومت په پلویتوب ښېکل شو، چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی دی.
ملګرو ملتونو د یمن جګړه په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران بللی دی.
د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې پورې په دې جګړه کې د ۷۷۰۰ ملکي خلکو وژل کېدل تایید شوي چې ډېرې یې د سعودي عرب په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.
د دې جګړې څارونکي فعالان په دې باور دي چې د وژل شویو ملکي خلکو شمېر له دې خورا ډېر دی.
په امریکا کې د پېښو او بحرانونو شمېرو پروژې (اې سي ایل اي ډي) مسوولین وايي، د ۲۰۱۹ تر اکتوبر پورې دوی ته د ۱۰۰ زره کسانو وژل کېدو رپوټونه رسېدلي دي چې ۱۲۰۰۰ یې ملکي کسان دي او په مخامخ بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.