اسراييلي لومړي وزیر په یوه لسیزه کې مصر ته لومړنی سفر کړی
د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنت د مصر په شرم الشیخ سیمه کې د دغه هېواد له ولسشمر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو بوخت دی. دا یوه لسیزه وروسته مصر ته د یو اسراييلي لومړي وزیر رسمي سفر دی.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دواړه مشران به د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو تر څنګ د فلسطین او اسراییل تر منځ د خبرو پر بیا پیلېدو خبرې وکړي.
ښاغلی بېنت چې جون میاشت کې د بنیامن نتنیاهو پر ځای وټاکل شو، تېره میاشت یې مصر د سفر بلنه ومنله.
ښاغلی نتنیاهو له دې مخکې ۲۰۱۱ کال کې د مصر هغه مهال له ولسمشر حسني مبارک سره داسې مهال ولیدل چې نوموړی یوه میاشت وروسته د یوه ولسي پاڅون له کبله له واکه لېرې شو.
رپوټونو کې ویل شوي له دې مخکې هم نوموړی ۲۰۱۸ کال کې له ښاغلي السیسي سره د لیدو لپاره په پټه مصر ته تللی و، چې هغه د پراخو مظاهرو پایله کې د ټاکل شوي حکومت له ړنګولو وروسته د خپل هېواد مشري کوله.
مصر په ۱۹۷۹ کال کې لومړنی عربي هېواد و، چې له اسراییل سره یې د روغې هوکړه وکړه، خو د دواړو هېوادونو تر منځ تل اړیکي ساړه وو.
د مصر سینا سیمې ته د ښاغلي بېنت د سفر جزیات د امنیتي ملحوظاتو له کبله پټ ساتل شوی و او له ښاغلي السیسي سره یې د لیدنې رپوټ د خبرو له پیله لږ مخکې خپور شو.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله وویل:
''تمه کېږي، د دواړو مشرانو خبرو کې به د بېلا بېلو خپلمنځي مسایلو تر څنګ پر نړیوالو مسئلو او دغه راز د اسراییل او فلسطین تر منځ د سولې بهیر پر بیا پیل خبرې وشي. ''
دا وروستیو کې هغه اوربند مات شوی چې د مصر په منځګړیتوب رامنځته شوی و
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال یولاندي کنیل وايي، د سولي په هغو خبرو کې جدي پرمختګ شونی ځکه نه ښکاري چې ۲۰۱۴ کال دا لړۍ په ټپه ودرېده او ښاغلی بېنت یو ملتپال سیاستوال دی چې د فلسطین هېواد له رامنځته کېدو سره مخالف دی.
خو زموږ خبریال وايي، داسې احتمال شته چې غزه تړانګه کې د بیارغاونې په موضوع کې هوکړه وشي.
مصر د اسراییل او فلسطیني سخت دریځو ډلو تر منځ له ۱۱ ورځنیو سختو نښتو وروسته د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی و.
د هغو پېښو پایله کې اسراییل کې ۱۳ کسان او په غزه کې ۲۶۰ کسان وژل شوي وو.
دا وروستیو اونیو کې بیا د دې اوربند ماتېدو پېښو رپوټونه ورکړل شول.
اسراییل وویل، په غزه کې یې د حماس ډلې مرکزونه له هغه وروسته په نښه کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې پر اسرییل توغندیز بریدونه وشول.