افغان کړکېچ؛ انټوني بلېنکن د کانګرس د غړو له سختو نیوکو سره مخ شو

Secretary of State Antony Blinken

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دوشنبه د کانګرس غړو سره د افغان کشالې په اړه د خبرو پر مهال له سختو نیوکو سره مخ شو.‌

خو ښاغلي‌ بلېنکن یو ځل بیا په 'بحراني‌ وضعیت' کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ننګه وکړه.‌

د کانګرېس غړو پر بهرنیو چارو وزیر د نیوکو پر مهال تور ولګاوه چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې 'خپل افغان متحدین ' داسې حال کې تر شا پرېښودل چې هلته طالبان بیا واکمن شوي.

جمهوریت غوښتونکو له افغانستانه وتل د طالبانو پر وړاندې 'له سپکاوي ډکه ماتې ' وبلله، او دیموکراتیانو د ډونلډ ټرمپ حکومت او طالبانو تر منځ پر هوکړه تمرکز درلود.

خو ښاغلي بلېنکن غونډې ته وویل 'په افغانستان کې ' پاتې کېدو به هېڅ ګټه نه وای کړې او که امریکا هلته پوځیان پریښي هم وای، دا تضمین نه و چې ستونزه دې حل شي.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې له ۶۰۰۰ امریکایان او یو لک افغان وژل شوي او د دې جګړې لګښت دوه ټریلیونه ډالره بلل شوی دی.

په هېواد کې دننه او د متحدینو له پراخو نیوکو وروسته جو بایډن حکومت هڅه کړې چې د خلکو پام په افغانستان کې د وروستیو ورځو له پېښو بل لور کړي.

دوی په دې ټینګار کوي چې زیانونه د امریکا دې تر ټولو اوږدې جګړې ترڅ کې د تېروتنو له کبله رامنځته شول.

ښاغلي بلېنکن کانګرېس ته وینا کې د ولسمشر بایډن هغه خبره تکرار کړه، چې که "۲۰ کلونو، میلیاردونو ډالرو، روزنې او تجهیزاتو څه بدلون رامنځته نه کړ، نو له یوه، پنځو یا لسو نورو کلونو سره به څه بدلون رامنځته شوی وای؟"

نوموړي وویل، د امریکا هیڅ استخباراتي چارواکو تصور نه کاوه، چې افغان حکومت او پوځي ادارې به داسې ژر سقوط کوي.

خو د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو کمېټې جمهوریپال غړي میکایل مکاول له افغانستانه د امریکايي پوځ وتل 'طالبانو ته بې قید او شرطه تسملېدل ' وبلل.

نوموړي وویل، "که ښاغلي بایډن د پوځي سلاکارانو مشورې منلې وای، داسې به نه کېدل".

نوموړي زیاته کړه: "موږ اوس د طالبانو حکومت د وحشت رحم او مهرباني ته پاتې یو".

په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي بلېنکن وویل:

"۱۰۰ داسې کسان هلته پاتې دي، چې وتل غواړي، خو کله چې موږ له دوی ۶۰ کسانو ته د ایستلو لپاره اسانتیا چمتو کړه، ۳۰ ومنله".

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي د امریکا متحدینو کره شمېر یاد نه کړ، چې څومره په افغانستان کې پاتې دي.

د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په هکله ښاغلي بایډن وویل، که طالبان ټولو وګړو ته د سفر ازاددي‌ ورکړي نو بیا په دې اړه فکر کېدای شي.

نوموړي د دې تر څنګ ومنله چې له مزار شریف هوايي ډګره ځانګړو الوتکو ته د پورته کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه،"عملاً طالبان دا مهال د افغانستان حکومت دی، خو په وینا یې نړیواله ټولنه پر طالبانو ځکه ډېر نفوذ لري، چې افغانستان پر بهرنیو مرستو تکیه کوي.

ښاغلي بلېنکن کانګرس غړو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې، چې ترهګرو ډلو ته به افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي، خو په وینا یې امریکا به یوازې د دوی په ژمنو باور نه کوي، بلکې او د ګواښونو پر وړاندې به محتاط اوسي.

ښاغلی بلېنکن وايي، راتلونکو اونیو کې به واشنګټن له پاکستان سره اړیکو ته پام ډېر وکړي او پر دې به غور وشي، چې امریکا څه ډول رول غواړي او له پاکستانه د څه ډول رول تمه لري.

له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا اوس وخت نه دی چې امریکا له پاکستان سره خپلو اړیکو ته له سره کتنه وکړي. نوموړي په ځواب کې وویل، د ولسمشر بایډن حکومت به ډېر ژر دا کار وکړي.