چین نورو هېوادونو کې د سکرو انرژۍ لپاره د بټیو نه جوړولو ژمنه وکړه
د چین ولسمشر دا اعلان سه شنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپلې وینا پر مهال وکړ.
د چین ولسمشر شي جېنپنګ اعلان کړی چې هېواد به یې له دې وروسته په نورو هېوادونو کې د سکرو انرژۍ تولید لپاره بټۍ نه جوړوي. نوموړي دا اعلان سه شنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپلې وینا پر مهال وکړ.
له دې اعلان سره تمه پیدا شوې ده چې د نړۍ په کچه د کاربون ګازونو تولید به کم شي.
چین د اندونیزیا او ویتنام په ګډون ځینو هېوادونو کې د زېربناو جوړولو لویې پروژې لري او همالته یې د سکرو بټۍ هم جوړې کړې دي.
خو په دې وروستیو کې پر بیجنګ فشار ډېر شوی چې د دې بټیو مالي ملاتړ بند کړي او نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي چې د اقلیمي بدلون په تړاو د پاریس تړون هدفونو ته ورسېږي.
ولسمشر جېنپنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله ویډیویې وینا کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به مخ پر ودې هېوادونو سره د شنې انرژۍ تولید کې مرسته کوي او د سکرو انرژۍ لپاره به بټۍ نه جوړوي.
که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنکړل، خو د چین دې اعلان سره ښایي د نړۍ ګڼو مخ پر ودې هېوادونو کې د سکرو انرژۍ پروژې بندې شي.
چین د (کمربند او سړک) پروژې له مخې په ګڼو مخ پر ودې هېوادونو کې سړکونه، د اورګاډي پټلۍ، بندرونه او د سکرو بټۍ جوړوي.
خو د سږني ۲۰۲۱ په لومړیو کې چین له څو کلونو وروسته د دې پروژو مالي ملاتړ بند کړی دی.
د چاپېریال ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو استازي جان کېري د چین د دې ګام هرکلی کړی دی. نوموړي یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر جېنپنګ په دې پرېکړه ډېر خوشحاله دی.
ټاکل شوې ده چې د اقلمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس هم راتلونکې میاشت په سکاټلنډ کې وشي. د دې کنفرانس سمبالوونکو هم د چین د ولسمشر د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.