بایډن: امریکا به د نړۍ لپاره 'د واکسین زېرمتون شي'

قرنطین

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا متحده ایالتونه به د راتلونکي کال له پیله مخ پر وده هېوادونو ته د کورونا ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونو نورو خوراکونو مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دا ژمنه وکړه او په وینا یې هېواد به یې د 'واکسین زېرمتون ' شي.

د واکسین له دې اضافي مرستې سره د کورونا ضد واکسین شمېر یو میلیارد ته رسېږي چې امریکا یې د مرسته کولو ژمنه کړې.

ماهرین وايي، د ټولې نړۍ لږ تر لږه ۷۰ سلنې نفوس واکسینولو لپاره د دې ډول واکسینو لږ تر لږه ۱۱ ملیارده خوراکونو ته اړتیا ده.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال تر پایه په هر یوه هېواد کې د ۴۰ سلنه نفوس واکسینولو هدف ټاکلی دی، خو داسې باور نه کېږي، چې دا هدف به تر لاسه شي.

د بډایه هېوادونو له خوا مرسته شوي واکسینونه د روغتیا د نړیوال سازمان په مشرۍ د کواکس پروګرام له لارې پر اړو هېوادونو ویشل کېږي. د دې پروګرام چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې ډېره مرسته شوي واکسینونه په لږ مقدار کې ورکړل شوي او داسې مهال ورکړل شوي چې تاریخ تېریدلو ته یې لږ وخت پاتې وي.

دوی وايي کله چې د واکسینونو وخت کم پاتې وي دوی ته ستونزمنه ده چې پر وخت یې اړو هېوادونو ته ورسوي چې وکارول شي. د کواکس پروګرام چارواکي وايي که ولسمشر بایډن غواړي چې د راتلونکې کال تر دې مهاله پورې د نړۍ نفوس د کورونا ضد واکسین شي نو باید د مرسته شویو واکسینونونو د ورکړې بڼه بدله شي

د اکسفورډ پوهنتون معلومات ښيي، په داسې حال کې چې د لوړ عاید لرونکو هېوادونو حکومتونو خپل نژدې نیمايي نفوس ته د واکسین دواړه خوراکونه ورکړي، د لږ عاید لرونکو هېوادونو ایله دوه سلنه نفوس ته تر اوسه لومړنی خوراک ورکړل شوی دی.

بریتانیا هندي واکسین په رسمیت وپېژندل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کوویشلډ په هند کې تر ټولو ډېر کاریدونکي واکسین دي

بل لور بریتانیا حکومت بهر ته د سفر کوونکو لپاره لارښوونو کې د ترمیم له لارې ویلي، په هند کې د چمتو شوي استرازینیکا واکسین هندۍ بڼه تایید شوي واکسین دي.

خو تر اوسه بریتانیا حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي، چې له هنده دې هېواد ته ورتلونکي کسان به د ۱۰ ورځني قرنطین تېرولو ته اړتیا لري او که نه.

د بریتانیا له لوري د هندي کوویشلډ واکسین ردولو له کبله هند کې سخت احتجاج شوی.

کوویشلډ په هند کې خورا مهم واکسین بلل کېږي او تر اوسه پورې ۷۲۱ میلیونه کسانو ته ورکړل شوي دي.

هند د سې شنبې پر ورځ دغه اصول 'تبعیض ' وباله او له بریتانیا یې وغوښتل دغه هېواد ته د ورتلونکو هغو هندیانو قرنطین کول پرېږدي، چې بشپړه توګه واکسین شوي دي.

تر اوسه پورې بریتانیا رسماً هغه هندیان هم واکسین شوي نه بولي چې هلته یې دواړه خوراکه ورکړل شوي دي.

پر همدې بنسټ هغه هندیان چې بریتانیا ته رسېږي، چې ځان ګوښی قرنطین کړي او له ازادانه تګ راتګ مخکې د کوویډ - ۱۹ معاینات وکړي.