ترکیه کې چارواکي د ولسمشر اردوغان د روغتیا په تړاو د خواله رسنیو پیغامونو په هکله پلټنې کوي
ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهار شنبې پر ورځ له یو شمېر سفیرانو سره لیدلي
ترک چارواکي د هغو ۳۰ کسانو پر ضد قانوني پلټنه کوي چې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د روغتیا په هکله د جعلي معلوماتو خپرولو تورونه پرې لګېدلي دی.
ځايي پولیس وايي، دې کسانو د #اولموس له هشټګ سره چې په ترکي ژبه کې د مړي په مانا ده، ''ګډوډ معلومات '' خپاره کړي دي.
د ښاغلي اردوغان د روغتیا په هکله له ګنګوسو وروسته پر خواله رسنیو دغه هشټګ لاس پر لاس شوی دی.
د نوموړي پلویانو بیا د هغه د بوختیاوو تصویرونو په خپرولو سره د دې ګنګوسو مخنیوي هڅه کړې.
کلونه کېږي چې د ولسمشر اردوغان د روغتیا په هکله نا تایید شوې ګنګوسې خپرېږي او د نوموړي د حکومت مخالف سیاستوال اکثر مهال د هغه د روغتیا په هکله پوښتنې راپورته کوي.
۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر اردوغان د کولمو جراحي عملیات شوي او له هغه راهیسې هغه خپله هم په تکرار سره ویلي، چې په سرطان اخته نه دی.
روانه اونۍ د دا ډول ګنګوسو له بیا راپورته کېدو وروسته د ولسمشر اردوغان د عدالت او پرمختیا ګوند 'اې کي پي ' مسولینو د ولسمشر بوختیاوو په هکله معلومات رسنیز کړل.
د چهارشنبې پر ورځ ولسمشر اردوغان پلازمېنه انقره کې څو ځایه هغو مراسمو کې ګډون وکړ، چې واک ته د محافظه کار ګوند رسېدو ۱۹ کلیزې په مناسبت ترتیب شوي وو.
د ولسمشر اردوغان د عامه اړیکو مشر فحرتین التون هغه لنډکۍ ویډیو پر ټویټر خپره کړه، چې نوموړی پکې له رسمي موټره وتلو وروسته روان لیدل کېږي.
ښاغلي التون له دې ویډیو سره لیکلي: ''د دوستانو لپاره باور، د دوښمنانو لپاره وېره. ''
د ترکیې رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د جمعې پر ورځ ولسمشر داسې حال کې لیدل شوی، چې خورا په احتیاط یې ګام پورته کاوه او له هغه وروسته د نوموړي د روغتیا په هکله ګنګوسې خپرې شوې.
تېره میاشت هم له ورته ګنګوسو وروسته د ولسمشرۍ عامه اړیکو دفتر د ښاغلي اردوغان یو داسې ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې هغه پکې د باسکټبال لوبې په حال کې لیدل کېږي.
که څه هم ترکیه کې رسما د ولسمشر د روغتیا په هکله ډېر څه نه ویل کېږي، خو ۲۰۱۱ کال کې د هغه د جراحي عملیاتو په هکله ترک رسنیو رپوټونه خپاره کړي وو.
ولسمشر اردوغان معمولاً پرلپسې په عام محضر کې لیدل کېږي او هره ورځ څو ځله وینا کوي.
نوموړی دا وروستیو کې افریقا ته په درې ورځني سفر تللی و او دغه راز یې روم کې د جي - ۲۰ هېوادونو په سر مشریزه کې ګډون وکړ.
تمه کېده چې نوموړی به د ګلاسګو کوب ۲۶ غونډه کې هم ګډون وکړي، خو د هغه دفتر مسوولینو په وینا د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې ګډون و نه کړ.
ښاغلی اردوغان د ترکیې په سیاست کې مخکښ سړی دی، چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ پورې یې د لومړي وزیر په توګه او له هغه راهیسې بیا د ولسمشر په توګه دنده لري.
د یادونې ده، چې ترکیه کې به د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ۲۰۲۳ کال کې کېږي.