جرمني کې د کورونا ورځنیو پېښو نوی رېکارډ؛ ډېری ناروغان ناواکسین شوي کسان دي
جرمني کې د کورونا وېروس خطر ورځ تر بلې جدي کېږي او مثبتې پېښې په زیاتېدو دي
جرمني کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس نږدې ۳۴ زره تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، چې د دې وبا له پیل راهیسې هلته د ورځنیو مثبتو پېښو نوی رېکارډ دی.
په همدې موده کې هلته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۱۶۵ نورو کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.
د دې هېواد د عامې روغتیا وزیر ویلي، دا ځل دې وبا تر ډېره هغه کسان نیولي چې د کورونا ضد واکسین یې نه دی کړی.
تر دې دمه په جرمني کې ۱۶ میلیونه کسان واکسین شوي نه دي، خو روغتونو کې د جدي ناروغانو شمېر تر پسرلي کم دی.
د ناواکسین شویو کسانو په دې ډله کې نږدې ۳ میلیونه هغه کسان هم دي چې عمرونه یې تر شپېتو پورته دي، او له همدې کبله له جدي خطر سره مخ دي.
په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې په اروپا کې نیم میلیون نور کسان هم له کورونا مړه کېدای شي.
د یاد سازمان چارواکي د دې وضعیت پړه د واکسیناسیون پر ټکني بهیر اچوي او همدا راز وایي، ځینو حکومتونو تر وخت مخکې د کورونا ضد بندیزونه نرم کړل.
د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګه کې شاوخوا ۵۳ هېوادونه دي، چې د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه هم پکې راځي.
تر دې دمه په دې سیمه کې د کورونا وېروس له کبله د نږدې یو نیم میلیونو کسانو مړینه ثبت شوې ده.
جرمني چارواکي وېره لري چې په دې هېواد کې به د کورونا وېروس څلورمه څپه د لا ډېرو کسانو ژوند واخلي او پر روغتیایي سیستم به هم سخت فشار راولي.
دوی ټینګار کوي چې که سملاسي اقدام ونشي نو د کووېډ-۱۹ څلورمه څپه به خلک له لا ډېر کړاو سره مخ کړي.
نورې اروپا کې وضعیت څنګه دی؟
ډېری نوي ناروغان هغه کسان دي چې کورونا ضد واکسین یې نه دي کړي
په جرمني کې رستورانونو یا کافېتریاو ته د ننوتلو پر مهال د کورونا واکسین او یا هم د معاینې او منفي پایلې ثبوت غوښتل کېږي، خو دا قانون تل او هر ځای نه پلی کېږي.
له جرمني پرته په روسیه او اوکراین کې د هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې او له کبله یې مړینې په ډراماتیک ډول زیاتې شوې دي.
رومانیا کې هم روانه اوونۍ په ۲۴ ساعتونو کې د مړنیو نوی رېکارډ جوړ شو او ۵۹۱ کسان په یوه ورځ له کووېډ-۱۹ مړه شول.
د هالنډ په روغتونونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په یوه اوونۍ کې ۳۱ سلنه لوړ شوی او حکومت ویلي، ګڼو عامه ځایونو کې به ماسک کارول او ټولنیز واټن ساتل بیا لازمي کېږي.
په هنګري کې هم یوه اوونۍ کې د مثبتو پېښو شمېر دوه برابره شوی او همدا راز سلوواکیا او چېک جمهوریت کې هم مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
لاټویا کې وضعیت دومره جدي دی چې حکومت له راتلونکې دوشنبې د ۳ میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلانوي.