پاکستان: په نیمه لار کې د ولاړ ریل ګاډي چلوونکی ''په شیدو - مستو پسې بازار ته تللی و''

ریل

د عکس سرچینه، EPA

پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي، چې د پاکستان یو ریل ګاډی په نیمه لار کې ولاړ پکې لیدل کېږي.

دې ویډیو کې یو سړی لیدل کېږي، چې په ظاهره د ریل ګاډي چلوونکی ښکاری، دا سړی پلاستیکي کڅوړه کې مستې یا شېدې راوړي، ریل ګاډي ته ننوځي او له هغه وروسته ریل ګاډی د منزل پر لور خوځېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دا پېښه د پنجاب مرکزي ښار لاهور کاهنه کاچا ریل تم ځای ته نژدې رامنځته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، هغه سړی چې په ویډیو کې ښکاري د ۵۲۱۷ شمېرې ریل ګاډي چلوونکي مرستیال دی، چې په نیمه لار کې د ریل ګاډي له درولو وروسته بازار ته په مستو پسې استول شوی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د پاکستان ریلوې وزیر اعظم سواتی د دې پېښې په هکله وايي، د یاد ریل ګاډي چلوونکی محمد شهزاد او د هغه مرستیال افتخار حسین یې له دندې ګوښه کړي دي.

ښاغلی سواتی وايي:

''راتلونکي کې به د دا ډول پېښو اجازه نه ورکول کېږي، د شخصي ګټې لپاره د ملي وسایلو کاروول د زغملو وړ نه دي. ''

بي بي سي هڅه وکړه، له دندې ګوښه شوی ریل چلوونکي سره د هغه د دریځ معلومولو لپاره اړیکه ونیسي، خو نوموړي ته لاسرسی و نه شو.

بل لور د پاکستان ریلوې ادارې ویاند سید اعجاز الحسن شاه له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل: ''په نیمه لار کې د ریل ګاډي درول د خوندیتوب موضوع ده او دا داسې څه دي، چې موږ ته لومړیتوب لري. د خوندیتوب لړ کې بې پروايي، د زغملو نه ده. ''

بل لور د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو پر دې موضوع خپل نظر څرګند کړی.

ځینو دا موضوع د ټوکو، ټکالو په انداز اخیستې او ځینو بیا له ریل چلوونکي سره د طنز په ژبه خواخوږي څرګنده کړې.

مریم نومې ټویټر کارنه وايي: ''خوارکي ته به د مېرمنې لخوا زنګ وهل شوی وي. ''

یوه بل کس لیکلي: ''د سړي لومړیتوب څرګند دی، مسافر خو به دوې، درې کنځلې وکړي او کرار به شي، کور ته له تګه وروسته به یې د ښځې پېغورونه څنګه اورېدل؟ ''

ایډم نومی کارن بیا وايي: ''نو ثابته شوه، چې د کور ژغورنې لپاره د ریل ګاډي درول، دومره لویه خبره هم نه ده. ''

بنت فضل کریم نومې کارنه بیا خپله انګېرنه داسې څرګندوي، چې د ریل چلوونکي ښځې به هغه ته ویلي وي: ''کور ته چې راځې، مستې هم درسره راوړه، که نه کور ته مه راځه. ''

ځینو بیا له غوسې ډکې څرګندونې هم کړې او دا یې یوه جدي موضوع بللې ده.

یو شمېر خواله رسنیو له لومړي وزیر عمران خانه غوښتي چې په فساد کې ښکېل حکومتي مامورین له دندې ګوښه کړي.

دوی ادعا کوي چې په ځانګړي ډول د پاکستان ریل ګاډي اداره له بحران سره مخامخ ده.

یو بل کارن لیکي، ''چلوونکي به ځکه دلته ریل ګاډی درولی وي، چې انټرنېټ سم کار وکړي، او دی وکولای شي پر لپټاپ د پاکستان کرېکټ لوبه وګوري. ''

خو ډېر نور بیا د فهد علي نومي کارن پوښتنه تکراروي، چې وايي: ''دا څنګه ډرېور دی، چې ریل ګاډی یې درولی او په مستو پسې تللی ''، خو ځواب یې بیا مسعود مرزا نومی کارن داسې ورکوي: ''د مستو هم خپل خمار وي. ''