د بریتانیا خپلواکې محکمې چین د اویغور مسلمانانو په 'ټولوژنه' تورن کړ
په بریتانیا کې یوې خپلواکې او غیر رسمي محکمې ویلي، د چین حکومت په شینجیانګ ایالت کې د اویغور مسلمانانو 'ټولوژنه' ترسره کړې ده.
د 'اویغور محکمې' په نامه دې ډلې ویلي، د ماشومانو د زیږون مخنیوی او 'جبري شنډوونه'، چې ویل کېږي د چین حکومت لخوا ترسره شوي، د دوی د پرېکړې مهم دلایل دي.
د دې محکمې مشر قاضي جېفري نایس وایي، د چین حکومت په قصدي او سیستیماتیک ډول د اویغور مسلمانانو او نورو لږکیو د نسل د کمولو هڅه کړې ده.
نوموړي ویلي، محکمه په دې باور ده چې د چین ولسمشر شي جېنپنګ په ګډون د دې هېواد جګپوړي چارواکي په شینجیانګ ایالت کې د مسلمانو لږکیو پر ضد د جرمونو مسؤلین دي.
یاده محکمه له قضایي وکیلانو او اکاډمیکو کسانو جوړه وه او پرېکړه یې کوم قانوني حیثیت نه لري.
خو تنظیموونکو یې ویلي وو، غوښتل یې د چین حکومت پر ضد لا ډېر شواهد راټول کړي او په دې اړه یوه خپلواکه پرېکړه وکړي چې ایا د چین حکومت 'ټولوژنه' ترسره کړې او که نه.
یاده دې وي د چین حکومت د بشر ضد جرمونو په تړاو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي.
د یادې محکمې مشر جېفري نایس وایي، چین په شینجیانګ ایالت کې ټولوژنه ترسره کړې
د چین یوه حکومتيویاند د دې خپلواکې محکمې د پرېکړې په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، دا یوه جعلي محکمه وه چې د چین د ځینو مخالفینو لخوا جوړه شوې وه.
دې ویاند همدا راز تور ولګاوه چې یادې محکمې غوښتل له دې لارې خلک تېر باسي. خو ګڼو نړیوالو ادارو چین په شمال لویدیځ شینجیانګ ایالت کې په بشر ضد جرمونو تورن کړی دی.
کارپوهان وایي، په یاده سیمه کې لږ تر لږه یو میلیون اویغور او نور مسلمان وګړي په جبري توګه روزنیزو کمپونو کې ساتل شوي او یا هم زندان ته استول شوي دي.
ځینو پخوانیو زندانیانو او د شینجیانګ اوسېدونکو تور لګولی چې د چین حکومت لخوا شکنجه شوي، په جبري توګه 'شنډ' کړل شوي او په جنسي توګه ځورول شوي.
خو نړیواله ټولنه پر دې موضوع یوه خوله نه ده چې ایا د چین حکومت کړنې 'ټولوژنه' بلل کېدای شي که نه.
د امریکا حکومت چین په ټولوژنه تورن کړی، او د بریتانیا، کاناډا، هالنډ او لېتوانیا پارلمانونو هم ورته قراردادونه تصویب کړي.
خو د بریتانیا حکومت تر دې دمه پر چین د ټولوژنې تور نه دی لګولی. لومړی وزیر بورېس جانسن وایي، د 'ټولوژنې' کلمه ځانګړې معنا او قانوني اړخونه لري، او یوازې یوه جنایي محکمه په دې اړه پرېکړه کولی شي.